د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د 2023م کال د نړیوال کپ په سیالیو کې د برخې اخستو په موخه هند ته رسېدلې ده اؤ ټاکل شوې ده د جمعې په ورځ به د جنوبي افریقې د لوبډلې سره خپله وړومبۍ دوستانه سیالي کوي.
د آی سي سي نړیوال کپ یو ورځنۍ سیالۍ د راتلونکې میاشتې اکتوبر نه په هند کې پېل کیږي چې وړومبي سیالي به پکې په 5م اکتوبر د انګلینډ اؤ نیوزي لینډ تر منځ د احمد اباد په لوبغالي یا میدان کې کیږي.
د افغانستان لوبډله به خپله وړومبۍ سیالي په 7م اکتوبر د بنګله دیش پرضد کوي اؤ بیا به یې په 23 اکتوبر د پاکستان سره سیالي وي.
د افغانستان کرکټ بورډ په ټولنیزه رسنۍ ایکس(پخواني ټویټر) د افغانستان د ملي لوبډلې هند ته د رسیدلو انځورونه خپاره کړي دي.
د ورلډ کپ په سیالیو کې د برخې اخستو لپاره هند ته له روانېدو نه وړاندې د افغان کرکټ د ملي لوبډلې غړو اؤ د افغان کرکټ بورډ چارو په افغانستان د واکمنو طالبانو د یو مهم مشر انس حقاني سره لیدنه کړې ده.
په ټولنیزو رسنیو ددغه لیدنې انځورونه خپاره شوي چې پکې لیدل کیږي انس حقاني اؤ افغان لوبډله د نړیوال کپ په سیالیو کې د افغان لوبډلې د بریاليتوب لپاره دعا کوي.
د نړیوال کپ په دې سیالیو کې به د افغان لوبډلې مشري حشمت الله شهیدي کوي اؤ په نورو لوبغاړو کې یې رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدران، ریاض حسن، رحمت شاہ، نجیب الله ځدران، محمد نبي، اکرام علي خیل، عظمت الله عمرزئ، راشد خان، مجیب الرحمان، نور احمد، فضل الحق فاروقي، عبدالرحمان اؤ نوین الحق شامل دي.
ددې ترڅنګ ګلبدین نایب، شرف الدین اشرف او فرید احمد د ضرورت په وخت د لوبې لپاره په لوبډله کې نیول شوي دي.
د نړیوال کپ په دې سیالیو کې به پاکستان خپله وړومبي سیالي په 6م اکتوبر د نیدر لینډ په ضد کوي اؤ بیا د هند اؤ پاکستان ترمنځ ستره سیالي په 14م اکوبر احمد اباد کې کېدونکې ده.
په نړیوال کپ کې به ټولې 48 سیالۍ ترسره کیږي اؤ پائ لوبه به یې په 19م نومبر وي