په شام کې د ایران ګوډاګیو ډلو په امریکایي عسکرو باندې یو تازه راکټي برید کړی دی چې دې سره په عراق او شام کې د اکټوبر له ۱۷مې نېتې راهېسي، په امریکایي ځواکونو باندې د حملو شمېر، ټولټال څلور اویا (۷۴) ته ورسېد.
د امریکا یو پوځي چارواکي وي او اې ته وویل چې د شپې له طرفه د شام په ختیځ کې د امریکایي ځواکونو د فرات حمایتي مېشن په مرکز باندې یو راکټ وداغل شو، مګر د کوم ځاني یا مالي نقصان سبب نشو.
امریکایي ځواکونه په منځني ختیځ کې د بحیرې له خوا د خطرو مقابلې ته هم دوام ورکوي. د شورو/چهارشنبې په ورځ، د امریکا پوځي کښتۍ یو اس اس کارني، د بحیره احمر په جنوب کې یو ډرون وویشت او راویې غورځولو چې په ایران کې جوړ شوی و او له هغو علاقو یې پرواز کړی و چې د ایران حمایت لاندې حوثي تندلارو په واک اختیار کې دي.
د امریکايي ځواکونو سنټرل کمانډ وویل: "دا ډرون، که څه هم مقاصد یې نه و څرګند، د پوځي کښتۍ په طرف روان و. د دې پېښې په وخت، د امریکا پوځي کښتۍ یو اس اس کارني، د امریکې د تېلو یو جهاز یا ټنکر او یو بل جهاز بدرګه کولو کوم چې ورباندې د امریکا بېرغ لګېدلی و او پوځي وسایل یې خطې ته انتقالول."
په دې پېښه کې هم هېڅ کومې کښتۍ ته کوم قسمه نقصان ندی رسېدلی او نه څوک ژوبل شوي دي.
د اتوار/یکشنبې په ورځ، د یمن د حوثي ډلې د کنټرول لاندې علاقو نه دوه بالسټیک میزائیلونه د امریکا پوځي کښتۍ یو اس اس مېسن په طرف وداغل شول. دغه پوځي کښتۍ د یو تجارتي جهاز مرستې دپاره راغلې وه چې ښکارېدله د کوم سمندري ډاکوانو د حملې ښکار شوې وه.
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګان په رسمي توګه ویلي، دا باور نلري چې د میزائیلو هدف، یو اس اس مېسن پوځي جهاز و، لاکن وروسته دوه پوځي چارواکو وي او اې ته وویل چې دوی د دې اندازې لګولو سره اتفاق نلري.
داسې حال کې چې امریکایي قواوې په منځني ختیځ کې د حملو سره مخ دي، جوابي حملې یې هم ترسره کړي دي.
تېره هفته امریکایي ځواکونو په ۲۴ ګېنټو کې، درې ځله په عراق او شام کې هغو تندلارو او د هغو په مرکزونو باندې هوایي بمبارۍ وکړې چې د ایران حمایت ورسره دی. د امریکا پوځ وویل چې دا حملې، "د ایران او د ایران د ګوډاګیو ډلو لخوا د امریکایي ځواکونو او د هغو د اتحادیانو په ضد د حملو نېغ په نېغه جواب و."
یو پوځي چارواکي وي او اې ته وویل، په دې کې دوه هوایي بمبارۍ په عراق کې د الانبار او جفرالسقر سیمو ته نږدې د کتائب حزب الله ډلې په ایران پلوه ملېشو ترسره شوې. سرچېنې زیاته کړه چې دغې ډلې په عراق او شام کې امریکایي اډو باندې د وروستیو حملو حمایت کړی و.
دغه پوځي چارواکي وویل چې د ابتدائي اندازو ترمخه، په دغو دوو بمباریو کې لږ تر لږه شپږ تندلاري وژل شوي دي.
د امریکایي قواوو درېیمه حمله کې د ایران حمایت لاندې هغه تندلاري په نښه شول چې د روانې میاشتې په سر کې یې په عراق کې د الاسد هوایي اډې په ضد د بالسټیکي میزاییلو حمله کړې وه. د امریکا سنټرل کمانډ وویل چې د بالسټیکي میزایل په دې حمله کې اته (۸) تنه امریکایي عسکر زخمیان شول.