پولیس وایي د اډیالې په زندان کې یو بندي له جنسي تېري وروسته په تېزندۍ وژل شوی

پولیس وایي د پاکستان د پېنډۍ ښار د اډیالې په زندان کې څلورو بندیانو په یو بل بندي تن جنسي تېری کړی اؤ له هغې وروسته یې په تېزندۍ وژلی دی.

د پېنډۍ د صدر ټاڼې د پولیسو وي او ای ډيوه ته ددې پېښې پخلی کړی او وایي پېښه د جنورۍ په وړومبۍ نېټه د زندان دننه رامنځته شوې اؤ پولیسو د پېښې مقدمه د څلورو بندیانو پرضد درج کړې ده.

له جنسي تیري وروسته د وژل شوي بندي نوم سبیل ښودل شوی اؤ پولیس ویلي هغه د اډیاله زندان د دویم سیل په چکۍ یا تنګه کوټه کې قید ؤ.

د اډیالې زندان د مشر یا سپرنټنډنټ په خواست د پینډۍ په صدر تاڼه کې ددې پېښې مقدمه د څلورو نورو زندانیانو وقاص، آصف، نقاش او بلال پرضد درج کړل شوې ده اؤ پولیسو هغوي پخپله ولکه کې اخستي دي.

د پېنډۍ په صدر تاڼه کې د درج ایف آي ار له مخې د وژل شوي بندي لاس پښې تړل شوي وؤ اؤ تر هغې وروسته پرې جنسي تیری شوی اؤ بیا په تېزندۍ وژل شوی دی.

ایف آي ار کې ویل شوي د ۱ جنورۍ په سهار سبیل نومې حوالاتي هلک د زندان په کوټه کې بې هوشه پروت ؤ اؤ چې کله پولیسو د زندان روغتون ته ورسولو نو هلته ډاکټرانو د هغه د مړینې پخلی وکړو.

پاکستاني رسنیو د ډاکټرانو له خولې ویلي چې د وژل شوي تن په مرۍ د تېزندۍ نښې وې اؤ جنسي تیری پرې هم شوی دی.

پولیس وایي له پوسټمارټم کولو وروسته ددغه بندي مړی د هغه کورنۍ ته سپارل شوی دی

د پېنډۍ د صدر ټانې د پولیسو محرر عبدالرزاق وي او ای ډیوه ته ویلي چې له ایف ایي ار درج کیدو نه وروسته د پېښې نورې پلټنې پیل کړل شوې دي.

د پولیسو دغه چارواکي د وژل شوي بندي په اړه د نورو معلوماتو ورکولو نه ډډه وکړه اؤ وي ویل دا چې دغه وژل شوی تن سبیل د کومې سیمې ؤ، عمر یې څه ؤ اؤ په کوم جرم بندي ؤ ؟ دا ټول معلومات به د اډیاله جیل چارواکي خپروي.

ډیوه ددې پېښې د نورو جزیاتو معلومولو لپاره د اډیالې جیل د سپرنټنډنټ یا مشر د دفتر سره هم د ټيلي فون له لارې تماس ونیولو خو د ټيلي فون د اپریټر وینا وه چې د جیل مشر میټینګ کې بوخت دی اؤ د عدنان په نوم د کوم بل اړونده چارواکي نه د معلوماتو د اخستو په خاطر چې د جیل سپرنټنډنټ دفتر د ډیوه خبریال ته کوم فون نمبر ورکړو هغې جواب نه ویلو.

تر دې پېښې وړاندې په مارج ۲۰۲۱م کې هم د پنجاب د مظفر ګړهـ په زندان کې د اسلم چانډیه په نوم په یو ۱۳ کلن هلک ډله ییز جنسي تېری شوی ؤ.

اسلم چانډیه د کم عمرۍ د واده په جرم نیول شوی اؤ جیل ته لیږل شوی ؤ خو هغه مهال مطبوعاتو ویلي وؤ چې د ماشومانو زندان ته د اچولو پځای دغه دیارلس کلن هلک د لویو جرایم پیشه مجرمانو سره یو ځای په زندان کې اچول شوی ؤ اؤ هغوي پرې د شپې ډله ییز جنسي تیری کړی ؤ اؤ بیا یې په تشدد سخت ژوبل کړی ؤ.