پېښور هايکورټ ته د افغان کډوالو د نه نيولو خواست شوی

په کراچۍ کې نيول شوي افغان کډوال

د پېښور هايکورټ يو وکيل [قانون پوهه] عدالت ته خواست کړی چې په کراچۍ، کوټه او د ملک په نورو برخو کې افغانان نيول کيږي، عدالت دې یې مخنيوی وکړي.

سېف الله محب کاکاخېل وي او اې ډيوه ته وويل، پرون د ګل/دوشنبې په ورځ یې پېښور هايکورټ ته خواست کړی، چې "د لومړي نومبر نه به د اسنادو بغېر افغان کډوالو ضد عمليات پېل کولی شي خو يوه حکومتي اعلاميه جاري کړی شوې چې اسناد لرونکي افغان کډوال به نه نيول کيږي".

خو نوموړي وويل، "په کراچۍ، کوټه او نورو ځايونو کې د افغانانو نيولو لړۍ روانه ده، ځکه ما خواست وکړو چې اول خو دې دوی نيول کيږي نه، او په غېر قانونه بند کې دې نه ساتل کيږي".

هغه زياته کړه په خواست کې مو ويلي، "د نړیوالو قوانينو مطابق قانوني کډوال تاسو نه شئ ويستلی، او زمونږ د [پاکستان] د قانون مطابق چې څوک دلته پېدا شي يا واده وکړي نو هغه شهریت ترلاسه کولی شي، او چې د چا بچي او نمسي دلته اوسيږي هغوی هم پاکستانی کارډ اخستی شي".

کاکاخېل وويل، عدالت ته یې خواست کړی چې د اسنادو نه لرونکو کسانو دپاره دې يوه پاليسي جوړه شي او يواځې اسناد نه لرونکي کسان اوباسي.

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د نومبر د لومړۍ نېټې پورې دې غېر قانونه غېر ملکيان په خپله ووځي کنه پرضد به یې عمليات کولی شي نيول کيږي به او بيرته به خپلو هېوادونو ته ستنول کيږي.

خو په ځانګړي ډول د پاکستان په کراچۍ ښار کې د تېرې میاشتې ستمبر د نهمې نېټې نه د افغان کډوالو نيولو لړۍ پېل شوې او کډوالو تور لګولی وو چې قانوني اسناد لرونکي افغان کډوال نيول کيږي پوليس ترې پېسې اخلي اوکه پېسې نه ورکوي مقدمې پرې درج کول کيږي.

خو د کراچۍ پوليسو د پېسو اخستو تورونه رد کړي او ويلي یې وو يواځې غېر قانونه کسان نيسي.

د پاکستان د حکومت د اعلان وروسته افغان کډوال وايي، په ويره کې دي او ګڼو کډوالو بيرته کډې کول هم پېل کړي دي.

د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ ویلي، دا تاثر سم نه دی چې ټول افغان کډوال ویستل کيږي.

نوموړي د جيو نيوز سره تازه يوه مرکه کې ويلي، د رجسټرډ افغان کډوالو ویستلو خبره یې نه ده کړې.

هغه ویلي، "درې ډوله افغان کډوال دي، يو هغه دي چې رجسټرډ افغان کډوال دي کوم چې خواوشا 1.8 ميلينه دي په دوی کې يو کس ته هم لاس نه لګول کيږي".

هغه زياته کړې، "دويم هغه دي چې غېر قانونه غېر ملکيان دي په هغو کې يواځې افغانان نه دي د نورو ملکونو هم دي، د هغو هیڅ ريکارډ نشته او نه ده معلومه چې دغه خلک څه کوي، دغه خلک په نظام کې نشته ځکه دلته د پاتې کېدو هیڅ حق نه لري".

د کاکړ په خبره، "درېم هغه دې چې شناخت یې پټ کړی او د نادرا کردار پکې شامل دي که څوک په نظام کې راننوتي هغه به لرې کول کيږي. هغه چې د بهر نه راغلي دي مونږ به یې د ډي اېن اې ټيسټ تجويز کوو چې معلومه کړی شي چې هغه زمونږ د کورنيو څخه دی که د بهر نه دی".

نوموړي ویلي، دواړو غاړو ته [پاکستان او افغانستان] کې د پښتنو ابادي ده او د ځينو خلکو دا خیال دی چې پښتانه به د دې نه اغېزمن کيږي "خو د يو پښتون په حېث دا باور ورکوم چې يو پاکستانی پښتون به اغېزمن شي".

د پاکستان د حکومت د غېر قانونه غېر ملکیانو د ويستلو اعلان ته پښتنو ملت پالو او مذهبي ګوندونو سخت غبرګون ويلی دی چې افغان کډوال ځورول کيږي.

د طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب هم د غېر قانوني افغان کډوالو د ورستنولو په اړه د پاکستان پرېکړه غندلې، دا یې له انصافه لرې بللې او د پاکستان له خلکو، سیاستوالو او دیني عالمانو یې غوښتي چې خپل چارواکي له داسې کارونو را وګرځوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې [يو اېن اېچ سي ار] ترمخه، دا وخت په پاکستان کې د يو اېن اېچ سي ار سره 13 لکه افغان کډوال رجسټرډ دي، اته نيم لکه افغانانو ته د پاکستان حکومت په کال 2017م کې د رجسټرېشن کارډونه ورکړي، او درېم د حکومتي دعوو ترمخه پينځه لکه افغان کډوال داسې دي چې اسناد نه لري.

د پاکستان د تېر حکومت د بهرنيو چارو وزير مملکت حنا رباني کهر د [آج ټي وي] سره په يوه مرکه کې ويلي وو، "په تېرو دوه کلونو کې د افغانستان نه د اووه نيم لکه پورې کسان پاکستان ته راغلي" او حکومت تراوسه پورې دوی ته د کډوالو درجه نه ده ورکړې.

دوه کاله وړاندې طالبان په افغانستان واکمن شوي او له هغې وروسته په لويه شمېره کې افغانان د هيواد څخه وتلي وو.