خېبر: د اېف سي ځواک په پوسته بريد کې دوه عسکر وژل شوي

د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبر ضلعې په باړه علاقه کې د پوليس او اېف سي ځواک په ګډه پوسته وسله وال برید شوی، د چارواکو په وينا په بريد کې د اېف سي دوه عسکر وژل شوي، پينځه د اېف سي عسکر او يو پوليس اهلکار ژوبل شوي دي.

د باړې پوليس تاڼې اېس اېچ او هردم ګل وي او اې ډیوه ته وويل، د باړې په ناله خوړ کې د اېف سي او پوليس په ګډه پوسته دا بريد د شپې په درې بجې شوی دی.

هغه وویل د بريد وروسته تر نيمه ساعته نښته شوې ده.

خو د پوليس او اېف سي لخوا په ځوابي ډزو يا نښته کې حمله کوونکو ته د کوم زيان اوښتو څه نه دي ويل شوي.

تحریک طالبان پاکستان د بريد زمه واري منلې ده.

په پېښه کې د اېف سي ځواک ژوبل عسکر د پېښور حیات اباد مېډېکل روغتون ته وړل شوي دي.

د حیات اباد مېډېکل کمپليکس ویاندې توحید ذوالفقار وي او اې ډيوه سره په شريکو کړو معلوماتو کې ویلي، د باړې څخه نن (د جمعې) سهار وختي د اېف سي ځواک اووه عسکر په ژوبل حالت کې راوړل شوي، د ټولو حالت د خطرې نه بهر دی.

خېبرپښتونخوا کې په وروستیو کې په امنیتي ځواکونو وسله وال بريدونه شوي دي.

تېره شپه (د زيارت او جمعې په مينځنۍ) شپه کې په ټانک ضلع کې په پوليس لاين وسله وال بريد شوی دی، د چارواکو په وينا په برید کې پوليس ته مرګ ژوبله اوښتې او حمله کوونکي هم وژل شوي خو ټول تفصيل یې تراوسه مخې ته نه دی راغلی.

په ټانک کې په پوليس لاين د بريد زمه واري د (اداره انصار الجهاد) په نوم ډلې منلې، د عبدالله انصاري په نوم تن ځان د دغه ډلې ویاند معرفي کړی او مطبوعاتو سره په شريک کړي خبر کې یې د بريد زمه واري منلې ده.

په 12م دسمبر د ټانک سره په پوله ډېره اسماعيل خان ضلعه کې په يوه پوځي پوسته ځانمرګی بريد شوی، 23 پاکستاني پوځيان پکې وژل شوي وو.

د جهاد پاکستان په نوم ډلې د دغه بريد زمه واري منلې وه.