د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مشر منظور پښتين په دوو مقدمو کې ضمانتونه منظور شوي، وکیل يې وايي که په بله مقدمه کې یې ګرفتاري ښکاره نه کړی شوه نن يا سبا به خوشی شي.
د منظور پښتين وکيل مصدق عزيز خټک وي او اې ډيوه ته وويل، نن (د نهې/سه شنبې) په ورځ د اسلام اباد ترهګرۍ ضد عدالت کې د منظور پښتين د ضمانت په خواستونو اورېدنه وشوه او جج ابوالحسنات محمد ذوالقرنېن یې ضمانتونه منظور کړه.
هغه وويل، "دا وخت د منظور پښتين په ضد دوه مقدمې، چې په ترنول تاڼه او سي ټي ډي کې پرې درج شوې، د سي ټي ډي مقدمه روان کال (2023) او بله د کال 2020م د ترنول تاڼه وه".
هغه زياته کړه، "که ګرفتاري یې ښکاره نه شوه نو نن يا سبا به خوشی شي".
له دې وړاندې په 18م دسمبر د منظور پښتين د ضمانت په خواست اورېدنه ځنډول شوې وه.
وړاندې په 14م دسمبر منظور پښتين د اووه ورځو بدني ريمانډ وروسته د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړی شوی او په جوډيشل ريمانډ زندان ته لېږل شوی وو.
منظور پښتين په څلورم دسمبر بلوچستان کې د نیولو وروسته په (اووم دسمبر) اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړل شوی او د اووه ورځو په بدني ریمانډ سي ټي ډي پوليس ته حواله کړل شوی وو.
منظور پښتين د روان کال اګست په مياشت کې د پي ټي اېم د جلسې وروسته درج شوې مقدمه کې عدالت ته وړاندې کړی شوی وو.
پي ټي اېم د روان کال اګست په 18مه اسلام اباد کې يوه جلسه کړې د دغه جلسې پرضد دوه مقدمې په ترنول تاڼه کې او بله په سي ټي ډي کې درج شوې وه.
د پي ټي اېم ترمخه په دغو مقدمو کې منظور پښتين، علي وزیر او نور ګڼ کسان نومول شوي، علي وزير، ايمان مزارې او د پي ټي اېم ګڼ نور کسان پکې بيا نيول شوي خو وروسته هغوی ټول په ضمانتونو خوشي شوي وو.
منظور پښتين په څلورم دسمبر د بلوچستان په چمن ښار کې پرلت ته د وینا وروسته نيول شوی، په پينځم دسمبر د خېبرپښتونخوا پوليس ته سپارل شوی خو په ډېره اسماعیل خان کې عدالت ته نه وو وړاندې کړی شوی.
پاکستان کې د بشري حقونو تنظيم (اېچ ار سي پي)، سياستوالو او مدني فعالو د منظور پښتين په نيولو اندېښنه ښکاره کړې او د هغه د خوشي کولو غوښتنه یې کړې وه.
د پښتين د نيولو ضد پي ټي اېم د ملک په بېلابيلو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې هم کړې وې.