شېر افضل ایډوکیټ ویلي عمران خان به د ګوند ټاکنو کې د چیرمین عهدې ته کاندید نه وي ، خو پي ټي آی وایي داسې هیڅ فېصله نه ده شوې

د شیر افضل ایډوکیټ وینا وه چې "د قانوني قدغن له امله به د پي ټي آی چیرمین عمران دا ځل د چیرمین د څوکۍ امیدوار نه وي"

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان وکیل اؤ د دغه ګوند مرستیال صدر شېر افضل ایډوکیټ وایي د توشه خانې په کیس کې د نااهلۍ له امله عمران خان پرېکړه کړې ده چې دا ځل به د ګوند انتخاباتو کې د پارټۍ د چیرمین څوکۍ ته پخپله ځان نه کاندیدوي.

خو تحریک انصاف ګوند بیا د شېر افضل ایډوکیټ دا دعوه په سختۍ سره رد کړې ده اؤ وایي د ګوند انتخاباتو نه د عمران خان د لاس پسر کېدو یا د کوم بل مشر ته د پارټۍ د چیرمین د څوکۍ سپارل کېدو په اړه هیڅ پرېکړه نه ده شوې.

تېره ورځ د اډیاله زندان مخې ته میډيا سره خبرو کې شیر افضل خان ایډوکیټ ویلي وؤ "نن موږ عمران خان خبر کړو چې د هغه پر سر د نااهلۍ تلوار راځوړند شوی دی اؤ د الیکشن کمیشن د دې پرېکړې محرک هم همدا ؤ چې عمران خان د پي ټي آی د چیرمین له کرسۍ لرې کړي"

د شېر افضل ایډوکیټ وینا وه چې "د قانوني قدغن له امله به د پي ټي آی چیرمین عمران دا ځل د چیرمین د څوکۍ امیدوار نه وي"

د عمران خان د وکیل اؤ ګوند د مرستیال صدر له دغه بیان وروسته تحریک انصاف ګوند په ټولنیزو رسنیو یو بیان خپور کړو اؤ د شیرافضل ایډوګیټ څرګندونې یې په کلکه رد کړې.

د پي ټي آی په رسمي ایکس ( پخواني ټویټر) پاڼه خپور شوي بیان کې ویل شوي چې "ګوند د الیکشن کمیشن په حکم کېدونکو ګوندي ټاکنو کې د چیرمین په توګه د عمران خان د برخې نه اخستو په اړه د سینیر رهنما دعوه په کلکه ردوي"

د ګوند بیان وایي د پارټۍ دننه د کېدونکو ټاکنو په اړه په ټولو چارو د غور اؤ بحث لړۍ روانه ده اؤ تر اوسه داسې هیڅ پرېکړه نه ده شوې چې ګنې عمران خان د انتخاباتو نه لاس پسر شوی یا ګنې کوم بل مشر ته د چیرمین د منصب سپارلو پرېکړه شوې ده.

د ګوند ویاند ویلي هر کله چې د ګوند دننه په ټاکنو،نېټه ، طریقه کار اؤ د امیدوارانو د ټاکنې په اړه معاملو باندې قیادت کومې نتیجې ته ورسیږي نو په رسمي توګه بې یې اعلان وکړل شي.

خو شېر افضل خان ایډوکیټ بیا پخپل بیان ولاړ دی اؤ د ګوند د ویاند له لوري په جاري شوي بیان یې خپل غبرګون کې ویلي دي هغه د تحریک انصاف له لوري خپور شوي بیان کې تضاد ارزولی دی اؤ پارټۍ دننه د ټاکنو په اړه چې یې څه ویلي هغه سم دي.

پخپل بیان کې هغه ویلي چې عمران خان د سینیټر علي ظفر،بیرسټر ګوهر،عمیر نیازي اؤ د ده پر وړاندې فیصلې کړې دي خو نه پوهیږي چې د پي‌ ټي آی له لوري دا بې لارې کوونکې بیان ولې خپور کړی شو؟

د تحریک انصاف ګوند سېنېټر ښاغلي علي ظفر هم د جیو ټي وي په یو پروګرام کې د خبرو کولو په وخت ویلي چې د شیرافضل ایډوکیټ بیان پځای دی .

هغه ویلي دعمران خان سره ملاقات کې مهمې پرېکړې شوې دي اؤ عمران خان دې خبرې ته امادګي ښودلې ده چې که چرې هغه په ګوندي ټاکنو کې برخه نه شي اخستی نو کوم بل تن دې د ګوند چیرمین وټاکل شي.

نوموړي وویل ګوند به د الیکشن کمیشن د پرېکړې پر ضد اپیل هم کوي اؤ د پارټۍ دننه به الیکشن هم کیږي.

هغه ویلي نن چهارشنبه به غوڅ اعلان وکړل شي چې عمران خان د ګوند د چیرمین په توګه ټاکنې ته ودریږي که نه؟

هغه وایي که چرې عمران خان د پارټۍ د چیرمین ټاکنه کې برخه نه اخلي نو په هغه صورت کې په دریوو، څلورو نومونو مشوره شوې ده اؤ عمران خان پکې په یو نوم متفق شوی هم دی چې دغه نوم به د چهارشنبې په ورځ مخې ته راوړل شي.

د پاکستان د ټاکنو کمیشن په ۲۰م نومبر پاکستان تحریک انصاف ګوند ته حکم کړی ؤ چې په ۲۰ ورځو کې دننه باید د ګوند دننه انتخابات وکړي .

په دویم اګست د الیکشن کمیشن لخوا پي ټي ای ته ورکړل شوي یو نوټس کې خبرداری هم ورکړل شوی ؤ چې د ګوند دننه په انتخاباتو نه کولو دا ګوند د بیټ د انتخابي نښې نه محرومیدای شي.