لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عمران خان ضد سايفر قضيه کې عدالت حکم کړی اورېدنه دې په جېل کې پرانیستي عدالت کې وشي


د عمران خان ضد د ملک د پټو رازونو ښکاره کولو«سایفر» قضیې اورېدنې دپاره جوړ ځانګړي عدالت حکم کړی د عمران خان خلاف مقدمه اورېدنه دې په پرانیستي عدالت کې وشي.

د وي او اې اردو د رپورټ ترمخه د ځانګړي عدالت جج ابوالحسنات نن د نهې/ سه شنبې په ورځ د سايفر قضیې اورېدنه کړې خو د عدالتي حکم باوجود عمران خان او شا محمود قرېشي عدالت ته نه دي وړاندی کړی شوي.

عدالت په 23م نومبر د دواړو عدالت ته وړاندې کولو حکم کړی وو.

خو نن د اډياله زندان مشر (سپرنټنډنټ) عدالت ته د خط د لارې ویلي، د امنيت له امله عمران خان عدالت ته نه شي وړاندې کولای خو د عمران خان او شا محمود قرېشي وکیلانو په دې اعتراض کړی دی.

عدالت بيا حکم کړی د زندان د مشر د خط په رڼا کې به د لومړي دسمبر نه په اډياله زندان کې پرانستې اورېدنه کيږي او چې څوک د اورېدنې کتو ته لېوالتيا لري هغو ته به اجازت وي.

د زندان د مشر په خط د تحریک انصاف ګوند وکیل سلمان صفدر اعتراض کړی او ویلي يې دي د اورېدنې لاندې بندي تن عدالت ته وړاندې کول د زندان د چارواکو زمه واري ده، د عدالتي فېصلو سرغړونه روانه ده.

د پي ټي آی وکيلانو او ځانګړي پراسيکيوټر بيا خپل خپل دلايل وړاندې کړي او پراسيکیوټر ذوالفقار نقوي بيا ویلي، عدالت دې امنیتي ګواښونو ته په کتو مناسب حکم وکړي.

يوه اوونۍ وړاندې د اسلام اباد هایکورټ په «سایفر» قضیه کې په جېل کې دننه د بندو دروازو تر شا په مخکیني وزیراعظم عمران خان د مقدمې چلول غیرقانوني ګڼلي وو.

عمران خان د القادر ټرسټ په قضیه کې د روان کال په پیل کې نیول شوی او د درې کالو بند سزا ورته اورول شوې وه، وروسته سپریم کورټ دا سزا غیرقانوني وګرځوله، خو وروسته بیا په سایفر مقدمه کې ونیول شو چې اوس هم په ایډیاله زندان کې بندي دی.

په سایفر قضيه کې په جېل کې د عدالتي چارو خلاف د عمران خان وکیل سلمان اکرم راجه هایکورټ ته درخواست ورکړی وو او په هغه کې یې ویلي وو چې په زندان کې د عمران خان د مقدمې چلول قانوني نه دي او له عدالته یې د دې د غیرقانوني کولو غوښتنه کړې وه.

سایفر قضيه

په مخکيني وزيراعظم عمران خان تور دی چې په اووم مارچ 2022م د واشنګټن څخه اسلام اباد ته راغلی سايفر یې د ملي امنيت د خیال ساتلو بغېر د خپلو شخصي ګټو دپاره کارولی وو.

د ياد تور په اساس د روان کال 2023م د اګست په 15مه مرکزي تحقيقاتي ادارې (اېف آی اې) د عمران خان ضد د ملک د پټو رازونو ښکاره کولو قانون (افيشل سيکرټ اېکټ) په سرغړونه کولو مقدمه درج کړې وه.

د دې قضيې د اورېدنې دپاره ځانګړی عدالت جوړ کړی شوی او د قانون وزارت بيا اعلاميه جاري کړې چې د عمران خان ضد اورېدنه دې په زندان کې دننه وشي.

د ځانګړي عدالت جج ابوالحسنات په 29م اګست د سایفر قضيې لومړۍ اورېدنه کړې، په عمران خان یې فرد جرم لګولی او د لسو ګواهانو بيانونه یې هم قلمبند کړي وو.

تحریک انصاف ګوند په زندان کې دننه اورېدنه په اسلام اباد هايکورټ کې چېلنج کړې وه.

مرکزي عدالت په 21م نومبر هغه اعلاميه غېر قانونه ګرځولې چې د عمران خان اورېدنه دې په زندان کې دننه وشي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG