د پاکستان اؤ افغانستان په ستونزو، د افغان کډوالو په مسله اؤ نورو مهمو چارو خبرو لپاره د امریکا درې لوړ پوړي هییتونه پاکستان ته سفر کوي

د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویانده ممتاز زهره بلوڅ وایي د افغانستان په ستونزې اؤ یو شمیر نورو مهمو موضوعاتو د خبرو اترو اؤ مشورو لپاره به د امریکا د لوړ پوړو چارواکو درې بیلابیلا پلاوي په راتلونکې اوونۍ کې پاکستان ته سفر وکړي.

پاکستاني رسنیو د سرچینو له خولې ویلي د امریکایي هییتونو پاکستان ته د راتګ عمده موضوعات به د افغانستان اړوند وي اؤ امریکایي چارواکي به دلته د پاکستان دولتي مشرانو د افغانانو د ویستل کېدو اؤ پاکستان کې د امریکایي ویزو په تمه د ناستو د 25000 افغانانو ستونزې راپورته کړي.

د پاکستان د خارجه دفتر ویاندې ممتاز زهره بلوڅ پخپل یو بیان کې ویلي د پاکستان اؤ امریکې ترمنځ په یو شمېر معاملو مشورې روانې دي اؤ مشاورتي عمل پرمخ بوتللو لپاره مهم امریکایي چارواکي د پاکستان سفرونه هم کوي.

د خارجه دفتر ویاندې ویلي د ابادۍ،پناه ګزینو اؤ مایګریشن لپاره د امریکې مرستیاله وزیره جولیټا والیس نویس به د 4 تر 6م دسمبر پورې د پاکستان په سفر وي.

ویاندې ویلي چې افغانستان لپاره د امریکې ځانګړی استازی ټام ویسټ به له 7 دسمبر تر 9 دسمبر پاکستان ته په سفر کې پاتې شي اؤ همدا شان د امریکې پرنسپل ډپټي اسسټننټ مرستیاله سکتره الزبتهـ هورسټ به هم د 9 نه تر 12 دسمبره د پاکستان دوه ورځنی سفر وکړي.

پاکستان ته دا مهم امریکایي چارواکي خپل دا سفرونه په داسې حال کې کوي چې په دې وروستیو کې پاکستان کې د ترهګرۍ بهیر چټک شوی اؤ پاکستان په افغانستان کې د واکمنو طالبانو په حکومت تورونه لګوي چې پخپله خاوره کې یې ټي ټي پي اؤ نورو پاکستان مخالفو ترهګرو ته خوندي ځالې ورکړي اؤ هغوي د پولې د پورې غاړې څخه پاکستان کې د ترهګرۍ پلانونه جوړوي.

افغان طالبان پرله پسې د پاکستاني چارواکو تورونه ردوي اؤ وایي دوي هیچاته اجازه نه ورکوي چې دافغانستان خاوره د نورو هیوادونو پرضد وکاروي خو پاکستان بیا وایي افغان طالب چارواکو ته یې ثبوتونه ورکړي دي چې د افغانستان له خاورې په پاکستان کې ترهګري کیږي.

د تېرې نومبر میاشت کې د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ ويلي وؤ په افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پاکستان کې ترهګري تر 60 فيصد پورې او په ځانمرګي بريدونو کې 500 فیصد اضافه شوې ده.

هغه ویلي وؤ افغان طالبانو پاکستان ته باور ورکړی و چې د افغانستان ځمکه به د بل هيواد په ضد نه استمالیږي خو د بده مرغه داسې ونه شول.

د ترهګرۍ ددې چټک شوي بهیر په سر په دې وروستیو کې دپاکستان اؤ د طالبانو د حکومت تر منځ اړیکې سختې تاوژنې شوې دي اؤ پاکستان د ملک نه په غیر قانوني توګه د میشت ټولو افغانانو د ویستلو لړۍ پېل کړې ده چې افغان طالبانو، د بشري حقونو سازمانونو اؤ نړیوالو ادارو د پاکستان ددې فیصلې سره مخالفت ښودلی اؤ غوښتنې کوي چې پاکستان دې خپلې فیصلې ته بیا کتنه وکړي.

د بهرنیو چارو ددفتر ویاندې ویلي پاکستان ته د امریکایي چارواکو به دې سفرونو کې به یوازې دافغانستان اؤ د پاکستان ترمنځ په سیوا شوؤ ستونزو خبرې نه کیږي بلکې د امریکې سره به دافغانستان د وضعیت تر څنګ په یو شمیر نورو مهمو چارو هم مذاکرات وکړل شي.