د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مشر منظور پښتين د ضمانت په خواست اورېدنه د 25م دسمبر پورې ځنډول شوې خو وکيل یې وايي، اوس هم عدالت ته په تمه دي چې اورېدنه وشي.
د منظور پښتين وکيل مصدق عزيز خټک وي او اې ډيوه ته وویل، نن (د ګل/دوشنبې) په سهار د ترهګرۍ ضد ځانګړي عدالت کې دوی ته ويل شوي چې جج ابوالحسنات محمد ذوالقرنېن اډياله زندان ته د عمران خان د قضيې اورېدلو دپاره تللی او د پښتين د ضمانت په خواست د بلې اورېدنې دپاره ورته د دسمبر 25مه نېټه ورکړل شوې ده.
خو نوموړي وويل، يو خو د ضمانت په خواست کې دومره اوږده نېټه نه ورکول کيږي او بل په 25م دسمبر رخصتي ده، ځکه دوی اوس هم نوموړي جج ته په تمه دي چې هم نن د ضمانت په خواست اورېدنه وکړي او دوی واوري.
څلور ورځې وړاندې په 14م دسمبر منظور پښتين د اووه ورځو بدني ريمانډ وروسته د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړی شوی او په جوډيشل ريمانډ زندان ته لېږل شوی وو.
مصدق عزيز خټک هغه وخت ویلي وو، دوی عدالت ته د پښتين د ضمانت دپاره خواست کړی او نن په 18م دسمبر یې اورېدنه ټاکل شوې وه.
منظور پښتين په څلورم دسمبر بلوچستان کې د نیولو وروسته د تېر زيارت/پنجشنبې په ورځ (اووم دسمبر) اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړل شوی او د اووه ورځو په بدني ریمانډ سي ټي ډي پوليس ته حواله کړل شوی وو.
منظور پښتين د روان کال اګست په مياشت کې د پي ټي اېم د جلسې وروسته درج شوې مقدمه کې عدالت ته وړاندې کړی شوی وو.
پي ټي اېم د روان کال اګست په 18مه اسلام اباد کې يوه جلسه کړې د دغه جلسې پرضد دوه مقدمې په ترنول تاڼه کې او بله په سي ټي ډي کې درج شوې وه.
د پي ټي اېم ترمخه په دغو مقدمو کې منظور پښتين، علي وزیر او نور ګڼ کسان نومول شوي، علي وزير، ايمان مزارې او د پي ټي اېم ګڼ نور کسان پکې بيا نيول شوي خو وروسته هغوی ټول په ضمانتونو خوشي شوي وو.
منظور پښتين په څلورم دسمبر د بلوچستان په چمن ښار کې پرلت ته د وینا وروسته نيول شوی، په پينځم دسمبر د خېبرپښتونخوا پوليس ته سپارل شوی خو په ډېره اسماعیل خان کې عدالت ته نه وو وړاندې کړی شوی.
پاکستان کې د بشري حقونو تنظيم (اېچ ار سي پي)، سياستوالو او مدني فعالو د منظور پښتين په نيولو اندېښنه ښکاره کړې او د هغه د خوشي کولو غوښتنه یې کړې وه.
د پښتين د نيولو ضد پي ټي اېم د ملک په بېلابيلو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې هم کړې وې.