د هند وزیراعظم نرېندرا مودي په پارلمان او په ریاستي اسمبلو کې د ښځو د برخې زیاتولو د پاره قانوني وړاندیز کړی دی
د هند د پارلېمنټ ښکتني ایوان په ریاستي اسمبلو کې ښځو د پاره د درې دیرش فيصده برخې وړاندیز منظور کړی دی.
څیړونکي وايي د سیاسي، قانوني او انتظامي ستونزو په وجه د دوو دریو کالو نه مخکې د دې عملي کېدل ګران دي.
په دې اړه تفصيل ارباب محمود علي وړاندې کوي.