پښتانه سياستوال، څېړونکي: د پېښور په سکول د بريد وروسته نه په نېشنل اېکشن پلان عمل شوی، نه د ترهګرۍ ملا ماته شوې

د پېښور په آرمي پبلک سکول د خونړي ترهګر بريد په نهه کاله پوره کېدو پښتانه سياستوال او څيړونکي وايي، نه خو د يادې پېښې وروسته د ترهګرۍ ضد جوړ نېشنل اېکشن پلان باندې عمل شوی او نه د ترهګرۍ ملا ماته کړی شوې ده. سياسي ګوندونه په دې موضوع سياست کوي او حکومت د ترهګرۍ د ملا ماتولو تشې دعوې کوي.

حکومتي بيان

د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ د پېښور د آرمي پبلک سکول د پېښې په حواله جاري کړي بيان کې ويلي، "نن ټول قوم د خپلو بچو دغه عظيمه قرباني يادوي او د عقيدت پيرزوینې ورته وړاندې کوي".

هغه ویلي، "په انساني تاريخ کې د داسې قربانیو مثالونه ډېر کم ليدل کيږي، پاکستاني قوم د ترهګرۍ ضد جګړه ګټلې ده. پاکستاني قوم په ملک کې د شرخوښۍ او ګډوډي جوړولو ټولې حربې ناکامه کړي دي".

پېښور پوهنتون کې د جرنلزم استاذ ډاکټر عرفان اشرف وايي، د آرمي پبلک سکول د پېښې وروسته اصل پوښتنه دا ده چې په ياده پېښه کې ککړ کسان به د قانون منګولو ته راوستل شي که نه؟، ښاغلي اشرف وي او اې ډیوه ته وویل:

"په دغه پېښه کې اغېزمنو خلکو د تکليفونو مداوا به وشي؟ د دې سوال ځواب ته نه رياست ته تيار دی او نه سياستوال د دې توان لري چې دې پېښې ته په سنجيدګۍ سره وګوري چې پاکستان کې خلک نور د دې ډول پېښو نه بچ کړي".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې عرفان اشرف وويل، انوار الحق کاکړ دعوه کوي چې پاکستانی قوم د ترهګرۍ ضد جګړه ګټلې ده، "خو په يو کال کې په سوونو حملې شوي او په سوونو خلک وژل شوي، وایي نه د ترهګرۍ ملا ماته ده او نه ترهګري ختم شوې ده:

"په ریاست د خلکو اعتماد کم شوی، د وزیرستان نه د سوات پورې خلک راپورته شوي دي خلکو د رياست په پاليسيانو پوښتنې راولاړې کړي دي تر څو چې د رياست پاليسيانې نه وي بدلې شوي په ملک کې به ترهګري وي".

د اسلاميه کالج پوهنتون د سياسیاتو د څانګې استاز ډاکټر شانواز مشال وايي، "د وزيراعظم بيان د حقيقت سره هیڅ تعلق نه لري او دا بيان په داسې وخت کې مخې ته راځي چې څو ورځې وړاندې په ډېره اسماعیل خان کې په پوځ بريد شوی" او 23 پوځيان پکې وژل شوي، "نه ترهګري کمه شوې او نه ترهګرۍ ته ماته ورکړی شوې ده بلکې ترهګري نوره سېوا شوې ده".

مسلم ليګ ن

پاکستان مسلم ليګ ن ګوند ویلي، "نهه کاله وړاندې د پخواني وزيراعظم نواز شريف په مشرۍ د ترهګرۍ د خاتمې دپاره فېصله کن جګړه پېل شوې وه او د ضرب عضب او ردالفساد د لارې د ترهګرو خاتمه شوې".

مسلم ليګ ن ويلي، "که د نواز شريف د ترهګرۍ ختمولو په پاليسۍ عمل نه وی ودرول شوی نن به ترهګري بيا نه ژوندۍ کېده".

ډاکټر شانواز مشال وايي، "ښکاري دا سياسي بيانونه دي، که مونږ وګورو د پېښور د پېښې وروسته د پاکستان ټول سياسي ګوندونه او دفاعي ادارې ټول شريک ناست وو چې د ترهګرۍ او انتهاپسندۍ خاتمه به په دې لارو کوو، د اې پي اېس نهه کاله وشو او د نېشنل اېکشن پلان هم نهه کاله وشو د مسلم ليګ ن په حکومت کې نېشنل اېکشن پلان جوړ شوی وو، خو په نېشنل اېکشن پلان کوم عمل نه دی شوی او نه په راتلونکې ښکاري چې سياسي ګوندونه کوم اقدام وکړشي او د هغې وجه دا ده چې د پاکستان دفاعي او خارجي پاليسي د سياسي حکومتونو په لاس کې نه وي د اسټبلشمنټ په لاس کې وي".

او ډاکټر عرفان اشرف هم وايي، " په پاکستان کې که سياستوال په واک کې راشي نو بيا به هغوی داسې ګامونه واخلي، د بده مرغه نه، يو دا چې هغوی د خلکو نه ووټ اخلي خلکو ته وځي خو بل لور ته هغوی بيا سیاسي معاهدې کوي د غېر جمهوري قوتونو سره، په واک کې د راتلو لاره ګوري، بيا چې رياست څه کوي هغه کيږي. په دې کې په سیاستوالو الزام نه شي لګېدی د هايبررډ رژيم لاندې ډکټېټرشپ هم دوی داسې کنټرول ساتي".

پاکستان پيپلز ګوند

پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري د پېښور د آرمي پبلک سکول د پېښې په اړه جاري کړي بيان کې ويلي، "پيپلز ګوند په ملک کې د توندروۍ او ترهګرۍ د جرړو څخه ويستلو دپاره ژمنه ده".

هغه ويلي، "په اتمه فرورۍ په الېکشن کې د کاميابۍ وروسته د پيپلز ګوند راتلونکی حکومت به نېشنل اېکشن پلان پوره عملي کوي".

عوامي نيشنل ګوند

د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان د پېښور په سکول د بريد وروسته په "ګډه نېشنل اېکشن پلان جوړ کړل شوی خو د بده مرغه د نېشنل اېکشن پلان په اصل روح عمل نه دی شوی، نن د وزیرستان نه تر چترال او چمن پورې ترهګر فعاليتونه لري، مونږ نن هم تکراروو، د امن دپاره به د ښه او بدو فرق ختمول وي".

د عوامي نيشنل ګوند مرکزي وياند زاهد خان وايي، "که په نېشنل اېکشن پلان عمل شوی وی نن به دا حال نه وو، بلکې د وسله والو سهولت کاري شوې ده، په افغانستان کې طالبانو د ټوپک په زور قبضه وکړه، زمونږ د آی اېس آی چيف هلته لاړو خوشاله وو او عمران خان (د هغه وخت وزیراعظم) ويل چې افغانانو د غلامۍ زنځيرونه مات کړل، نو دا تش سیاسي بيانونه دي چې ورکړل کيږي".