د پاکستان لخوا په افغانستان واکمنو طالبانو نه د ټي ټي پي په ضد د ګامونو اخستو د پرله پسې ټینګار نه وروسته د طالبانو حکومت ویلي دوي د ټي ټي پي د ۳۵نه تر ۴۰ پورلې غړي نیولي اؤ زندانونو ته یې اچولي دي.
دا وړومبی ځل دی چې په افغانستان واکمنو طالبانو د ټي پي پي پرضد د ګامونو اخستو پخلی کړی دی.
د طالبانو دحکومت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالمتین قانع د افغانستان طلوع ټي وي ته ویلي، د دوی حکومت به چاته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پرضد وکاروي.
هغه ویلي کابل له ګاونډیو هیوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې یو وارې بیا په امنیتي ځواکونو د ترهګریزو بریدونو لړۍ چټک شوې ده.
پاکستاني چارواکي تورونه لګوي چې په پاکستان کې د بریدونو پلانونه د افغانستان په خاوره کې خوندي ځالې لرونکې ترهګره ډله ټيټي پي جوړوي.
تېره اوونۍ په ډیره اسماعیل خان کې په امنیتي ځواکونو د یوي یو خونړي ځانمرګي برید نه وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د افغان طالبانو د حکومت استازی سردار شکیب احمد خارجه وزارت ته بللی ؤ اؤ هغه ته یې په دغه برید سخت احتجاج کړی ؤ.
پاکستان له افغان طالبانو خپله دا غوښتنه تکرار کړې وه چې په افغانستان کې پټ د ټي ټي پي ترهګر باید ګرفتار اؤ اسلام اباد ته یې وسپاري.
خو په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، په افغانستان کې هېڅ [ترهګره] ډله شتون نهلري.
د هغه په وینا "البته یو ډېر شمېر داعشیان له موږ سره اسیر دي او څه باندې ۳۵ تر ۴۰ تنه ټيټيپي هم له موږ سره اسیر دي".
ښاغلی قانع ویلي هر هغه څوک یا ډله چې دافغانستان امنیت ګډوډول غواړي د دوي حکومت یې نیسي.
د هغه په خبره "اسلامي امارت مکلف دی چې د خپل هېواد امنیت ونیسي او هر څوک چې په دې برخه کې ګډوډي رامنځته کړي، موږ یې مجرم ګڼو او نیسو یې. په دې برخه کې هېڅ اندېښنه نشته چې ګواکې څوک زموږ امنیت خرابوي".
د افغانستان په چارو ژور نظر لرونکی خبریال طاهر خان وایي دا وړومبی ځل دی چې د طالبانو دحکومت کوم چارواکي د ټي ټي پی د کوم غړي د نیولو دعوه کړې ده.
په ایکس( پخواني ټویټر) ښاغلي طاهر خان لیکلي تر اوسه طالبانو همدا دریځ لرلی دی چې د ټي ټي پي خلک افغانستان کې نشته خو پاکستان پرله پسې ویلي دي چې د ټي ټي پي مشرتابه د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې د بریدونو پلانونه جوړوي.
طاهر خان وایي د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د وزارت ویاند اوس هم دا نه دي ویلي چې دوي په مبینه ډول د ټي ټي پي کوم کسان نیولي دي هغوي کې د ټي ټي پي کوم مهم مشر هم شامل دی که نه ؟ اؤ دا یې هم نه دي ویلي چې دغه نیول شوي کسان به پاکستان ته سپاري که نه؟
د افغان طالبانو لخوا د ټي ټي پي د وسله والو د نیولو دا دعوه په داسې حال کې مخې ته راغلې ده چې تېره ورځ په پاکستان کې د افغان طالبانو د حکومت سفارتي استازي یا ناظم الامور سردار شکیب احمد د پاکستان د یوې سیاسي مدهبي ډلې جمعیت علماء اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان سره لیدلي اؤ هغه ته یې د طالبانو دحکومت له لوري د کابل د سفر بلنه ورکړې ده.
مولانا فضل الرحمان چې ځانته یې په تېرو وختونو کې د طالبانو د روحاني پلار ویلو، پاکستاني رسنیو اوس د هغه په هکله دعوه کړې ده چې د پاکستان اؤ افغان طالبانو ترمنځ د تاو تریخوالي په کمولو کې رول ادا کولو ته راوړاندې شوی دی اؤ هم غواړي چې پاکستان کې د ټي ټي پي د بریدونو د مخنیوي په اړه خپل کردار ادا کړي.
خو پخپله لا مولانا فضل الرحمان په دې اړوند څه نه دي ویلي البته د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې ممتاز زهره بلوڅ اوړمه ورځ دا اوازې رد کړې وې چې ګنې پاکستان ټي ټي پي سره څه رقم پټ یا ښکاره مذاکرات کوي.