د پاکستان د سپريم کورټ چيف جسټس قاضي فايز عيسا نن د شورو- چارشنبې په ورځ د لادرکه کسانو د قضيې اورېدنه کې ویلي، حکومت دې په ليکلې بڼه اووايي چې نور به څوک په غېر قانوني توګه نه لادرکه کيږي.
د چيف جسټس په مشرۍ د جسټس محمدعلي مظهر او جسټس مسرت هلالي درې کسيزه بنچ نن په دويمه ورځ پرله پسې د لادرکه کسانو قضيې اورېدنه کړې.
د لادرکه کسانو په حواله عدالت ته د خواست کوونکي وکیل قانون پوه اعتزاز احسن، وکیل شعېب شاهين دلايل وړاندې کړي، د فېض اباد پرلت، د جرنلسټ مطیع الله جان او عمران ریاض حوالې یې ورکړي او بيا ورسره چيف جسټس بحث کړی دی.
د ياد بحث وروسته امنه مسعود جنجوعه د عدالت په وړاندې د خپل خاوند د بې درکۍ احوال وړاندې کړی چې هغه په 2005م کې د پروېز مشرف په حکومت کې بې درکه کړل شوی، بيا په 2007م کې معلومه شوې چې هغه د استخباراتي ادارې (آی اېس آی) سره دی.
هغې زياته کړې د پروېز مشرف په دور کې د خلکو په زوره لادرکه کول تر ټولو زيات وو دغه لړۍ د هغې نه وروسته د پاکستان پيپلز پارټۍ، مسلم ليګ ن، تحریک انصاف او بيا د اتحادي حکومت نه تراوسه پورې دوام لري.
فايز عيسا بيا د اټارني جنرل نه پوښتنه کړې، د حکومت لخوا ویلی شې، چې څوک به په غېر قانونه توګه نه اوچتول کيږي؟، هغه بيا ویلي، چې هو ويلی شم.
چیف جسټس بیا ويلي چې د حکومت کوم وزارتونه زمه وار دي چې پوښتنه ترې وکړی شي؟ اټارني جنرل ويلي، د کورنيو چارو وزارت او د دفاع وزارت،
چيف جسټس بیا د اټارني جنرل سره په دغه حواله هم بحث شوی او بیا عدالت د لادرکه کسانودپاره جوړ پلټنيز کمېشن پوښتنه کړې او د کمېشن يو استازي (رجسټرار) نه یې د کمېشن په حواله پوښتنې کړي دي.
رجسټرار د کمېشن په حواله عدالت ته تفصيل ويلی، او چيف جسټس بيا ویلي، د کوم يو سېکشن افسر بيان ورته نه دی پکار، حکومت دې په ليکلې بڼه د چا په غېر قانوني توګه نه لادرکه کولو اووايي.
چيف جسټس بيا د امنه مسعود جنجوعه او اعتزاز احسن نه د کمېشن په حواله پوښتنې کړي چې د کمېشن نه مطمين يئ؟ جنجوعه او احسن ويلي يواځې دوی نه، څوک هم د کمېشن څخه نه دي مطمين.
عدالت بيا د لادرکه کسانو په اړه د اعتزاز احسن او نورو خواستونو د اورېدنې دپاره د نهمې جنورۍ نېټه ورکړې او د لا درکه کسانو دپاره جوړ کمېشن ته یې د بشپړ رپورټ جمع کولو دوه اوونۍ وخت ورکړی چې اټارني جنرل ته دې جمع کړي او اټارني جنرل دې بیا عدالت ته وړاندې کړي.
د سپريم کورټ ننۍ اورېدنه هم د پرون په څېرپه ټيلي ويژن چېلنو په ژوندۍ بڼه خپرېده.
چيف جسټس قاضي فايز عيسا پرون په اورېدنه کې ويلي وو، په زوره د بې درکيو مسله د تل دپاره هوارول غواړي خو دغه مسله دې سياسي نه کړی شي دا سنجيده مسله ده. نوموړي ويلي وو ټولو ادارو له په خپلو حدودو کې پاتې کېدل پکار دي.
پاکستان کې د اوږدې مودې راهسې د بلوڅ بې درکه کسانو دپاره مبارزه کوونکی تنظيم (وايس فار بلوڅ مسنګ پرسنز) او پښتون ژغورنې غورځنګ دعوې کوي چې د زرګونو په شمېره کې په زوره خلک بې درکه کړل شوی او بيا پکې ځينې وژل شوي او مړي یې ترلاسه شوي دي.
د لا درکه کسانو خپلوان، د بشري حقونو ملکي او نړيوال تنظيمونه اکثر په جبري توګه د خلکو د لا درکۍ تورونه د پاکستان د پوځ په خفيه ادارو لګوي خو پوځ دا تورونه ردوي.
په جبری توګه د بې درکه کسانو د قضيو هوارولو او پلټنو دپاره په 2011م کې کمېشن جوړ شوی وو.
د ياد کمېشن په وېب پاڼه تېر کال د 2023م د 31مه جنورۍ پورې د ورکړی شوو شمېرو ترمخه، کمېشن ته د ټول ملک څخه د 9294 بې درکه کسانو قضيې وړاندې شوي، 3804 بيرته کورونو ته ستانه شوي، 977 په انټرم يا حراستي مرکزونو کې دي، 623 په جېلونو کې دي، د 241 مړي یا جسدونه ترلاسه شوي، 5645 کسان مالوم کړی شوي، 1393 قضيې ختم کړی شوي او 2256 قضيو پلټنې روانې دي.