پولیس وایي د پېښور نه پاړه چنار ته روان د مسافرو ګاډي باندې هنګو کې نامعلومه وسله والو ډزې کړي چې پکې دوه کسان وژل شوي اؤ څلور نور ژوبل شوي دي.
د هسپتال سرچینو په پېښه کې د ژوبل شوؤ کسانو حالت هم مرګونی ښودلی دی.
د سیمې نه پولیس سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي دا پېښه د نهې- سه شنبې په ورځ د هنګو د سټي تاڼې په حدودو کې په جرنیلي سړک رامنځته شوې ده.
د پولیسو په وینا د پېښور نه مسافر په یو فلاینګ کوچ کې پاړه چنار ته روان وؤ چې د هنګو په جرنیلي سړک دغه فلاینګ کوچ باندې نامعلومو کسانو ناتاره ډزې وکړې.
د پولیس په وینا پېښه کې دوه کسان په موقعه وژل شوي اؤ څلور نور ژوبل شوي دي چې د علاج لپاره د هنګو ضلعي روغتون ته رسول شوي دي.
د هنګو روغتون یوې سرچینې ډیوه ته ویلي دي د ژوبلو کسانو حالت هم ډیر ډاډمن نه دی.
د پېښې سره سم په لویه شمیره کې پولیس اؤ د امنیتي ادارو مامورین د پېښې ځای ته رسېدلي اؤ پېښه کې د ککړو وسله والو د نیولو لپاره یې د لټونې عملیات پېل کړي دي.
د پولیسو ضلعي افسر یا ډي پي او نثار احمد خان د هنګو ضلعي روغتون ته ورغلی اؤ هلته یې پېښه کې د ژوبلو کسانو د پوښتنې په مهال په سیمه ییزو خلکو اؤ اغېرمنو کورنیو غږ کړی دی چې د صبر اؤ زغم څخه کار واخلي.
په کورمه قبایلي ضلعه کې سږ کال د اکتوبر د میاشتې په ۲۳مه د سني او شیعه مسلک د منونکو ترمینځ خونړۍ نښتې پیل شوې وې چې نزدې ۱۱ ورځې یې دوام کړی ؤ اؤ په دغه مهال دواړو خواؤ په یو بل د سپکو اؤ درنو وسلو ډزې کړې وې .
امنیتي سرچینې وايي په دې نښتو کې لږ تر لږه ۴۳ کسان وژل شوي او نزدې ۱۰۰ نور ژوبل شوي وو خو ځايی خلکو بیا د مړو دا شمیرې زیاتې ښودلې وې.
په سیمه کې د دغه جګړې له امله عادي ژوند اغېزمن شوی ؤ، تعليمي ادارې تړل شوې وې اؤ کاروبارونه ودرېدلي وؤ خو وروسته بیا د یوې درنې سیمه ییزې جرګې په منځګړتوب ډزبندي شوې وه او انتظامیې په سیمه کې ټولې تړل شوې لارې او سړکونه بیرته پرانستي وؤ او موبایل او انټرنيټي نظام هم پرځای کړل شوی ؤ.
تر دې وړاندې هم په کورمه قبایلي ضلعه کې د جولاي په میاشت کې د ځمکو د ملکیت په سر د شیعه او سني مسلک د خلکو ترمینځ خونړۍ نښتې شوې وې چې درنه مرګ ژوبله پکې رامنځته شوې وه.