د اېشيا کرکټ جام يا کپ په سيالو کې د هند د لوبډلې څخه ماتې خوړو وروسته پايلوبې يا فاينل ته د پاکستانۍ لوبډلې رسېدل مشکل شوي دي، خو د کرکټ پوهان وايي، موقع ورته اوس هم شته که چرته هند ننۍ سيالي وګتي او پاکستان بيا خپله پاتې وروستۍ سيالۍ کې د سري لنکا لوبډلې ته ماتې ورکړي.
پاکستانۍ لوبډلې د سپر فور پړاو کې تېره شپه د هند لوبډلې څخه غټه ماتې خوړلې ده.
د هند لوبډلې په دوه لوبغاړو سوځېدو پاکستانۍ لوبډلې ته د 357 رنزونو هدف ورکړی وو، خو د پاکستان ټوله لوبډله بيا په 32 اوورونو کې په 128 رنزونو اوټ شوې او هند په 228 رنزونو سيالي ګټلې وه.
کرکټ پوه جرنلسټ فهيم پټېل وايي، ساده خبره ده، چې نن د هند او سري لنکا لوبډلو ترمنځ کومه سيالي روانه ده، که چرته هند سري لنکا ته ماتې ورکړه او بيا چې د پاکستان او سري لنکا ترمنځ کومه سيالي پاتې ده پاکستان په هغه سيالۍ کې سري لنکا ته ماتې ورکړه نو پاکستانۍ لوبډله پايلوبې ته رسېدلی شي.
وي او اې ډيوه ته نوموړي وويل، که چرته سري لنکا نن سيالي ګټي او پاکستان بيا د سري لنکا نه په ډېرو رنزونو سیالي ګټي نو د پاکستانۍ لوبډلې د مخکې تلو فېصله به په رن رېټ کيږي خو هغه مشکل ښکاري.
خو د پټېل په خبره، که پاکستان په 14م ستمبر د سري لنکا سره ټاکل شوې سيالي بايلي نېغ به د سياليو څخه بهر شي او پايلوبه به د هند او سري لنکا ترمنځ وي.
د اېشيا کپ سپر فور پړاو کې دا وخت څلور لوبډلې پاتې دي. هند، پاکستان او سري لنکا دوه پواينټونه ترلاسه کړي دي.
هند او سري لنکا يوه يوه سيالي کړې او ګټلي یې دي، پاکستان دوه سيالۍ کړي يوه یې ګټلې او يوه یې بايللې ده. بنګله دېش د سپر فور دواړه سيالۍ بايللې دي.