پښتون شاعر، اديب، افسانه نګار او د رېډيو پاکستان پخوانی ډايريکټر لایق زاده لايق په حق ورسېد

لايق زاده لايق

پښتون شاعر، اديب، افسانه نګار او د رېډيو پاکستان پخوانی ډايريکټر لایق زاده لايق د 64 کالو په عمر کې په حق ورسېدو، کورنۍ يې وايي هغه په وروستيو کې د زړه په ناروغۍ اخته شوی وو او نن په حق ورسېدو.

ارواښار لایق زاده د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمې سوات په مدين کې زېږېدلی وو او هم هلته نن خاورو ته سپارل کيږي.

ډاکټر اباسين يوسفزی وايي، لايق زاده لایق د پښتو مترنم شاعر، ښايسته نعت خوان، افسانه نګار وو، د خپلې ژبې، خپل قام سره یې مینه مثالي وه، د خپل کار، خپل کاز او قام سره یې مينه وه، په مودو مودو کې داسې شخصيات ډېر کم پېدا کيږي.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې نوموړي وويل، د لايق زاده لايق کمی به تر ډېرې مودي وي خو هغه چې د پښتو ژبې او قام دپاره څه کړي د هغې نه به راتلونکې نسل ډېر څه زده کړي.

شاعر او ليکوال روښان يوسفزی وايي، د پښتو ژبې دپاره د لایق زاده لايق خدمات ډېر زیات دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وویل، ارواښاد لایق زاده په پښتو موسيقۍ ډېر پوهه سړی وو، د 1942 نه 1885 پورې د پښتو ټولې سندرې راټولې کړې وې، د تېر هېر په نوم يې پروګرام وړاندې کولو، د سندرو ټول ريکارډ یې کمپيوټري کړی، او د پښتو موسيقۍ په برخه کې یې خدمت کړی وو.

په ټولنيزو رسنیو د لايق زاده لایق خدمات ستایل شوي او د عقيدت پيرزونې ورته وړاندې کړی شوي دي.

د سوات سره تعلق لرونکي پښتون سياستوال سيد جعفر شاه په فېس بک ليکلي،

"لايق زاده لايق د قلم او ليک لوست په بنياد د پښتون قام په بيدارۍ کې لوې کردار ادا کړې وو".

لايق زاده لايق په 1983 کې په رېډيو پاکستان کې په نوکرۍ لاس پورې کړی وو، هغه په پروګرام منېجر او نورو ډېرو څوکو پاتې شوی او صدارتي اېوارډ سره ګڼ نور اېوارډونه یې ترلاسه کړي وو.

ارواښار 42 کتابونه ليکلي وو.

د کتابونو نومونه یې په دې ډول دي، محنت کا پل، ګيلې، ويښ خوبونه، سوالي، ستا په نوم، راځه چې بيا وخاندو،ګل بانو ظفر خان، صل عليه واله نعتونه، ستا په نوم، ډالۍ، ديوان احمد دين طالب، مشکڼې، ماته ايينه، لېونتوب، جلوې، ليونۍ سندرې، ډاکټر کبير ستوری، ژوند او مبارزه، ما هېرولی نه شې، اې ګنبد خضرا، فنکار نه مري، راز و نياز، ته به ما یادوې، شلیدلي، تارونه، لا خو تصویر نيمګړی پاتې دی، فن سے فنکار تک، The Brokwn Mirror، الصلوات وسلام، بايللی داود، د حجاز په لور، جلوې خوږې شوې، د لفظونو ساندې، تضاد، پښتو موسیقي پرون او نن، بې خودي، لمحے جو کهاني بنتی هے، بې له تا ژوند نه تيريږي، د وطن سندرې، رڼا رڼا سحر، عاجزي.

د لايق زاده لایق زاده په سوونو سندرې او غزې وتلو سندرغاړو په رېډيو او ټي وي ويلي دي چې ډېرې پکې مشهوري شوي دي.