پاکستان د اسرایلي وزیر لخوا غزه کې د فلسطینیانو پرضد د اټومي بم د کارولو په ګواښ اندېښنه ښکاره کړې ده اؤ وایي د اسرایلي وزیر دا بیان د فلسطینیانو د نسل اؤ وجود ختمولو عزم ښیي.
د پاکستان دخارجه دفتر ویاندې د دوشبنې - ګل په ورځ پخپل یو بیان کې ویلي "مونږ د اسرایل د وزیر له لوري د فلسطینیانو پرضد اټومي بم د ممکنه استعمال په بیان اندېښنه لرو".
د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې ویلي د اسرایلي وزیر بیان د سیمې د امن اؤ سلامتۍ لپاره خطره ده.
د اسرایل د قامي ورثې وزیر امیخای ایلیاهو د اسرایل «کل براما» راډیو سره په مرکه کې ویلي وو، چې هغه په فلسطینی سیمو کې د اسرایل په ځوابي کارروایو په بشپړه توګه خوښ نه دی،
الیاهو د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا هغه به په غزه کې د ایټمي برید ملاتړ وکړي چې ټول په کې ووژل شي؟ ویلي وؤ،"دا هم یو اپشن دی" خو بیا له خپلې خبرې په شا شوی ؤ.
اسرایل هیڅکله په عامه توګه دا نه ده منلې چې اټومي وسلې لري.
د اسرایل د وزیراعظم دفتر د اتوار- یکشنبې په ورځ اعلان وکړو چې بنیامین نیتن یاهو د میراث وزیر امیخای ایلیاهو تر بلې خبرتیا په حکومتي غونډو کې له ګډون څخه منع کړی دی.
د اسرایلي وزیر اعظم نیتن یاهو دفتر د نوموړي وزیر دغه بیان له حقیقت څخه لرې بللی دی اؤ ویلي یې دي چې اسرایل غزه کې د هغو خلکو د ژغورلو هڅې کوي چې وسله وال یا جنګیالي نه دي.
د ای ایف پی اؤ رایټرز خبري شبکو د رپورټونو له مخې په ۷م اکتوبر د حماس لخوا په اسرایل د شوې حماس پر مهال د یرغمل کړی شوؤ کسانو کورنیو هم د اسرایلي وزیر امیچی ایلیاهو لخوا په غزه د اټومي برید په اړه شوې څرګندونې غندلې دي.