د پاکستان د مذهبي چارو وزارت له محرم پرته هم ښځو ته د حج کولو اجازه ورکړه

د پاکستان د مذهبي چارو وزارت پرته له محرم ښځو ته د حج کولو اجازه ورکړې ده خو وایي هغوي ته به د حج لپاره دخپلې کورنۍ دغړو اجازت نامه ښودل ضروري وي.

د ګل یا دوشنبې په ورځ د پاکستان د مذهبي چارو د وزارت له لوري خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې سږکال به پاکستان څخه له محرم پرته مېرمنې هم حج له تللی شي .

اعلامیه کې ویل شوي چې له محرم پرته کومې مېرمن حج له تلل غواړي هغوي ته به د خپل مور پلار یا خاوند لخوا ورکړل شوې اجازت نامه ښودل وي.

د مذهبي چارو وزارت ویلی که د یوې ښځې مور،پلار یا خاوند مړ وي نو په هغه صورت کې دغه مېرمنه د کوم نزدې محرم خپلوان لکه رور،زوي،تره،ماما اؤ خوریي نه هم حج ته د تګ په حلف نامه لاسلیک اخستی اؤ په هغې حج ته تللی شي.

د مذهبي چارو د وزارت ویاند ویلي دا سپیناوی یې د یو شمیر هغو مېرمنو په اصرار کړی چې حج کولو ته لېواله وې خو ویل یې چې وړاندیز کړل شوې حلف نامه کې یوازې د مور،پلار اؤ خاوند نه د اجازت اخستو ذکر دی .

سږکال د جون په میاشت کې دپاکستان اسلامي نظریاتي کونسل ویلي وؤ دفقه جعفریه،مالکي اؤ شافعي له مخې په شریعت کې له محرم پرته هم دښځې حج لپاره دتګ ګنجایش موجود دی.

تر دې وړاندې دمذهبي چارو وزارت د اسلامي نظریاتي کونسل نه رایې غوښتې وه چې ایا په شریعت کې یوه ښځه له محرم پرته حج ته تللی شي که نا؟

داسلامي نظریاتي کونسل ویاند ددې رایې په ځواب کې ویلي وؤ هغه ښځه له محرم پرته یوازې حج له تللی شي چې خپل مور اؤ پلار یا هم خاوند اجازه ورکړي.

ویاند ویلي وؤ که دیوې ښځې سره محرم نه وي نو دفقه حنفیه اؤ فقه حنبلې له مخې په هغې ښځه حج فرض نه دی.

داسلامي نظریاتي کونسل ویاند ویلي وؤ، یوه داسې ښځه چې دنورو باوري میرمنو ملګرتیا ورته ترلاسه وي اؤ دسفر اؤ حج په مهال یې دڅه رقم فساد یا خطرې اندېښنه نه وي نو هغه دمحرم نه بغیر هم حج له تللی شي.

کونسل دمذهبي چارو وزرات ته ویلي وؤ که داسې ښځه د کومې ډلې سره حج ته ځي نو یاد وزارت دې دهغې په اړوند څارنه کوي اؤ ډله کې دشاملو غړو په اړوند دې دقناعت یا ډاډ ترلاسه کولو نه وروسته کومې ښځې ته پرته له محرم حج لپاره دتګ اجازه ورکوي.