پاکستان کې د انتخاباتو او سياسي چارو کارپوهان وايي، د يو سياسي ګوند دپاره انتخابي نخښه ډېر اهميت لري، يو دا چې پاکستان کې د تعليم کچه ټيټه ده عام خلک د ګوند او امېدوار په ځای نخښه ګوري او بل غټ اثر په مخصوصو څوکيو پرېووځي.
دوه ورځې وړاندې د پاکستان الېکشن کمېشن د تحریک انصاف ګوند د پارټۍ په کچه (انټرا پارټي) شوي انتخابات رد کړي او یاد ګوند په انتخاباتو کې د "بېټ" یا "بلې" انتخابي نخښې څخه محرومه شوی دی. پي ټي آی ګوند د الېکشن کمېشن فېصله رد کړې او په عدالت کې د چېلنج کولو اعلان یې کړی دی.
د پاکستان د الېکشن کمېشن پخوانی سيکرټري کنور دلشاد وايي، انتخابي نخښه ډېراهميت لري ځکه عام کليوال خلک خو نوم نشي لوستی، د تعليم شرحه د 40 فيصده نه کمه ده، خلک په انتخابي کمپاين کې د نخښې نوم اخلي، په اشتهارونو او پمفلټونو کې نخښه جوړوي، ځکه په عامو ووټرانو یې ډېر اثر وي.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "بل دا چې مخصوص څوکۍ ختمې شي لکه د مثال په توګه که د پاکستان تحریک انصاف امېدواران په ازاد حيثیت ودريږي او کاميابيږي نو هغه به د پارټۍ يا ګوند په نوم نه وي".
نوموړي زياته کړه، يو ګوند ته د انتخابي نخښې نه ترلاسه کېدل او د ګوند په بنياد انتخابات نه کېدل ياد ګوند "د مخصوص او لږکيو د څوکيو څخه محروموي".
جرنلسټ عبدالجبار ناصر هم وايي، که چرته د يو سياسي ګوند نه د انتخاباتو نه ډېره موده وړاندې انتخابي نخښه بيرته واخستل شي نو د هغې اثر ډېر نه پرېووځي خو که انتخاباتو ته په نزدې ورځو کې انتخابي نخښه بيرته اخستل کيږي نو په ووټونو اثر پرېباسي.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "پاکستان تحریک انصاف ګوند چې د تېرو خواوشا 22 کالو راهسې په بېټ يا بلې باندې انتخابات کوي او اوس ترې په اخري وخت کې دغه نخښه واخستل شوه"، نو اثر به یې وي.
هغه زياته کړه، "که (پاکستان تحریک انصاف ته) سپريم کورټ يا عدالت خپله نخښه بيرته نه ورکوي نو (ګوند ته) نوې نخښه ترلاسه کېدل ورته ناممکنه ښکاري په قانوني توګه".
نوموړی هم وايي، "د دې ګوند د مخصوصو څوکيو امېدواران به په خپله ختم شي يا دې ګوند ته به مخصوص څوکۍ نه ترلاسه کيږي".
جرنلسټ محمد فهيم وايي، "په عامه کچه په کليوالو سيمو کې د ګوند د خپلې نخښې نشتوالی اثر لري، که د يو ګوند يا پاکستان تحریک انصاف سره خپله نخښه نه وي يو عام تن ته به بیا په بېلټ پېپر دوه نخښې کتل وي يوه د صوبايي اسمبلۍ او بله د قامي اسمبلۍ، نو دا بيا ګرانيږي، او که پي ټي آی سره خپله نخښه نه وي نو په ووټونو یې غټ اثر غورځېدی شي".
پاکستاني مطبوعاتو داسې خبرونه هم خپاره کړي چې عوامي نيشنل ګوند هم د ګوند په کچه يا انټرا پارټي انتخاباتو په سر انتخابي نخښه (لالټېن) د لاسه ورکولی شي.
څلور ورځې وړاندې د عوامي نيشنل ګوند مرکزي جنرل سيکرټري میا افتخار حسېن مطبوعاتو سره خبرو کې ويلي وو، "چې د انټرا پارټۍ د انتخاباتو په حواله یې الېکشن کمېشن کې قضيه وه، هغه قضيه محفوظه پرته ده، الېکشن کمېشن د ګوند د انتخاباتو د نخښې نه انکار نه دی کړی او د ګوند د انتخاباتو دپاره یې د الېکشن کمېشن سره پينځه کاله موده ده".
هغه ويلي، دوی تمه لري چې په عامو انتخاباتو کې الېکشن کمېشن عوامي نيشنل ګوند ته د انصاف په بنياد لاره ورکړي.
محمد فهيم وايي، په عوامي نيشنل ګوند، د ګوند دننه انتخاباتو په حواله اعتراض دومره غټ نه دی خو که انتخابي نخښه ترې اخستل کيږي هم، نو د ده په نظر "دا به د پاکستان تحريک انصاف ګوند سره د برابرولو په بنیاد وي، الېکشن کمېشن به ځکه دغسې کوي چې بیا جواب کولی شي چې يواځې د تحریک انصاف ګوند څخه نخښه نه ده اخستل شوې د عوامي نيشنل ګوند نه هم اخستل شوې ده".