کلاچي: امنیتي ځواکونه وایي د ټي ټي پي‌ مهم کمانډر هیبت الله یې وژلی چې حکومت پرې انعام ویستی ؤ

امنیتي سرچینې وایي د خېبر پښتونخوا د ډيره اسماعیل خان ضلعې په کلاچي سیمه کې امنیتي ځواکونو سره په نښته کې د تحریک طالبان پاکستان یو وتلی کمانډر هیبت الله وژل شوی دی.

د کمانډر هیبت الله په سر د پاکستان حکومت شپږ میلینه روپۍ انعام هم ویستلی ؤ.

د زیارت - پنجشنبې په ورځ د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو (سي ټي ډي) دامنیتي ځواکونو سره په ګډه تېره ورځ د ډيره اسماعیل خان په کلاچۍ سیمه کې د ترهګرو پرضد عملیات کړي دي.

سرچینې وایي په دغو عملیاتو کې د طالبانو مهم کمانډر هیبت الله هم وژل شوی دی چې امنیتي ادارې یې د زیاتې مودې نه په تعقیب کې وې اؤ د هغه په سر حکومت شپیته لکه روپۍ انعام هم ویستی ؤ.

د طالبانو ددغه مهم کمانډر تعلق د پاکستاني طالبانو د ګنډاپور ډلې سره ؤ چې له ډیرې مودې راهسې دا ډله په کلاچي سیمه کې فعاله ده اؤ د رپوټونو له مخې وخت په وخت په امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

امنیتي ځواکونه هم وخت په وخت د ډیره اسماعیل خان په کلاچي سیمه کې د طالبانو د ګنډاپور ډلې پرضد عملیاتو کې هغوي ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوې کوي.

تر دې وړاندې د ستمبر په میاشت کې هم امنیتي ځواکونو دعوه کړې وه چې د کلاچي په مډي سیمه کې یې د طالبانو د ګنډاپور ډلې د مربوط وسله پرضد عملیات کړي اؤ د هغوي یو وتلی کمانډر اکرام الله یې وژلی ؤ .

د کمانډر اکرام الله په هکله هم امنیتي ځواکونو دعوه کړې وه چې په پوځ اؤ پولیسو د بریدونو تر څنګ د پېښو لپاره د خلکو تښتونو پېښو کې ککړ ؤ.

همدا شان سږ کال دمارچ میاشت کې امنیتي ځواکونو ویلي وو چې د کلاچي په روهړي سیمه کې یې د عملیاتو په مهال د ټي ټي‌ پي مهم کمانډر عبدالرشید وژلی چې د رشیدي په نوم یې شهرت لرلو.

تر دې پېښې وړاندې په نومبر کال 2022 کې د ډيره اسماعیل خان په کلاچي سیمه کې د تندلارو اؤ وسله والو ترمنځ نښته کې امنیتي ځواکونو د ټي ټي پي د دریوؤ وسله والو د وژلو دعوه کړې وه.

بیا په کال 2021 کې هم په کلاچۍ کې امنیتي ځواکونو د طالبانو د ګنډاپور ډلې د څلورو وسله والو د وژلو دعوه کړې وه اؤ ویلي یې وؤ چې د هغوي له ولکې یو یو شمیرې درنې وسلې هم ترلاسه کړې دي.

په جنورۍ کال 2020م کې امنیتي ځواکونو په کلاچي کې د انوار په نوم د ټي ټي پي د ګنډاپور ډلې د یو بل کمانډر د وژلو دعوه کړې وه.

په اګست کال 2021 کې دامنیتي ځواکونو سره نښته کې دټي ټي پي د وتلي کمانډر جاوید ملانه اؤ دهغه د نورو څلورو وسله والو ملګرو د وژل کېدو دعوې په مطبوعاتو کې مخې ته راغلې وې