ایچ ار سي پي په کراچې کې د بشري حقونو کميشن غړو او فعالانو پر ضد د بغاوت مقدمې درج کولو غندنه کړې

کراچۍ کې د نهې / سه شنبې په ورځ په بلوچستان کې د جبري بې درکه کيو پر ضد په اسلام اباد کې د بلوڅ احتجاج کوونکو سره يووالي د څرګندولو دپاره شوي لاريون او مظاهرو وروسته پوليسو په مظاهره چيانو مقدمه درج کړې ده۔

د بشري حقونو کميشن د سيند صوبې مرستيال مشر قاضي خضر د نهي,سه شنبې, په ورځ وي او اې ډيوه ته ويلي چې په ياده مقدمه کې نومول شوي کسانو کې درې کسان د بشري حقونو کميشن عمومي غړي دي او په مقدمه کې نومول سعيد بلوڅ د ايچ ار سي پي کونسل دريو کالو دپاره ټاکل شوي غړی دی۔

قاضي خضر زیاته کړه د نهې په ورځ عدالت په مقدمه کې د نومول شوي کسانو د دسمبر 29 پورې د نيول کيدو مخکې ضمانتونه منظور کړي۔

د کراچۍ ارټلري ميدان تهاڼه کې درج شوې مقدمې (چې د دسمبر په 25مه ښکاره کړې شوې وه) له مخې سعيد بلوڅ ,عبدالوهاب بلوڅ,الهي بخش او ناصر منصور په ګډون 240 نه تر 260 کسانو احتجاج کولو او نومول شوي کسانو د پاکستان رياستي ادارو پر ضد نفرت خپورولو نعرې وهلې او د رياست خلاف د خلکو پارولو هڅې کولې۔

د پاکستان بشري حقونو کميشن د بشري حقونو فعالينو په شمول د کميشن غړو پر ضد درج شوې مقدمې غندنه کړې۔

د پاکستان بشري حقونو کميشن پر خپل ايکس (پخوانی ټویټر) ليکلي دي:

" ایچ ار سي پي بشمول د ایچ ار سي پي د کونسل غړي سعید بلوچ په ګډون د بشري حقونو مختلفو مبارزینو پرضد د ایف ای ار درج کولو غندنه کوي. کوم چې په پرامنه ډول په ۲۳ ډسمبر د لاریون لپاره جمع شوي وو. او خپل بنیادي حق کارونکو پرامنه احتجاج کوونکو پرضد د مجرمانه تورونو سره نښه کول بلا جوازه عمل دی. د ایچ ار سي پي غوښتنه ده چې دغه ایف ای ار دې منسوخ کړل شي او ریاست دې خپل خلکو پرضد د دغه ډول حربو څخه ډډه وکړي."

د ډسمبر په 23 مه نيټه د کراچۍ پريس کلب مخې ته اسلام اباد کې روان د بې درکه شوو بلوڅانو کورنيو لاریون باندې شوي تشدد او نيولو پر ضد احتجاجي مظاهرې او لاريون شوې وو۔

بلخوا د بلوڅ يووالي کونسل کراچۍ مرستيال مشر او ايچ ار سي پي ممبر لالا عبدالوهاب بلوڅ په دوی‌ شوې مقدمې په اړه وي او اې ډيوه ته وويل رياست غواړي بلوڅانو کې خوف پيدا کړي او پرامنه مبارزې نه يې ودروي.

Mahrang Baluch, Activist Pakistan

دا په داسې حال کې چې د بلوچستان د تربت ښار کې د ېو بلوچ ځوان بالاچ مولا بخش د وژنې پس احتجاجي لارېون پيل شوي وو او د شورو/ چارشنبې په ماسخوتن دغه لاريون پایه تحت اسلام آباد ته رسیدلې وو۔

په اسلام اباد کې موجود بلوڅ زده کوونکي او فعالان هم په دغه لاریون کې ورګډ شوي وؤ.

په اسلام اباد کې پولیسو د لاریون د خورولو لپاره له ډنډو او اوبو څخه کار واخیست ترڅو د ښار لوړ امنیتي "ریډ زون" ته د لاریون د برخه والو د تګ مخه ونیسي.

اسلام اباد هایکورټ د بلوڅ مظاهره چيانو د نيولو په ضد د درخواست د اورېدنې په مهال پوليسو ته امر کړی ؤ چې باید په سمدستي توګه ټول نيول شوي ښځې او ماشومان خوشې کړي.

پولیسو د لاریون یو شمېر برخه وال نیولي چې په دې ګرد هېواد کې احتجاجونه اؤ نیوکې شوي اؤ بشري حقونونو سازمانونو اؤ مدني ټولنې د حکومت نه غوښتنه کړې ده چې نیول شوي فعالان باید سمدستي خوشې کړي اؤ د هغوي غږ ته دې غوږ ونیول شي.

د پاکستان د بشري حقوننو کمیشن وایي په دې خبره حیران شوی دی چې ریاست په پرامنه ښځو،ماشومانو اؤ مشرانو بلاجوازه طاقت کارولی اؤ د هغوي د قابو کولو هڅه یې کړې ده.

د زیارت په ورځ ایچ ارسي پي خپل بیان کې ویلي "په پرامنه اجتماع اؤ د رایې څرګندولو د اییني حق استعمالوونکو بلوڅ وګړو سره د ا چلند د بخښنې وړ نه دی"

پاکستاني میډیا باندې د بلوڅو روان احتجاج اؤ ددغه احتجاج کوونکو سره د پولیسو لخوا شوی چلند په واضحه توګه نه دی ښودل شوی خو په ټولنیزو رسنیو بیا دې احتجاج د نړۍ په کچه د خلکو پام ځانته راګرځولی دی.

اسلام اباد کې په احتجاج د بوختو بلوڅانو مشرې ډاکټر ماه رنګ بلوڅ په مشرې کې سلګونو بلوڅان ښځې او ماشومانو دا وخت د اسلام اباد پريس کلب مخې ته پرلت ته ناست دي او وايي د خپلو غوښتنو د منلو پورې به پرلت وهي۔

بلخوا پاکستان مرکزي نګران حکومت پرلت ته ناست بلوڅانو سره د مذاکراتو دپاره کميټي هم جوړه کړې او وايي بلوڅ احتجاج کونکو سره خبرې يې روانې دي۔