مولانا فضل الرحمان ويلي چې د انتخاباتو وروسته به د افغانستان سفر کوي

د پاکستان د مذهبي سياسي ګوند جمعيت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان ويلي، د انتخاباتو وروسته به د افغانستان سفر کوي او په دوه اړخيزه اړیکو به په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره خبرې کوي.

نوموړي پرون د زیارت/ پنجشنبې په ورځ ناوخته په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته ویلي، "په افغانستان کې د امارت اسلامي مشرانو (واکمنو طالبانو) راته رسمي بلنه راکړې ده، هغوی په دوه اړخیزه اړيکو خبره کول غواړي د انتخاباتو وروسته به زمونږ لومړۍ ترجيح د افغانستان سفر وي، او د طالب مشرانو سره به ليدنه کيږي".

د مولانا په خبره، "مونږ د افغانستان سره د ورورولۍ د اړيکو او د ثبات قايل يو، په ځينو وختونو کې ګيلې او اعتراضونه جوړيږي مونږ د پاکستان او افغانستان داخلي امن غواړو، د دواړو ملکونو ترمنځ د اعتماد اړيکې جوړول او بيا هغه اړيکې پياوړې کول زمونږ (پاکستان) د بهرنيو چارو د پاليسۍ برخه جوړېدل په کار دي".

"د پاکستان ثبات د افغانستان ضرورت دی او د افغانستان استقلال د پاکستان ضرورت دی".

هغه ويلي، "د دواړو هيوادونو ترمنځ اړيکو کې اعتماد پېدا کول، په هغې کې ثبات جوړول، او د دوه اړخیزه اعتماد د لارې به د خپل راتلونکې مرتب کول به زمونږ اهداف وي".

په 16 م دسمبر په اسلام اباد کې د طالبانو استازي سردار شکیب احمد د پاکستان د سیاسي مذهبي ګوند جمعیت علما اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان سره ليدلي او هغه ته یې د طالبانو د حکومت له لوري دافغانستان د سفر بلنه ورکړې وه.

د سر چینو ترمخه پاکستان کې د ترهګرۍ د سېوا شوو پېښو نه وروسته د جمعیت علما اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او پاکستان تر منځ خبرو لپاره خپل ځان منځګړتوب ته وړاندې کړی، خو مولانا فضل الرحمان په خبري غونډه کې د ټي ټي پي سره د خبرو څه نه دي ويلي.

څو ورځې وړاندې د پاکستان یو شخصي ټي وي 'سما' سره په خبرو کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد ویلي وو، د مولانا فضل الرحمان ته د سفر د بلنې ورکولو مقصد دا دی چې طالبان او د افغانستان خلک په پاکستان کې ناامني نه غواړي.

د نوموړي په خبره، مولانا ته مو د دې لپاره بلنه ورکړې ده چې هغه افغانستان ته راشي د پاکستان د مملکت او پاکستاني ولس په اړه د افغان ولس او "اسلامي امارت" له دریځه ځان خبر کړي.

يوه اوونۍ وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو، په افغانستان کې د واکمنو طالبانو لخوا د مولانا فضل الرحمان په بلل کېدو خبر نه دي، "د تحريک طالبان (ټي ټي پي) سره مزاکرات په ايجنډا نشته او پاکستان اوس هم په افغانستان کې د واکمنو چارواکو نه غوښتنه کوي چې د ټي ټي پي پرضد اقدام وکړي".

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو لخوا مولانا فضل الرحمان د کابل د سفر بلنه په داسې وخت کې ورکړی شوې چې پاکستان کې په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي، پاکستان وايي، په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان کې ناامني او ترهګري سېوا شوې ده.

پاکستان تور لګوي ټي ټي پي په افغانستان کې ده، د افغانستان نه په پاکستان کې ترهګري کيږي او په افغانستان کې د واکمنو طالبانو نه د ټي ټي پي پرضد د اقداماتو غوښتنه کوي.

خو په افغانستان کې واکمنه طالبان د پاکستان دغه تورونه ردوي او وايي، پاکستان باید د خپل امنیت د ذمه وارۍ بار د افغانستان په اوږو وا نه چوي.