د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې تر مخه د تېرې شپې په شان نن د اتوار/ یکشنبې په ورځ هم په ګرده غزه کې سخته جګړه روانه وه او د غزې جنوبي برخې د دغه جګړې د لاسه سختې اغیزمنې شوي. د اسرایل لخوا په دغه عملیاتو کې وروستو د هغې نور هم سختي راغلې کله چې امریکا د نړیوالې ټولنې لخوا د ډزبندۍ وروستۍ هڅه هم ودروله. په غزه کې د اسرایل په روانه جګړه کې په زرګونو فلسطینیان وژل شوي او اسرایل د ډزبندۍ لپاره د سخت نړیوال فشار سره مخ دی.
د غزه د ۲.۳ میلینه (۲۳ لکه ابادۍ) نژدې ۸۵ فیصده خلک د روانې جګړې د لاسه بې کوره شوي او په داسې محاصره شوو سیمو کې پناه ځایونه لټوي چرته چې ملګري ملتونه وايي د خوندي پاتې کیدو لپاره یو ځاې هم نه دی پاتې.
امریکا بیا یو وارې بیا د دغه عملیاتو لپاره د اسرایل مهمې مرستې کړي او په ملګرو ملتونو کې یې د جګړې ختمولو قرارداد ویټیو یا رد کړی. په دغه قرار داد کې د ډزبندې لپاره په لویه کچه نړیوال حمایت ترلاسه وو. د دغې وروسته امریکا اسرایل ته د ټېنکونو د ګولو ورکولو لپاره د ۱۰۰ میلینه ډالرو د بیړني خرڅ منظوري هم ورکړې ده.
د اسرایل وزیراعظم بنجمن نېتن یاهو د ٫٫ جګړې جاري ساتلو لپاره د دغه مهمو وسلو٬٬ او د ملګرو ملتونو په امنیتي شورا کې د اسرایل په ملاتړ کولو د امریکا صدر جو باېډن مننه هم کړې. د نیتن یاهو دفتر د اتوار/ یکشنبې په ورځ ویلي چې حماس وسله واله ډله لا هم ۱۱۷ یرغمالیان لري او د اکتوبر په ۷مه نیټه شوي برید کې تښتول شوو ۲۰ کسانو مړي هم ورسره دي. حماس وسله وال په دې تمه دي چې د دغه اسرایلیانو په بدل کې په ګڼ شمېر کې فلسطینیان چې په اسرایلي جیلونو کې دې راخوشي کړي.
دملګرو ملتونو د امنیت شورا د جمعې په ورځ د اسرایل اؤ حماس تر منځ د روانې جګړې ودرولو په موخه د یو قرارداد په منظورولو کې له دې امله پاتې راغلې ده چې امریکې دغه قرارداد ویټو کړی ؤ. د امنیت شورا د ۱۵ؤ غړو څخه ۱۳و د قرارداد په حمایت کې او امریکې د دې په مخالفت کې رای ورکړې وه. برتانیې د رای ورکولو نه ډډه کړې وه. پلویانو د قرارداد ردېدل د خفګان ورځ بللې وه او خبرداری یې وکړی چې نوره مرګ ژوبله به رامنځته شي.
اسرایل د خالي په ورځ خلکو ته امر کړی دی چې هغوي باید د غزې له مرکزي جنوبي ښار خان یونس له مرکز اوځي، دا په داسې حال کې ده چې په بریدونو کې وژل شوي ټپیان هلته په ناصر روغتون کې پراته دي.
په اووم اکتوبر په اسرایل د وسله والې ډلې حماس په حمله کې ۱۲ کسان وژل شوي وؤ، چې زیاتره ملکي کسان وؤ. په حمله کې حماس تر ۲۴۰ پورې نور کسان یرغمال نیولي وؤ چې د فلسطیني بندیانو د خوشې کولو په بدل کې یې اوس په هغوي کې یو څه خوشې کړي دي.
په غزه کې د حماس خلاف د اسرایل په پوځي عملیاتو کې د غزه د صحت وزارت ترمخه، د ۱۷۴۰۰ نه زیات کسان وژل شوي. وزارت وايي په وژل شویو کسانو کې ۷۰ فیصد ښځې او ماشومان دي. وزارت دا فرق نه کوي چې وژل شوي کسان وسله وال دي او که ملکي خلک.
دغه جګړې د لاسه ۱.۹ میلینه ( ۱۹ لکه) خلکو خپل کورونه پرېښودي او بې کوره شوي. غزه ته د لګ امدادي سامان یا مرستو اجازې د لاسه د غزې لوې برخې ته امدادي مرستې رسیدل ناممکن دي چې له سببه یې فلسطینیان د خوراک، سخاک، د څښکلو اوبو او نورو ضرورتونو د کمۍ سره مخ دي.