اسرایل په مرکزي او جنوبي غزه کې بمبارۍ ته دوام ورکړی، مصر د جنګ بندۍ هڅې کوي

اسرایلي ځواکونو په غزه کې جګړه روانه ساتلې او نن بیا په لسګونو کسان وژل شوي، خو بلې خواته مصر د جګړې د ختمېدو هڅې روانې ساتلې او ملګرو ملتونو یو ځل بیا د بشري ډزبندۍ غوښتنه کړې ده.

د اسرایلي پوځ ټېنکونه د جمعې په ورځ د غزې پټۍ مرکزي او جنوبي سیمې ته دننه شوي او له بېګا شپې راهیسې یې درنه هوایي او د توپونو بمباري کړې ده، چې د ځایي اوسېدونکو په وینا سیمه یې له تباهۍ سره مخ کړې ده.

د جمعې په شپه ناوخته او د شنبې- خالي په ورځ د جګړې تمرکز په البریج، نصیرت او خان یونس سیمو باندې وو او د رویټرز په وینا هلته درنه هوایي بمباري شوې چې له کبله یې روغتونونه له فلسطیني ټپیانو ډک شوي دي.

په غزه پټۍ کې د روغتیا یوه اعلی چارواکي ویلي، په دې تازه بمبارۍ کې په تېرو څلرویشت ګنټو کې د غزې په مرکزي برخه کې شاوخوا 100 تنه وژل شوي او 150 نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش یو ځل بیا په غزه کې د جګړې پر غزېدو اندېښنه ښکاره کړې او وایي که جګړې ونه درېږي ډېرې تباه کوونکې نتیجې به ولري. ښاغلي ګوتېریش یو ځل بیا د سمدستي بشري ډزبندۍ غوښتنه تکرار کړې ده.

د سرې میاشتې مرسته کوونکې ادارې په جنوبي‌ غزه کې د خان یونس سیمې د تر ټولو لوی ناصر روغتون آنلاین عکسونه خپاره شوي چې پکې ښودل شوي اېمبولنسونه په تباه شویو کوڅو کې کار کوي او ټپي ماشومان روغتون ته وړي.

د غزې نیژدې 2.3 میلینه اوسېدونکي د اسرایلو د 12 اوونیو بریدونو له امله د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي، له پرونه راهیسې د جنوبي او مرکزي سیمو خلکو د مصر د رفح پولې خواته کډې پیل کړې دي.

د اکتوبر پر اووه د حماس په بریدونو کې 1,200 اسرایلي وګړي وژل شوي او 240 یرغمل شوي وو، د غزې د روغتیا وزارت وایي، د اسرایل په بمبارۍ کې تر اوسه لږ تر لږه 21,500 فلسطینیان وژل شوي دي.

د اسرایل بمبارۍ کورونه، د ودانیو بلاکونه او کاروبارونه تباه کړي او روغتونونه یې له کاره غورځولي دي. مرسته کوونکې ادارې وایي سیمې دومره ویجاړې شوې دي چې دوی ته په مرستو رسولو کې هم ستونځې پېښوي.

د شنبې- خالي په ورځ د فلسطین د کلتور وزارت وویل اسرایلي الوتکو د منځنيو پیړیو د وخت یو حمام په نخښه کړی او یو پخوانی لوی جومات په جګړه کې تباه شوی دی.

د اسرایل د دفاع وزیر یوو ګېلنټ د جمعې په ورځ وویل، پوځیان یې د حماس د کمانډ مرکزونو او د وسلو ډیپوګانو ته رسېدلي او خپاره کړي عکسونه یې ښیې چې اسرایلي پوځیان د تباه شويو ودانیو د کنډوالو په منځ کې تر مځکې لاندې ګرځي.

امریکا بیا له اسرایل غوښتي چې په راتلونکو اوونیو کې جګړه کمه کړي او د حماس د مشرانو پر ضد هدفي عملیاتو ته مخه کړي، خو تر اوسه د دې کار کومه نخښه نه ښکاري او اسرایل وایي‌ جګړه به یې څو میاشتې وخت واخلي.

د مصر د جګړې د ختمېدو هڅې

د اې ایف پي خبري ایجنسۍ د خبر له مخې مصر د اسرایل او حماس د جګړې ختمېدو په مقصد د جمعې په ورځ د حماس د یو پلاوي کوربتوب کړی دی.

د حماس نیژدې سرچینو ویلي، د قاهرې په وړاندې شوي پلان کې جنګ بندي، د یرغمال کسانو د پرېښوولو په بدل کې د فلسطیني بندیانو خوشي کېدل او په اخر کې د جګړې بشپړه خاتمه ده.

د حماس لوړرتبه کس اې ایف پي ته د نوم نه ښکاره کولو په شرط ویلي، مصر چې حماس او د اسلامي جهاد ډلې ته کوم وړاندیزونه کړي، د حماس پلاوی به یې د فلسطیني ډلو په استازیتوب جواب ورکړي.

د حماس چارواکي‌ ویلي، دوی به په خبرو کې دا غوښتنه هم کوي چې د اسرایل پوځ دې په بشپړه توګه له غزې پټۍ ووځي.

اسرایل تر اوسه د قاهرې د پلان په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي، خو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د پنجشنبې- زیارت په ورځ د یرغمل کسانو له کورنیو سره په خبرو کې ویلي وو، له مصري منځګړو سره په اړیکه کې دي او د ټولو یرغمل کسانو د خوشي کولو لپاره کار کوي.