د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ او سوداګرۍ غټه لاره، تورخم پوله په لسمه ورځ د هر ډول تګ راتګ دپاره پرانستل شوه، په پوله موجودو پاکستاني چارواکو وي او اې ډيوه ته تاييد کړه، نن سهار په اته نيمې بجې په پوله د دواړو خواو نه هر ډول تګ راتګ پېل شو.
د تورخم دروازه په شپږم ستمبر په پوله د دواړو خواو د ځواکونو د ډزو وروسته پوله تړل شوې وه.
پوله په داسې حال کې پرانستل شوې چې پرون ماښام په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د افغانستان لپاره د پاکستان هیواد شارژدافېئر عبېدالرحمن نظاماني د طالبانو د بهرنیو چارو وزير مولوي امیرخان متقي سره ليدلي وو.
ويل شوي، "په دې کتنه کې د بېلابېلو موضوعاتو تر څنګ د تورخم دروازې پر ستونزو، په پاکستان کې د افغان مهاجرو د نیونې او په کراچۍ ښار کې د افغان سوداګرو، د ټرانزیټي اموالو د بندیز په اړه تفصيلي خبرې" شوي دي.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په اېکس [پخواني ټويټر] د ليدنې عکسونه خپاره کړي او زياته کړې یې ده، "په کتنه کې دواړو لوریو ټینګار کړی چې پورتنیو موضوعاتو د حل په اړه زر تر زره اقدامات ترسره شي، او په راتلونکي کې د دې ډول پېښو د کېدو مخنیوی وشي".
په کابل کې د پاکستان سفارتخانې يا عبېدالرحمان نظاماني په خپله د يادې کتنې په حواله څه نه دي ویلي.
خو پرون د پاکستان د بهرنيو چارو د دفتر وياندې ممتاز زهرا بلوڅ په اوونيزه خبري غونډه کې ويلي وو، د تورخم په حواله به په راتلونکې يا څو ساعتونو کې کومه پرېکړه وشي.
د بهرنیو چارو د وزارت په وېب پاڼه د خبري غونډې تفصيل وړاندې کړی شوی دی.
بلوڅ ویلي، "پاکستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزټ ټرېډ په تړون اندېښنه لري چې ياد تړون ناسم کارول کیږي". هغې د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې ویلي وو، "پاکستان په افغانستان کې په امنيتي خطرو اندېښنې لري په کومو کې چې د شپږم ستمبر د چترال او بيا د پولې [تورخم] پېښې شاملې دي".
بلوڅ زياته کړې وه، "دغه ډول پېښې د ترهګرو حوصله افزايي کوي ځکه افغان عبوري حکومت به دا يقيني کوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد نه کاريږي".
هغه ويلي، "د تورخم پوله په عارضي توګه بند کړی شوې او په راتلونکو څو ساعتونو يا ورځو کې به د پرمختګونو وروسته د پرانستو پرېکړه وشي".
په شپږم ستمبر د پاکستان پوځ ویلي وو، د افغانستان د لوري ترهګرو په چترال کې په امنيتي پوستو بریدونه کړي، څلور پاکستاني امنيتي عسکر وژل شوي او د ترهګرو حمله ناکامه کړی شوې 12 ترهګر وژل شوې او ګڼ نور ژوبل کړی شوي وو.
تحریک طالبان پاکستان په چترال کې په پاکستاني پوستو د بريدونو زمه واري منلې وه.
خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو رد کړې وه چې ګنې د چترال په بريدونو کې د افغانستان خاوره کارول شوې ده.
هم په شپږم ستمبر په تورخم پوله د دواړو خواو ډزې شوې او بيا دروازه د هر ډول تګ راتګ دپاره تړل شوې وه.
د تورخم په پوله په شپږم ستمبر د نښتې وروسته په نهم ستمبر د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي وو، "د طالبانو حکومت د پاکستان له لوري خپلې غاړې ته د تورخم دروازې تړل او په افغان امنیتي ځواکونو ډزې کول د ښه ګاونډیتوب خلاف اقدام بولي".
او په 11م ستمبر د پاکستان د بهرنيو چارو وزات د طالبانو د بيان په ځواب کې ويلي وو، "د افغانستان عبوري حکومت ته هېڅ کله اجازت نه شي ورکولی چې د پاکستان په خاوره څه تعمیرات وکړي او په شپږم ستمبر رامنځته شوې سرحدي شخړه په پرامنه ډول د هوارولو په ځای طالب ځواکونو بې دریغه ډزو ته لاس کړو".
په تورخم د شپږم ستمبر د پېښې په حواله طالبانو دعوه کړې وه خپل [افغانستان] لوري ته یې په پوله پوسته ترميم کوله او پاکستاني ځواکونو پرې ډزې کړې وې.
او پاکستان بيا ویلي، په شپږم ستمبر په پوله د پرامنه حل په ځای افغان ځواکونو په پاکستاني ځواکونو ناتاره ډزې پېل کړې وې.