د مالي ستونزو له امله د پاکستان قامي هوایي شرکت پي آی ای الوتنې ودرېدلي

PIA

پاکستاني مطبوعات وایي دسختو مالي ستونزو له امله ددغه هیواد د قامي هوایي شرکت پي آی ای الوتنې په بشپړ ډول ودریدلي دي اؤ اتوار یا یکشنبې په ورځ هم د تېلو نه ترلاسه کېدو له امله د پي آی ای 50 الوتکې له الوته پاتې شوې دي.

ګڼ شمیر پاکستاني رسنیو د اتوار په ورځ ویلي د پاکستان سرکاري د پټرولو کمپنۍ (پاکستان اسټيټ‌ ایل) د پېسو نه ترلاسه کېدو له امله پي آی ای ته د تېلو ورکولو نه انکار کړی دی چې له وجې یې د هیواد په په بیلابیلو هوایي اډو ولاړې د پي آی ای الوتکې له الوتنو پاتې شوې دي.

ایکسپریس پخپل رپورټ کې ویلي د پي آی ای له لوري د تېلو سرکاري کمپنۍ ته پیسې هم مخکې له مخکې جاري شوې دي خو د اتوار په ورځ د بینکونو د رخصتۍ له امله دغه پیسې د پي آی ای اکاوننټ ته نه دي رسیدلي اؤ په دغسې صورت کې پي ایس او پي آی ته له تېلو ورکولو انکار کړی دی.

تر دې د مخه د شنبې یا خالي په ماښام د پي آی ای څلورو الونکو د ملک نه بهر چاینا،کوالالمپور،کاناډا اؤ استنبول ته الوتنې کړې وې اؤ اوس به یوازې د هیواد نه بهر تللې الوتکې هیواد ته راستنېدلی شي.

د پاکستان سرکاري هوایي شرکت لا په رسمي توګه د پي آی ای د اپریشن د ودرېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان قامي هوایي شرکت د تېرې ډيرې مودې راهسې په تاوان کې روان دی اؤ په نزدې وختونو کې حکومت د پي آی ای شخصي څانګې ورکولو هڅې هم چټک کړي دي.

د پي ای ای شخصي څانګې ته د ورکولو اقدام :

په 14م ستمبر د پاکستان د نګران وزیراعظم انوار الحق په مشرۍ د پي آی ای په اړوند یوه مهمه غونډه شوې وه چې د مطبوعاتو له مخې دغه غونډه کې وزیراعظم اړونده چارواکو ته د پي آی ای شخصي څانګې ته د ورکولو د عمل چټک کولو وینا کړې وه.

تېره میاشت په مطبوعاتو کې داسې رپورټونه هم مخې ته راغلي وؤ چې د الوتکو جوړولو کمپنیو بوینګ اؤ اییر بس پي آی ای ته د جهازونو د پرزو ورکولو پروګرام تړلی دی.

پي آی ای څومره الوتکې لري اؤ دا الوتکې د چا دي؟

د برتانوي خبري اژانس بي بي سي د یو رپورټ له مخې دا مهال پي آی ای ټولې 31 الوتکې لري چې هغې کې زیاته شمېره د جهازونو جوړونکې کمپنۍ اییر بس دجوړو کړل شوو ای320 الوتکو ده اؤ دامریکایي جهاز جوړونکې کمپنۍ بوینګ څو جهازونه هم د پي آی ای سره شته.

رپورټ وایي په دې کې خوا وشا 15 جهازونه داسې دي چې پي آی ای په لېز یا اجاره ترلاسه کړي دي اؤ اوس د پاکستان قامي هوایي شرکت هره میاشت ددغو جهازونو استعمالولو په بدل کې د اجارې کمپنیو ته درنې پیسې ورکوي.

د بي بي سي د یاد رپورټ له مخې د انټرسټ یا سود د مرستې د پروګرام په اساس حکومت په پي آی ای د ورپورې قرضونو پسر هرکال 23 اربه روپۍ د سود په مد کې ورکوي اؤ په پي آی چې کومې قرضې ورپورې دي هغه پي آی ای پخپله لنډوي.

په دې وروستیو کې د پي آی ای مالي ستونزې دومره زیاتې شوې وې چې ددغه ادارې ملازمانو ته میاشتني معاشونه هم نه ورکړی کېدل چې له امله یې هغوي تر څو ورځو کار بندېز کړی ؤ خو وروسته بیا دمعاشونو ورکولو ستونزه په عارضي توګه هواره کړل شوه اؤ د پي آی ای ملازمانو خپل کار بندیز ختم کړی ؤ