شمالي او جنوبي وزیرستان کې بمي چاودنې، د دوؤ پوځیانو او قبایلي مشر په ګډون پکې شپږ کسان وژل شوي، درې ژوبل

له افغانستان سره ډیورنډ کرښې ته نېږدې د خېبر پښتونخوا قبایلو ضلعو شمالي اؤ جنوبي وزیرستان کې په یوه ورځ دوه بمي چاودنې شوي چې پکې د دوؤ پوځيانو اؤ یو قبایلي مشر په ګډون لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي دي.

تر دې پېښو وړاندې پرون په باجوړ کې هم په یوه ورځ دوه بمي چاودنې شوې وې چې دوه کسان پکې وژل شوي وؤ‌.

نګران وزیراعظم انوار الحق په هیواد کې د ترهګرۍ روانه لړۍ په کلکو ټکو غندلې اؤ وایي تر څو چې ملک نه د ترهګرۍ نوغی په بشپړ ډول ویستل شوی نه وي تر هغې به د ترهګرۍ پرضد روانې جګړې ته دوام ورکولی شي.

د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې پخپل یو بیان کې ویلي چې د شمالي وزیرستان رزمک سیمه کې د امنیتي ځواکونو کاروان په سړک تېریدو چې لاره کې پرې بمي چاودنه شوې ده.

پوځ دې بمي چاودنه کې د دوؤ عسکرو د وژل کېدو پخلی کړی دی اؤ د هغوي نومونه یې احسان بادشاه اؤ ساجد حسین ښودلي دي.

پوځي بیان کې ویل شوي چې امنیتي ځواکونه سیمه کې د موجودو ترهګرو له مینځه وړلو لپاره د پاکونې عملیات کوي اؤ ترهګرۍ ختمولو ته یې حوصلې لوړې دي.

تحریک طالبان پاکستان پخپل یو لنډ بیان کې رزمک کې د پوځ په کاروان د شوي بمي برید ذمه واري منلې ده اؤ پوځ ته یې دې چاودنه کې د درنې مرګ ژوبلې اړولو دعوه کړې ده.

هم پرون د چهارشنې په ورځ د شمالي وزیرستان سره پیوست قبایلي ضلعه جنوبي وزیرستان کې هم یوه بمي چاودنه شوې ده چې د یو قبایلي مشر اسلم نور وزیر اؤ د هغه د دوؤ زامنو په ګډون پکې څلور کسان وژل شوي دي.

د جنوبي وزیرستان د پولیسو ضلعي مشر یا ډي پي او فرمان الله رسنیو ته ویلي چې دا چاودنه د واڼه په دره غونډۍ سیمه کې شوې ده.

هغه ویلي قبایلي مشر اسلم نور وزیراؤ د هغه زامن د رستم بازار نه په ګاډي کې کور ته روان وؤ چې د دره غونډۍ په مقام یې په ګاډي چاودنه شوې ده.

دپولیسو مشر وایي ، دې چاودنه کې پخپله اسلم نور وزیر ،. دهغه دوه زامن اؤ یو ملګری وژل شوي اؤ درې تنه نور ژوبل شوي هم دي.

ژوبل کسان د علاج لپاره د واڼا روغتون ته رسول شوي دي اؤ وي او ای ډیوه هڅه وکړه چې د واڼا روغتون د چارواکو نه د هغوي د روغتیاي وضعیت په هکله معلومات ترلاسه کړي خو د هسپتال چارواکو سره د تماس نیولو هڅه بریالۍ نه شوه.

قبایلي مشر اسلم نور په سیمه کې حکومت اؤ پوځ ته زیات نزدې ګڼل کېدو اؤ د خبریال مشتاق یوسفزي له مخې په کال 2007م کې یې سیمې نه د بهرنیو وسله والو پرضد جګړه کې د حکومت اؤ پوځ کلکه ملګرتیا کړې وه.

د پاکستان حکومت هغه ته د ملک ستره جایزه صدارتي ایوارډ هم ورکړی ؤ.

په سمدستي توګه د قبایلي مشر اسلم نور وزیر اؤ د هغه د زامنو د وژنې ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې.

دا په یوه ورځ کې د پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې څلور بمي چاودنې وې چې اته کسان پکې وژل شوي دي.

تر دې وړاندې پرون په باجوړ کې هم دوو بیلابیلو بمي چاودنو کې دوه کسان وژل شوي وؤ.

د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ پخپل یو بیان کې په شمالي وزیرستان کې په پوځ د شوي بمي برید غندنه کړې اؤ دغه پېښه کې د پوځيانو په وژل کېدو یې خفګان ښودلی دی.

پخپل یو بیان کې نګران وزیراعظم ویلي د ترهګرۍ پرضد جګړه کې د پوځ په سرښندنو ټول قام ویاړ کوي اؤ دا جګړه به تر هغې پرمخ وړل کیږي تر څو چې هیواد نه د ترهګرۍ نوغی په بشپړ ډول ویستل شوی نه وي.

په دې وروستیو کې په پاکستان په ځانګړي ډول د خېبر پښتونخوا قبایلي سیمو اؤ بلوچستان ایالت کې د ترهګرۍ لړۍ یو ځل بیا چټکه شوې ده اؤ په ترهګریزو بریدونو کې په سلګونو امنیتي سرتیري اؤ ملي کسان وژل شوي دي.

د وروستیو ترسره شوؤ زیاتره ترهګریزو بریدونو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان اؤ وسله والې ډلې داعش پغاړه اخستې ده.

پاکستاني حکومتي چارواکي تور لګوي چې ترهګر پاکستان کې د ترهګرۍ لپاره دافغانستان له خاورې نه استفاده کوي خو په افغانستان واکمن طالبان بیا د پاکستان دا تورونه ردوي اؤ وایي هغوي هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پرضد وکاروي