د پاکستان الیکشن کمیشن ملک کې د انتخاباتو لپاره د فرورۍ 11مه نېټه اعلان کړې ده

د پاکستان د انتخاباتو کمیشن سپریم کورټ ته ویلي دي چې په ملک کې به عامې ټاکنې د فرورۍ د میاشتې په 11مه نېټه کیږي. د پاکستان سیاسي ګوندونو لا سمدستي دې اعلان ته څه غبرګون نه دی ویلی.

د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په 90 ورځو کې دننه د عامو ټاکنو په اړه د قضیې اورېدنې په مهال د سپریم کورټ مشر قاضي فایز عیسا د انتخاباتو د کمیشن وکیل نه پوښتنه کړې ده چې ایا کمیشن د ټاکنو لپاره نېټه ټاکلې ده چې په ځواب کې یې د یاد کمیشن وکیل سجیل سواتي عدالت ته ویلي ملک کې به عامې ټاکنې په 11مه فرورۍ کیږي.

پاکستاني میډيا وایي الیکشن کمیشن سپریم کورټ د ټاکنو د مهالوېش نه هم خبر کړی دی خو الیکشن کمیشن لا د عامو انتخاباتو د اعلان په اړه کومه ځانګړې اعلامیه نه ده خپره کړې.

د الیکشن کمیشن وکیل عدالت ته ویلي، په 29مه جنورۍ به د حلقه بندیو په ګډون ټول انتظامات سر ته ورسیږي اؤ په 11 فرورۍ به ګرد هیواد کې عامې ټاکنې کیږي.

د اوریدنې په مهال چیف جسټس قاضي فایز عیسا ویلي کومه نېټه چې د انتخاباتو لپاره اعلانیږي هغه باید نوره مخکې وروسته نه شي اؤ الیکشن کمیشن دې په هغه نېټه د انتخاباتو کولو پابند کړل شي.

په دې وروستیو کې پاکستان کې د عامو ټاکنو په سر سخت سیاسي جنجالونه پېدا شوي دي اؤ یو شمېر سیاسي ګوندونه تور لګوي چې د ټاکنو کمیشن د انتخاباتو ځنډولو لپاره بهانې لټوي.

د پاکستان وتلی خبریال حامد میر د الیکشن کمیشن لخوا انتخاباتو لپاره د فرورۍ د 11مې نېټې ټاکنه هم شکمنه بللې ده اؤ ویلي یې دي الیکشن کمیشن په دې وروستیو کې خپل حیثیت ته زیان رسولی دی.

د جیو ټي وي په یو پروګرام کې د خبرو په مهال حامد میر ویلي چې وړومبی الیکشن کمیشن ویلي وؤ چې انتخابات به د جنورۍ په وروستۍ هفته کې کوي اؤ اوس د الیکشن کمیشن وکیل عدالت ته ویلي دي چې د فرورۍ په 11مه به کیږي .

هغه وایي وړومبی چې د ملک صدر د انتخاباتو نېټې لپاره الیکشن کمیشن ته لیک واستولو نو الیکشن کمشن دریځ خپل کړو چې د انتخاباتو نېټه اعلانول د صدر کار نه دی بلکې یاد کمیشن به یې پخپله اعلانوي خو دا چې اوس یو ځل بیا سپریم کورټ الیکشن کمیشن ته صدر سره د مشورې کولو امر کړی نو دې هم د الیکشن کمیشن حیثیت ته زیان رسولی دی.

خبریال کامران خان په ایکس رسنۍ لیکلي الیکشن کمیشن د راتلونکي کال د جنورۍ په وروستۍ هفته کې ټولټاکنو اعلان کړی ؤ خو نن یې ناګهانه په دې کې د دوؤ اوونیو د نور ځنډ اعلان هم وکړو.

هغه وایي اوس به کتل دا وي چې په 11مه فرورۍ هم انتخابات کیږي که نه؟

په پاکستان کې د کال 2018م د عامو انتخاباتو په نتیجه کې د جوړې شوې قامي اسمبلۍ موده د 2018م کال د اګست د 13مې نېټې څخه پېل شوې وه او د هغې 5 کلن معياد د 2023م کال اګست په 12مه نېټه سرته رسېدو خو پخواني وزیر اعظم شهباز شريف قامي اسمبلي د ټاکل شوې مودې نه وړاندې د اګست په 9مه ماته کړې وه.

د پاکستان د دستور په 52 ماده کې د قامي اسمبلۍ موده 5 کاله ټاکل شوې ده او د ايين د 224 الف مادې لاندې وېل شوي که قامي اسمبلي د خپل ټاکلي معياد څخه وړاندې ماته کړی شي نو عامې ټاکنې په 90 ورځو کې دننه کول لازم وي.

د اييني چارو ماهرين وايي که اسمبلۍ خپله دستوري موده پوره کوي نو بيا د هغې ورځې وروسته په 60 ورځو کې دننه انتخابات کول پکار دي او که چېرې اسمبلي د وخت څه مخکې تحلیل کړی شي نو ټاکنې په 90 ورځو کې دننه کول وي.

د اییني چارو کار پوهه شېر امان خان د ډیوه خبریال ارشد حسین ته دې وروستیو کې ویلي وو، په ايين کې د نوي ورځو دننه د انتخاباتو کولو وخت ورکړی شوی دی او د دستور 224 ماده هم وايي چي انتخابات په 90 ورځو کې دننه کېدل پکار دي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل د رڼو او بې پلوه ټاکنې مقصد هم دا وي چې د انتخاباتو نيټه واضحه وي.

د ستمبر په 3مه نېټه د پاکستان د بشري حقونو د څار غېر دولتي خپلواکه کمېشن هم ملک کې د انتخاباتو په اړه په غېر باوري حالاتو اندېښنه څرګنده کړې وه او د انتخابي کمیشن څخه یې په سمدستي توګه د انتخاباتو د مهال وېش اعلانولو غوښتنه کړې وه.