د پښتنو ملت پالو سیاسي او مذهبي ګوندونو د سخت غبرګون وروسته د بلوچستان صوبې نګران وزیر اعلا ویلي، "غېر قانونه مهاجرين دې [تارکين وطن] د کومې يوې قبيلې يا قوم سره ونه تړل شي".
د بلوچستان نګران وزيراعلا مير علي مردان ډومکي دغه بيان وروسته له هغې ورکړی چې پاکستان کې پښتون ملت پالو او مذهبي ګوندونو د هیواد بېلابېلو برخو کې په غېرقانوني توګه د مېشتو خلکو، په ځانګړې ډول د افغانانو په ضد روان عمليات له بشري حقونو سرغړونه بللې ده او ويلي یې دي بايد افغانان په زوره ونه ويستل شي.
ډومکي په اېکس يا پخواني ټويټر ويلي،
"د غېر قانونه تارکين وطن د واپسۍ فېصله حتمي ده او حکومت به د دوی په خوندي توګه د واپسۍ دپاره هر ډول ممکنه مرستې ورکوي، غېر قانونه تارکين دې د کوم يو قوم يا قبيلي سره ونه تړل شي او نه دا فېصله يواځې د افغان وګړو دپاره ده بلکې دا د ټولو غېر قانونه مېشتو تارکين وطن دپاره ده".
د پاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي د اکتوبر په درېیمه ویلي وو، په هېواد کې غېرقانوني مېشت خلک د نومبر تر لومړۍ نېټې وخت لري چې په خپله خوښه خپلو هېوادونو ته لاړ شي، کنه وروسته به یې پرضد عمليات کولی شي.
د پاکستان د حکومت د وروستي اعلان وروسته پاکستان کې په افغان کډوالو کې ويره خپره شوې، په کراچۍ ښار کې د تېرې سپتمبر د میاشتې راهسې د افغان کډوالو نيولو لړۍ پېل شوې وه.
دا وخت هم د پاکستان د پنجاب صوبې او خېبرپښتونخوا د هزاره ډويژن نه افغان کډوال بيرته خپل هېواد ته ستنېدل پېل شوي دي.
تېره ورځ په تورخم کې پاکستاني چارواکي وي او اې ډیوه ته ويلي، په تېرو پينځو ورځو کې د اسلام اباد او پنجاب صوبو د بېلابېلو ښارونو نه د راويستل شوو افغانانو د 300 نه زياتې کورنۍ د تورخم د لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي، "مونږ دې ته هم مجبوره يو چې په کراچۍ او ګرده پښتونخوا کې به د پښتنو او د افغانانو د بې عزتۍ په ضد تحريک پېل کوو، مونږ سینديانو ته او بلوڅو ته هم وايو چې افغانانو څه کړي دي او افغانانو زمونږ تجارت ته لويه ګټه رسولې ده".
د عوامي نېشنل ګوند خېبرپښتونخوا صوبې مشر ایمل ولي خان ويلي، "که افغان مهاجرينو ته دلته د ژوند تېرولو موقعه نشته نو بيا د کشمير او هندوستان مهاجرينو ته هم دا موقعه نشته او بيا اسامه بن لادن ته هم دلته د اوسیدو موقعه نه وه ورکول پکار او د هغه اولاد ته هم دلته د اوسېدو اجازه نشته".
د جمعيت علما اسلام ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د خالي/شنبې په ورځ پېښور کې یوې غونډې ته په وینا کې ويلي وو هغه د نړۍ د بشري حقونو تنظيمونو ته بلنه ورکوي چې راشي او وګوري چې په پاکستان کې د انساني حقونو په هکله د افغان مهاجرينو سره څه روان دي؟
نوموړي ووېل "دلته يوازې افغان مهاجرين ژوند نه کوي بلکې نور خلک هم پراته دي او ژوند کوي".
د ملي جمهوري غورځنګ ګوند د مشر محسن داوړ او د جماعت اسلامي د مشر سراج الحق هم د افغانانو پرضد روان عمليات غندلي او ويلي یې دي په سیند او نورو ځايونو کې افغانان ځورول کېږي او په زوره ويستل کيږي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او د مهاجرت نړیوال سازمان د پاکستان نه غوښتي "هغه افغانان دې خوندي کړي څوک چې تحفظ غواړي او بيرته افغانستان ته د ستنېدو په مهال له خطرو سره مخ کېدی شي".
"يو اېن اېچ سي ار او د مهاجرت نړيوال سازمان د ټولو هيوادونو نه غوښتي، د افغان وګړو په زوره بیرته ستنول دې معطل کړي، او د دوی بيرته ستنېدل دې خوندي، په باعزته او رضاکارانه طريقې سره يقيني کړي".
د غېر قانونه کډوالو ويستلو پرېکړې ته په غبرګون کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد يعقوب د پاکستان دغه پرېکړه غندلې او دا یې له انصافه لرې بللې او د پاکستان له خلکو، سياستوالو او ديني عالمانو یې غوښتي چې خپل چارواکي له داسې کارونو راوګرځوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې [يو اېن اېچ سي ار] ترمخه، دا وخت په پاکستان کې د يو اېن اېچ سي ار سره 13 لکه افغان کډوال رجسټرډ دي، اته نيم لکه افغانانو ته د پاکستان حکومت په کال 2017م کې د رجسټرېشن کارډونه ورکړي، او درېم د حکومتي دعوو ترمخه پينځه لکه افغان کډوال داسې دي چې اسناد نه لري.
د پاکستان د تېر حکومت د بهرنيو چارو وزير مملکت حنا رباني کهر د [آج ټي وي] سره په يوه مرکه کې ويلي وو، "په تېرو دوه کلونو کې د افغانستان نه د اووه نيم لکه پورې کسان پاکستان ته راغلي" او حکومت تراوسه پورې دوی ته د کډوالو درجه نه ده ورکړې".
دوه کاله وړاندې طالبان په افغانستان واکمن شوي او له هغې وروسته په لويه شمېره کې افغانان د هيواد څخه وتلي وو.