د کرکټ نړیوال کپ: د نیوزيلېنډ اؤ انګلینډ لوبډلې د یو بل پرضد میدان ته کوزې شوې دي

د کرکټ‌ د یو ورځني نړیوال کپ سیالۍ نن د پنجشنې- زیارت د ورځې نه هند داحمد اباد په نریندرا مودي اسټيډيم کې پېل شوي چې په وړومبۍ سیالي کې د نیوزي لینډ اؤ‌ انګلینډ لوبډلې د یو بل پرضد میدان ته کوزې شوې دي.

د نیوزي لینډ لوبډلې د لوبې پچه یا ټاس ګټلی دی خو د انګلینډ لوبډلې ته یې وړومبی د بیټنګ بلنه ورکړې ده.

دا وخت د 34 اوورنو لوبه شوې ده اؤ د انګلینډ لوبډلې د پینځو لوبغاړو په تاوان 192 منډې جوړې کړې دي.

د انګلینډ وړومبی لوبغاړی ډیوډ ملان د 14 منډو په جوړولو د میټ هینري په بال سوځېدلی دی.

همدا شان د انګلینډ جوني بییر اسټو 33،هیري بروک 25 اؤ معین علي 11 منډې جوړې کړې اؤ وسوځېدل.

د کرکټ د نړیوال کپ په دې سیالیو کې به پاکستان خپله وړومبۍ سیالي سبا د جمعې په ورځ د نېدر لینډ د لوبډلې سره کوي.