پاکستان کې سږ کال (2023م) کې تراوسه پورې ټول 29 ځانمرګي بريدونه شوي، تر ټولو زيات 23 پکې په خېبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو کې شوي دي.
اسلام اباد کې د امنیتي چارو څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز (پيکس) په خپل تازه رپورټ کې ویلي، پاکستان کې د کال 2013م نه وروسته تر ټولو زيات ځانمرګي بريدونه سږ کال شوي دي.
ويل شوي سږ کال په 29 ځانمرګو بريدونو کې 329 کسان وژل شوي او 582 ژوبل شوي دي. د رپورټ ترمخه په کال 2013م کې په شوو 47 ځانمرګو بريدونو کې 683 کسان وژل شوي وو.
د رپورټ ترمخه د تېر کال 2022م په مقابله کې ځانمرګي بريدونه 93 فیصده سېوا شوي دي.
د پيکس په رپورټ کې ويل شوي، خېبرپښتونخوا کې تر ټولو زيات 23 ځانمرګي بريدونه شوي، 254 کسان پکې وژل شوي او 512 ژوبل شوي دي.
ويل شوي په خېبرپښتونخوا زيات 13 ځانمرګي بريدونه په قبايلي ضلعو کې شوي دي.
د پيکس ترمخه، بلوچستان کې پينځه ځانمرګي او يوه سيند صوبه کې یو ځانمرګی بريد شوی دی.
د پيکس د رپورټ ترمخه، په ځانمرګو بريدونو کې تر ټولو زيات 157 د امنیتي ځواکونو غړي، او 130 ملکي خلک وژل شوي دی.
دغه رنګ تر ټولو ملکي وګړي او د امنیتي ځواکونو غړي هم په خېبرپښتونخوا/ قبايلي ضلعو کې وژل شوي دي.
خېبرپښتونخوا کې او قبايلي ضلعو کې 77 ملکي خلک وژل شوي او په ځانمرګو بريدونو کې په وژل شوو 157 عسکر او اهلکارو کې 142 يواځې هم په خېبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو کې وژل شوي دي.
د پيکس په رپورټ کې ويل شوي، په ځانمرګو بريدونو کې 340 د امنیتي ځواکونو غړي او 242 ملکي خلک ژوبل شوي دي.
د خېبرپښتونخوا په (قبايلي) باجوړ ضلعه کې د روان کال جولايۍ په وروستيو کې د جمعيت علمااسلام ف ګوند په يوه غونډه ځانمرګی بريد شوی، د 60 نه زیات کسان پکې وژل شوي وو. د ياد بريد زمه واري هم داعش منلې وه.
او خېبرپښتونخوا کې وروستی غټ ځانمرګی بريد د روانې میاشتې دسمبر د 11مې او 12مې نېټې په مينځنۍ شپه کې په ډېره اسماعيل خان کې د پوځ په عارضي کېمپ شوی پوځ پکې د 23 پوځيانو د وژلو تاييد کړی وو. د جهاد پاکستان په نوم ډلې د دې بريد زمه واري منلې وه.
په 31م اګست د خېبرپښتونخوا د بنو په جاني خېلو کې د پوځ په قافله ځانمرګی برید شوی، نهه پوځيان پکې وژل شوي وو.
روانه میاشت د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ ویلي، د اګست کال 2021م نه راپدیخوا ( له کله راهسې چې افغان طالبان واکمن شوي) تر اوسه د افغانستان شپاړسو (16) وګړو د پاکستان دننه ځانمرګي بریدونه کړي او په سرحدي ضلعو کې امنیتي ځواکونو سره نښتو کې د پېنځه شپېته (65) ترهګرو پېژندګلو د افغان وګړو په توګه شوې ده.
نوموړي دغه خبره د برتانيې ټیلي ګراف ورځپاڼه کې خپره شوې ليکنه کې کړې وه.
کاکړ د (نومبر) په اتمه نېټه په يوه تفصيلي خبري غونډه کې ويلي وو، "افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان کې ترهګري د 60 فيصدو پورې زياته شوې ده".
نوموړي دعوه کړې وه، "د پاکستان په ناامنۍ کې يو لوی كردار د غېر قانوني كډوالو دی، د دې لپاره د پاكستان ریاست د دغو كسانو د لومړي نومبر څخه بيرته خپل هېواد ته د ستنولو پريكړه كړې ده".
خو په افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د پاکستان د نګران وزيراعظم دعوو او تورونو ته په غبرګون کې ویلي وو، څنګه چې طالبان "په افغانستان کې امن غواړي دغه ډول په پاکستان کې هم غواړي".
هغه ويلي وو، طالبان "چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد وکاروي او په پاکستان کې دننه امن په ځای کول د طالبانو زمه واري نه ده".
"دوی (پاکستان) دې خپلې کورنۍ مسلې په خپله حل کړي او د خپلو ناکامو زمه واري دې په افغانستان نه اچوي".