پاکستاني او افغان سرچینې وایي د نهې - سه شنبې په ورځ د افغان طالبانو مشر هبت الله اخندزاده ته زیات نزدې ګڼل کېدونکی د کندهار ولایت والي ملا شیرین د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته رسېدلی تر څو پاکستاني حکومتي اؤ پوځي مشرانو سره په مهمو موضوعاتو خبرې اترې وکړي.
د افغان طالبانو د حکومت د ا مهم پلاوی په داسې حال کې د پاکستان سفر کوي چې په دې وروستیو کې د پاکستان دننه د ټي ټي پي د بریدونو پسر د اسلام اباد اؤ کابل اړېکې زیاتې تاوجنې شوي دي.
د یوې افغان سرچینې په وینا، په دغه پلاوي کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو او کورنیو چارو د وزارتونو او همدارنګه د استخباراتو چارواکي شامل دي.
د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ د نوامبر په میاشت کې ویلي وو چې د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې د افغان طالبانو د واک ته له رسیدو را پدیخوا د پاکستان دننه په ترهګرۍ کې ۶۰ فیصده اضافه او په ځانمرګو بریدونو کې ۵۰۰ فیصده زیاتوالی راغلی دی.
د پاکستان اؤ افغانستان په چارو ژور نظر لرونکی خبریال ښاغلی طاهر خان وایي ملا شیرین د طالبانو د مشر شیخ هیبت الله اخندزاده یو له نزدې باوري کسانو څخه دی اؤ هغه د طالبانو د هغه کمیسیون مشر هم دی چې په منظم ډول له پاکستان سره د پولې په اوږدو کې د ستونزو د حل په موخه خبرې کوي.
ښاغلي طاهر خان په ایکس رسنۍ د سرچینو په حواله لیکلي چې اسلام اباد ته رارسیدلی د طالبانو د حکومت پلاوی به نن د چهارشنبې په ورځ پاکستاني چارواکو سره د یو بل د امنیتي اندېښنو د حل پر لارو چارو خبرې اترې پیل کړي.
د پاکستان ډان ورځپاڼه هم پخپل یو رپورټ کې وایي ملا شیرین اخند د افغان طالبانو یو مهم شخصیت ګڼل کیږي اؤ طالبانو د سر ، سر مشرانو سره نزدې اړېکې لري چې له دې امله ورته د طالبانو حکومت کې خاص ارزښت ترلاسه دی .
د ډان ورځپاڼې له مخې ملا شیرین اخند نه یوازې وړاندې هم پاکستان سره د طالبانو راشه درشه کې مهم رول لوبولی دی بلکې هغه د ټي ټي پي سره د تماسونو لپاره هم یو مهم کردار ګڼل کیږي.
په دې وروستیو کې پاکستاني چارواکو د افغان طالبانو په حکومت تورونه لګولي چې پخپله خاوره کې یې د پاکستان مخالفو د ټي ټي پي وسله والو خوندي ځالې ورکړي اؤ هغوي له هغه ځایه پاکستان کې د ترهګرۍ منصوبې جوړوي.
خو طالب چارواکي بیا د پاکستان دا تورونه ردوي اؤ وایي هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره دپاکستان یا کوم بل هیواد پرضد وکاروي.