د پښتون ژغورنې غورځنګ د سيند صوبې مشر نورالله ترين جېل ته اچول شوی

نورالله ترين

د پشتون ژغورنې غورځنګ د کراچۍ وياند رويدالله مسيد وي او اې ډيوه ته تاييد کړې چې د اکتوبر په پينځمه نورالله ترين د کراچۍ پوليسو د‌ شپې ناوخته د‌ کور نه پورته کړی او تر څلورو ورځو پورې پوليسو نه منله چې له دوی سره دی.

خو پرون د ګل/دوشنبې په ورځ د سيند صوبې د داخله محکمې ويلي چې نورالله ترين د 3 ايم پي او قانون لاندې د يوې مياشت دپاره جېل کړی شوی دی.

د سيند صوبې داخله محکمې په اعلاميه کې په نورالله ترین تور پورې کړی شوی چې نوموړي د سړکونو، لویو لارو د بندولو او د پرلت تنظیمولو دپاره خلک هڅول، چې له کبله د قانون او عامه نظم د اړي ګړي اندېښنې وې او کيدلی شو چې ګډوډي جوړه شوی وی.

نو د سیند پولیسو مشر په سپارښتنه هغه دې د 3MPO لاندې د 30 ورځو لپاره جيل ته ولېږل شي.

پي ټي اېم د سيند پوليسو دغه تورنه ردوي او وايي چې په دغو ورځو کې پښتون ژغورنې غورځنګ د کراچۍ څانګې نه کومه احتجاجي مظاهره کړې او نه يې د پرلت اعلان کړی وو چې د قانون يا عامه نظم کې ګډوډي ستونزه ترينه جوړه شوې وي.

د پي ټي اېم وياند رويدالله مسيد وي او اې ډيوه ته ویلي، نورالله ترين د کراچۍ پښتنو يو قوي آواز دی او په روانو ورځو کې کراچۍ پوليس او رياستي ادارې نورالله ترين او د غورځنګ ملګري د افغان کډوالو سره د ناجايزه چلند په لار کې خنډ ګڼي ځکه نورالله ترين نيول شوی دی.

نوموړې زياته کړې "نورالله ترين څلور ورځې پوليسو پټ ساتلی نه يې منلو چې دوي سره دی او نه يې عدالت ته وړاندې کولو، مونږ په کلکو ټکو د نورالله ترين نيولو غندنه کوو، مونږ به قانوني لار خپلوو او که چري هغه په غلط تور تر يوې مياشت پورې بندي ساتل کيږي نود احتجاجونو لړۍ به پېل کوو".

څلور ورځې وړاندې د پي ټي ايم مشر منظور پشتين هم د نورالله ترين په حواله په اېکس [پخواني ټویټر] ویلي وو چې د پي ټي اېم سيند کوارډينېټر نورالله ترین پولیسو او ساده جامو کې کسانو نيولی چې بيا نه هغه عدالت ته وړاندې کړل شوی او نه هم په کوم پولیس سټیشن کې موجود دی.

نوموړي زياته کړې وه "د پوځ په قبصه کې د پاکستان رياست اوس د نړۍ تر ټولو ظالم رياست دی. نورالله دې زر تر زره خوشی کړی شي".

په کراچۍ کې د پي ټي اېم وکيل قادر خان ايډوکيټ وي او از ډيوه ته ويلي په عدالت کې یې د نورالله ترين د بې درکۍ خواست کړی وو خو اوس د پوليسو بيان وروسته به عدالت ته د هغه د نیولو ضد خواست کوي.

"دا وخت د رياست سره کوم جواز نشته چې نورالله ترين د 3 اېم پي او قانون لاندې بندي وساتي. خو کېدی شي چې رياست د افغانانو پر ضد روان عملياتو کې هغه خنډ ګڼلی وي".

دا لومړی ځل نه دی چې په کراچۍ کې د پي ټي اېم مشر يا غړي نيول کيږي.

له دې وړاندې د جنوبي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی او پښتون ژغورنې غورځنک مخکښ علي وزير د رياست او رياستي ادارو پر ضد د ويناګانو په تور شاوخوا 26 مياشتې د کراچۍ په زندان کې بندي ساتل شوی وو.

همداسې ګڼ شمېر د پي ټي اېم مشران او فعال وخت په وخت په بېلابيلو مقدمو کې نيول شوي او ترهګرۍ ضد عدالتونو کې پرې مقدمې چلول شوي دي.

د پشتون ژغورنې غورځنګ مشران وايي، حکومت د رياستي ادارو په وينا د يوې پالیسۍ لاندې د پي ټي اېم فعال نيسي بندي کوي يې، خو زندانونه د دوي غږ نه شي بند‌ولی او نه د پښتنو د حقونو دپاره په روانه مبارزه کې دوي ته څه خنډ جوړولی شي.