پاکستان: ابتدايي حلقه بنديانو کې د خېبرپښتونخوا د قامي اسمبلۍ 45 څوکۍ جوړې کړی شوي

د پاکستان الېکشن کمېشن د نوې سرشمېرنې په بنياد د انتخاباتو دپاره د حلقه بنديانو ابتدايي فهرست اعلان کړی، ترمخه یې د خېبرپښتونخوا څخه د قامي اسمبلۍ 45 څوکۍ جوړې کړی شوي دي. د قبایلي ضلعو شپږ څوکۍ کمې کړل شوې دي.

د الېکشن کمېشن ترمخه په نوو حلقه بنديانو کې د قامي اسبملۍ ټولې 266 څوکۍ جوړې شوي دي په 2018م کې د قامي اسمبلۍ 272 څوکۍ وې.

د قامي اسمبلۍ څوکۍ

د 2018م په انتخاباتو کې د خېبرپښتونخوا د قامي اسمبلۍ 39 او پخوانۍ فاټا 12 څوکۍ وې چې په مجموعي ډول 51 جوړېدې.

د نوو حلقه بنديانو ترمخه خېبرپښتونخوا کې د مومندو او شمالي وزيرستان کې يوه، يوه څوکۍ، او باجوړ، کورمې، خېبر او جنوبي وزيرستان څوکۍ د دوو، دوو نه يوې يوې ته راکمې کړی شوې دي.

په نوو حلقه بنديانو کې د کراچۍ يوه څوکۍ سېوا کړی شوې، د پنجاب وزيراباد ته يوه څوکۍ ورکړی شوې، د ګجرانوالې او مظفر ګړه څخه يوه يوه څوکۍ او سيند د سانګړ څخه هم يوه څوکۍ کمه کړی شوې ده.

د الېکشن کمېشن ترمخه په نوو حلقه بنديانو کې د قامي اسمبلۍ دپاره د اسلام اباد درې، د پنجاب 141، د سيند صوبې 61 او بلوچستان 16 څوکۍ جوړې کړی شوي کومې چې په 2018م کې هم وې.

د قامي اسمبلۍ حلقه بنديانې د سرشمېرنې په حساب يوه حلقه د نهه لکو څخه زياتې ابادۍ په حساب جوړه کړی شوې ده.

د صوبو حلقه بنديانې

د الېکشن کمېشن د ابتدايي حلقه بنديانو ترمخه خېبرپښتونخوا کې د قبايلي ضلعو ورګډېدو وروسته د صوبايي اسمبلۍ څوکۍ د 99 نه 115 ته سېوا کړی شوي دي.

قبايلي ضلعو باجوړ ته څلور، مومندو ته دوه، خېبر ته درې، جنوبي او شمالي وزیرستان او کورمې ته دوه دوه څوکۍ او اورکزو ته یوه څوکۍ ورکړی شوې ده.

د شانګلې څوکۍ د دوو نه درې کړی شوي او چترال يوه څوکۍ سېوا کړی شوې او دوه شوي دي.

د پېښور 14 څوکو کې يوه کمه کړی شوې او د هنګو په دوو کې هم يوه څوکۍ کمه کړی شوې ده.

د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ 51 څوکۍ، د پنجاب اسمبلۍ 297 او سيند اسمبلۍ 130 څوکۍ په ځای ساتل شوي خو په حلقه بنديانو کې ځينې بدلونونه شوي دي.

اعتراضونه

الېکشن کمېشن ویلي، د 27 اکتوبر پورې په حلقه بندیانو اعتراضونه کېدی شي او الېکشن کمېشن به په اعتراضونو د فريقېنو د دريځ اورېدو وروسته د 28 اکتوبر نه تر 29 نومبر پورې فېصلې اوروي.

د انتخاباتو نېټه

شپږ ورځې وړاندې د پاکستان الېکشن کمېشن اعلان کړی وو، "د 2024م کال د جنورۍ په وروستۍ اوونۍ کې به انتخابات کولی شي".