پاکستان کې د کرکټ پوهان وايي، د افغانستان نه په ماتې خوړو د پاکستانۍ لوبډلې د نړيوال کپ 2023م سيمې فاينل ته رسېدل مشکل شوي، خو يو مشکل امکان اوس هم شته، د هغې دپاره لومړی شرط پاکستانۍ لوبډلې له خپلې پاتې ټولې څلور سره سيالۍ ګټل پکار دي.
د کرکټ کار پوهه خبريال فهيم پټېل وايي، "د پاکستان او افغانستان په سيالۍ کې افغان لوبډلې په يقيني توګه ښه لوبه کړې خو دا هم د يادولو وړ خبره ده چې پاکستانۍ لوبډلې څو چنده زیاته خرابه لوبه کړې ده".
نوموړی وايي، پاکستان به د سيمې فاينل پورې په وړاندې سفر څنګه جاري وساتي چې سيمې فاينل ته ورسي، د هغې دپاره به ورته جنوبي افريقې، انګلېنډ، نيوزي لېنډ او بنګله دېش ته ماتې ورکول وي.
پاکستانۍ لوبډله به په راتلونکو نورو سيالو کې په 27م اکتوبر د جنوبي افريقې سره مخامخ کيږي.
جنوبي افريقې تراوسه پورې پينځه سيالۍ کړي او څلور یې ګټلي دي. خو پاکستان په پينځو لوبو کې درې بايللي او دوه یې ګتلي دي.
فهيم پټېل وايي، "اول خبره دا ده چې پاکستان ته به نه يواځې پاتې څلور لوبې ګټل وي بلکې په ښه رنزونو به ورته ګټل وي".
بل دا چې، "د هند او نيوزي لېنډ لوبډلې داسې ګڼل پکار دي چې سيمې فاينل ته رسېدلي دي، د جنوبي افريقې کارکردګي هم داسې ښکاري چې په اسانۍ سره به سیمې فاينل ته ورسي".
نوموړی وايي، "اوس مسله د څلورمې لوبډلې ده چې سيمې فاينل ته به رسي، پاکستان، اسټريليا او انګلېنډ درې سره لوبډلې پاتې دي چې مخکې به ځي، پاکستان خو په پينځو کې درې بايللي، اسټریليا او انګلېنډ څلور، څلور سيالۍ کړي، اسټريليا دوه لوبې ګټلي او انګلېنډ يوه، اوس که چرته که دا دواړه لوبډلې په خپلو پاتې پينځو سياليو کې درې، درې وبايلي نو پاکستان مخکې تللی شي".
خو پټېل زياتوي، "پاکستان ته به د خپلو پاتې ټولو سياليو سره ګټلو سره دا دعاګانې کول وي چې اسټریليا او انګلېنډ په درو، درو سياليو کې ماتې وخوري نو پاکستان به سيمې فاينل ته ورسي کنه مشکل به وي چې مخکې لاړ شي".
د کرکټ د روان د نړيوال کپ 2023م په ترسره شوو سياليو کې تراوسه پورې هند په لومړي نمبر دی پينځه سيالۍ یې کړي او پينځه سره یې ګټلي دي.
جنوبي افريقې او نيوزي لېنډ په پينځو کې څلور، څلور سیالۍ ګټلي، اسټريليا په څلورو کې دوه، پاکستان او افغانستان په پينځو کې دوه، دوه، نيدر لېنډ او او انګلېنډ په څلورو کې يوه، يوه او بنګله دېش په پينځو کې يوه سيالي ګټلې ده.