په کراچۍ کې د افغان کډوالو په زوره د ايستلو، سيند صوبه او ځانګړي ډول کراچۍ ښار کې د پښتنو زورولو خلاف شوې احتجاجي مظاهرې په مشرانو او ګډون والو مقدمه درج شوې ده.
د پولیس افسر (اې اېس آی) مبارک مسيح په مدعيت کې درج شوې مقدمه کې تور لګول شوی چې د پښتونخوا عوامي پارټۍ (پښتونخوا نيشنل عوامي پارټۍ)، پښتون تحفظ مومنټ او نيشنل ډېموکرېټک مومنټ د مشرانو صديق اغا، بشير خان مندوخېل، محمد شېر مسيد او عادل شاه په مشرۍ د 120 نه تر 150 پورې کسان د کراچۍ پرېس کلب مخې ته د احتجاج په غرض راغلي، دوی د مظاهره چيانو راپارولو په نيت د رياستي ادارو پرضد ناوړه ويناګانې کړي او نعرې وهلي دي.
مبارک مسیح وي او اې ډیوه ته مقدمه درج کول تاييد کړي او ويلي یې دي په مقدمه کې تراوسه پورې د چا ګرفتاري نه ده شوې.
د نيشنل ډېموکرېټک ګوند يا ملي جمهوري غورځنګ د سيند صوبې مشر محمد شېر مسيد وايي، دوی د افغان کډوالو په زوره ايستلو او په دې اړه د عامو پښتنو د ځورولو پرضد احتجاج راجوړ کړی وو.
وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، په کراچۍ کې افغانان او پښتانه تنګول کيږي، عام پښتانه له تکليف سره مخ دي او عدم تحفظ محسوسوي.
هغه زیاته کړه، دوی دریو تنظيمونو په شريکه مظاهره اعلان کړې، دوی نعرې نه دي وهلي، که چا نعرې وهلي وي هغه دې ونيول شي.
محمد شېر زياته کړه، دوی خپل حقوق، امن، برابري او د کاروبار تحفظ غوښتنه کړې خو په دوی مقدمه درج شوې دوی یې غندنه کوي، مقدمې دوی د خپلې د لارې څخه نه شي په شا کولی. "مونږ ته د پاکستان ايين چې څه راکړي هغه غواړم که څوک راباندې مقدمې درج کوي او که هر څه کوي".
او د پښتونخوا نيشنل عوامي ګوند مشر صديق اغا وايي، دوی د افغانانو د حق او د هغو د جبري بې دخلۍ خلاف، د پښتنو د تحفظ دپاره احتجاج کړی که هر کله ضرورت پيښيږي دوی به غږ پورته کوي، دوی ته د احتجاج او غږ پورته کولو حق ايين ورکړی دی.
په کراچۍ کې د دویم دسمبرد احتجاج نه يوه ورځ وړاندې د سيند صوبې په دويم غټ ښار حېدر اباد کې د پښتون قومي جرګې په نوم يوه جرګه بلل شوې، او راجوړوونکو یې ويلي وو، په جرګه کې په سيند صوبه او ځانګړي ډول حېدر اباد کې پښتنو ورپېښو مسلو باندې خبرې کېدی خو دوی ته بيا د جرګې کولو اجازه نه وه ورکړل شوې.
وي او اې ډیوه د حېدر اباد انتظاميې او پوليس چارواکو سره د رابطې هڅه کړې خو هغوی ځواب نه دی ويلی.
پرون د اتوار/يکشنبې ورځ پښتونخوا ملي عوامي ګوند په بنارس کې د عبدالصمد خان اڅکزي د تلين دستوره راجوړه کړې خو د ګوند د سيند صوبې مشر سليم خان ترين وي او اې ډیوه ته وويل، د خالي او اتوار په منځنۍ شپه کې پوليس راغلي د دستورې دپاره جوړ کېمپ یې لرې کړی او دستوره یې نه ده پرېښودې.
پوليس چارواکو په دغه حواله هم وي او اې ډیوه ته ځواب نه دی ویلی. ترين وويل دوی منع کړی شوي خو د تلين دستوره به بيا راجوړوي.