تېرکال د پولیس په حراست کې مړې شوې د ۲۲ کلنې ایرانۍ مېرمنې مهسا امیني د کورنۍ وکالت کوونکی وکیل "د رجیم یا حکومت پر ضد د پروپاګند ترسره کولو" په تور د ایران یو عدالت د یو کال قید اورولی دی.
صالح نېک بخت باندې هغه وخت فرد جرم ولګول شو چې د د استخباراتو وزارت د هغه پر ضد شکایت وکړو کله چې هغه له مېډیا سره په مرکو کې د امیني د قضیې په اړه خبرې وکړې. وي او اې ته د لیږل شوي رپورټونو د مخې ښاغلي نیک بخت ته د نهې سه شنبې په ورځ د اسلامي انقلاب د عدالت لخوا سزا اورول شوې ده.
د امیني مرګ د څو میاشتو دپاره د حکومت ضد احتجاجونو مهسا امیني له مړینې وروسته راپارولی وو. ایراني پولیسو ویلي وو چې اغلې امیني د پولیسو د حراست پر وخت د زړه حمله پرې شوې وه، خو کورنۍ یې دا دغه دعوی ردوي. ایراني چارواکو د هغې د مړینې د څېړلو دپاره د خپلواکو ډاکټرانو د یوې کمېټې د جوړولو غوښتنه رد کړې ده.
نېک بخت بیا د امیني د مړینې د علت د بیا ارزونې غوښتنه کړې وه چې "په هېواد کې د 12 معتبرو ډاکټرانو کې پېنځه " وکړي چې څنګه د هغې د کورنۍ لخوا وړاندیز شوی دی.
د نېک بخت وکیل علي رضايي ټینګار کوي چې د هغه د مؤکل څرګندونې د هغه "د وکیل په حېث قانوني ذمه واریو" پورې تړلې وې او دا چې هغه هیڅ غلط کار نه دی کړی.