سوات: د جينکو د کرکټ ودرول شوې سيالي پرون په بل لوبغالي کې شوې ده

سوات کې د جينکو کرکټ سيالي شوې

د خېبرپښتونخوا سېلګرۍ سيمې سوات کې د جينکو د کرکټ ودرول شوې سيالي پرون په بل لوبغالي کې شوې ده، دوه ورځې وړاندې په چارباغ علاقه کې ځايي ناظم يا چيرمېن او علماوو د جينکو کرکټ سيالي ودرولې او ويلي يې وو، دوی د کرکټ سيالۍ خلاف دي او دلته به د جينکو لوبې نه کيږي.

د جينکو د کرکټ سیالۍ راجوړوونکي اياز نايک وي او اې ډیوه ته وویل، دوه ورځې وړاندې دوی په چارباغ کې د جينکو د کرکټ سيالي راجوړه کړې خو په ټولنيزو رسنيو پسې ناسمې خبرې خپرې شوې وې بیا ځايي خلک راغلي هلته حالات خرابېدل ځکه دوی په خپله سیالي ودرولې وه.

د نوموړي په خبره د نهې- سه شنبې په ورځ بيا دوی دغه لوبه کړې او دا په سوات کې د جينکو د کرکټ لومړۍ سيالي شوې ده.

د ګل- دوشنبې په ورځ په ټولنيزو رسنیو فېس بک يوه ویډيو خپره شوې، ځايي علماوو او چېرمېن پکې خبرې کړې او ويلي يې وو، دوی د جينکو کرکټ سيالي ودرولې ده.

په ويډيو کې ځينې کسان لیدل کېده چې د کرکټ مېدان ته روان دي او بيا وايي، په ښکاره د جينکو لوبې کول د پښتو د کلچر خلاف دي دوی یې ملاتړ نه شي کولی.

يو بل تن ويلي، "مونږ په هغه ګراونډ کې موجود يو، زمونږ د جمعیت علما اسلام چیرمېن احسان الله کاکي او د جمعيت علمااسلام غټه قافله راغلې ده، او دا څيز [د جينکو سيالي] به نه کيږي".

خو اياز نايک وايي، په سوات کې د جينکو سيالۍ شوې وې په هغې کې بيا د 24 جينکو انتخاب شوی وو د دوی تعلق د سوات د بېلابيلو سيمو د نهم ټولګي نه تر 12 ټولګي پورې زده کوونکو دی يوه لوبډله د مینګوره الېون په نوم او بله لوبډله د کبل الېون په نوم ده.

هغه زياته کړه پرون بیا ياده سيالي په کبل تحصيل کې د جينکو په سرکاري سکول کې شوې او د ضلعي انتظاميې په مشرۍ کې شوې، انتظامي چارواکي سیالۍ ته راغلي او جينکو لوبغاړو ته یې انعامونه هم ورکړي دي.

اياز نایک وويل، "جينکۍ خوشاله وې چې سيالي یې وکړه، جينکۍ د کرکټ لوبې کولو وړتيا لري او که په راتلونکې کې کومه مسله نه جوړېده انتظاميې او حکومت مرسته کوله دغو سیالو ته به دوام ورکوو".

په چارباغ کې د جينکو کرکټ ودرول کېدو ته سخت غبرګون ویل شوی وو.

د سوات نوبېل جایزه ګټونکې او تعليم نړیوالې مبارزې ملاله يوسفزۍ پلار ضيا الدین يوسفزي په اېکس [پخواني ټویټر] د نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ پام دغه لور ته اړولو په حواله ټويټ کړی او ويلي یې وو، "په سوات کې بیا طالبانايزېشن د انتهايي اندېښنې او غندنې وړ دي".

په سوات کې په کال 2012م کې ملاله يوسفزۍ کې وسله والو طالبانو هغه وخت ډزې کړې وې چې هغه د سکول نه په ګاډی کې د نورو ملګرو سره کورته روانه وه.

د هغې په سر ګولۍ لګېدلې ، ابتدايي علاج يې په پاکستان او بيا د نور علاج دپاره برتانيي ته په خصوصي الوتکه کې وړل شوې وه.

ملاله يوسفزۍ د امن نوبېل جايزه ګټلې او اوس د جينکو د تعلیم دپاره په نړيواله کچه مبارزه کوي.