د پاکستان پوځ وايي، د افغانستان پولې ته څېرمه د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه باجوړ کې یې د یوې نښتې په مهال درې هغه ترهګر وژلي چې غوښتل یې پاکستان ته ننوځي.
د پوځ وياندې ادارې آی ایس پی ار منلې چې په یوه بله پېښه کې د افغانستان د پولې ترڅنګ قبایلي ضلعه شمالي وزيرستان کې ترهګرو د پاکستان په سرحدي پوسته ډزې کړي چې پکې يو پاکستانی پوځي وژل شوی دی.
د اتوار په ورځ آی اېس پي آر پخپل بیان کې ویلي دي چې د افغانستان پولې ته نزدې دباجوړ په بټوار سیمه کې یې ترهګرو سره دا نښته هغه مهال شوې ده چې په پوله یې پاکستان ته د را اوړیدلو ترهګرو د مخې نیولو هڅه وکړه.
پوځ وایي په دغه مهال د ترهګرو اؤ امنیتي ځواکونو ترمنځ د ډزو په تبادله کې درې وسله وال وژل شوي اؤ د هغوي د ولکې نه وسلې اؤ چاودیدونکي مواد هم ترلاسه شوي دي.
خو پوځ پخپل دې بیان کې نه ده واضحه کړې چې د وژل شوؤ ترهګرو تعلق د کومې ډلې سره دی ؟پوځ منلې چې په یوه بله پېښه کې دافغانستان د پولې ترڅنګ د شمالي وزیرستان سپین وام سیمه کې ترهګرو دپاکستان په یوه سرحدي پوسته ډزې کړي چې پکې د عبدالروف په نوم یو پاکستانی عسکر وژل شوی دی.
پوځ زیاته کړې ده چې د پاکستان امنیتي قواؤ هم په دغه مهال په د ترهګرو برید ته کلک غبرګون ښودلی اؤ په هغوي یې ځوابي ډزې کړې دي چې په دغو ډزو کې ترهګرو ته د پام وړ زیانونه اوښتي.
خو پوځ نه ده روښانه کړې چې ترهګرو ته د اوښتي زیان نوعیت یا بڼه څه ده.
تر دې پېښو څو ساعته وړاندې پوځ ویلي وؤ د بلوچستان په اواران ضلعه کې یې هم د یوې نښتې په مهال پینځه ترهګر وژلي دي.
تر دې یوه ورځ مخکې دپاکستان پوځ دعوه کړې وه چې د افغانستان سره په پوله پرته د خېبرپښتونخوا ناارامه ضلعه شمالي وزیرستان کې یې د "ترهګرو" پر ضد عملیات کړي اؤ په دغو عملیاتو کې یې د يو "ترهګر کمانډر راهزېب (خوړي) په ګډون پينځه ترهګر وژلي دي"
د پاکستان د پوځ او وسله والو ترمنځ د جګړو ځايونو ته اکثره خبريالان نه پرېښودل کيږي د پېښو د ځايونو نه د مرګ ژوبلې په اړه د پوځ یا د وسله والو ډلو دعوې اکثره خپلواکه سرچينې تاييد کولی نه شي.
په دې وروستیو کې د پاکستان په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان ایالتونو کې د ناامنۍ پېښې اؤ په امنیتي ځواکونو بریدونه سیوا شوي دي چې دې پېښو کې تر دې مهاله ګڼ شمیر امنیتي سرتیري وژل شوي دي .
پوځ هم وخت نا وخته د ترهګرو پرضد عملیاتو کې ترهګرو ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوې کوي.
پاکستاني چارواکي وایي د کله نه چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسیدلي دي نو په پاکستان کې ترهګریز بریدونه زیات شوي دي اؤ تور لګوي چې د پاکستان پرضد د بریدونو پلانونه د افغانستان په خاوره کې جوړیږي.
د افغان طالبانو حکومت د پاکستان دا تورونه ردوي اؤ وایي دوي هیچاته اجازه نه ورکوي چې دافغانستان خاوره د نورو هیوادونو پرضد وکاروي.