د کرکټ پوهان: د افغانستان لخوا انګلېنډ ته ماتې ورکول د پاکستان دپاره د خطرې خبرداری دی

د کرکټ پوهان وايي، د افغانستان کرکټ لوبډلې لخوا انګلېنډ ته ماتې ورکول د پاکستان دپاره د خطرې خبرداری او ټلۍ يا ګنټۍ وهل دي. پوهان وايي د دې څو علتونه دي.

د کرکټ د نړیوال 2023 په روانو سياليو کې د افغانستان کرکټ لوبډلې تېره شپه نړیوال اتل انګلېنډ ته په 69 رنزونو ماتې ورکړې ده.

او د کرکټ پوهان دا د روان نړیوال کپ يا جام تر ټولو لوی اپ سېټ بولي.

پاکستان کې په مطبوعاتو د افغانستان او انګلېنډ د سيالۍ په حواله بحثونه شوي، ځينې رسنیو او خبريالانو ويلي،

" انګلېنډ ته د افغان لوبډلې حېرانونکې ماتې ورکولو د غټو لوبډلو دپاره د خطرې ټلۍ يا ګنټۍ وهلې ده" .

د کرکټ لوبې کار پوهه جرنلسټ فهيم پټېل وايي، افغان لوبډلې انګلېنډ ته ماتې ورکړه، دا د پاکستانۍ لوبډلې دپاره يو څه " خبرداری" دی.

د افغانستان او پاکستان کرکټ لوبډلې به په 23م اکتوبر د هند په چنای کرکټ مېدان کې مخامخ کيږي.

فهيم پټېل وي او اې ډيوه ته وويل، " يو خو پاکستانۍ لوبډله د افغانستان سره مخامخ کېدو نه وړاندې په 20م اکتوبر د اسټريليا سره مخامخ کيږي که چرته پاکستان دغه سیالي بايلي نو فشار به پرې نور سېوا کيږي ځکه چې وړاندې یې د هند نه ماتې خوړلې ده".

هغه وويل، "دويم علت یې د چنای کرکټ مېدان دی".

د نوموړي په خبره، "ځکه چې د چنای په مېدان کې د هند او اسټريليا شوې په کومه سیالي کې چې د سپېنر بالرانو کردار ډېر مهم وو، اسټريليا په 191 اوټ شوې ځکه د هند سپېنران بالرانو غوره بالينګ کړی وو".

نوموړي زياته کړه، "د پاکستان او افغانستان په سيالۍ کې هم غالب امکان دی چې سپېنران بالران به چليږي او انګلېنډ ته ماتې ورکولو د افغان لوبډلې حوصله نوره لوړه کړې ده".

هغه وويل، د انګلېنډ سره سيالۍ کې افغان سپېنرانو ښه لوبه کړې، د افغانستان سره راشد خان، مجيب الرحمان او محمدنبي تکړه سپېنران بالران دي.

د کرکټ په روانو نړیوالو سياليو کې پاکستان تراوسه درې سيالۍ کړي دوه یې ګټلي او يوه یې بايللې ده.

افغان لوبډلې په درېو سياليو کې يوه ګټلې او دوو کې یې ماتې خوړلې ده.

د افغانستان لوبډله به راتلونکې سيالۍ کې په 18م اکتوبر په چنای کې د نيوزي لېنډ سره مخامخ کيږي چرته ته یې د پاکستان سره هم سيالي ټاکل شوې ده.