د بلوچستان نګران وﺯير اعلی ويلي د نومبر د مياشتي له لومړۍ نيټې څخه به پر چمن لاره تګ ﺭاتګ پر پاسپوﺭټ وي
مير مردان خان ډومکي دغه خبره له چمن څخه د لیدنې پر وخت له ځايي سپین ږېرو او سوداګرو سره په ګډه جرګه کي کړې ده.
خو د پاکستان او افغانستان تر منځ په ګډه سیمه کې مېشتو ولسي خلکو او کوچنيو سوداګرو د پاکستان د حکومت د دغې پريکړې له منلو نه انکاﺭ کړی.
دوی غوښتنه کړې چي اول دې پر فرضي کرښه د ازغن تار له کبله پيدا شوې ستونزې ختمې کړي او بیا دې دواړو خواو ته پرتو خلکو ته د تګ راتګ او کاروبار اسانتياوې برابرې کړي.
نوﺭ حال د نعمت الله سرحدي په ﺭاپوﺭټ کې.