شمالي وزیرستان: د ماین په چاودنه کې درې کم عمره ماشومان وژل شوي

د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا ناارامه ضلعه شمالي وزیرستان کې د ماین په يوه چاودنه کې درې کم عمره ماشومان وژل شوي دي.

د شمالي وزيرستان د پوليسو په وینا چاودنه د میرعلي په علاقه کې د کجوري چيک پوستې سره نزدې شوې ده.

د ميرعلي تاڼې چاوراکو وي او اې ډيوه ته وویل، چاودنه ماسپښين شوې، درې ماشومان چې وزې یې څرولې پکې په نخښه شوي دي.

د تاڼې يو پوليس چارواکي وويل، د تاڼې افسران موقعې ته ورغلي، د چاودنې نوعيت معلوموي.

کجوري چيک پوسته د شمالي وزيرستان مرکزي دروازه ده.

د پوليسو په وینا چاودنه کې د وژل شوو ماشومانو جسدونه د ميرعلي روغتون ته وړل شوي دي.

شمالي او جنوبي وزیرستان کې وخت په وخت دغه ډول چاودنې کيږي.

د تېر کال ستمبر په میاشت کې پرله پسې دوه ورځې دوه پېښې شوې وې، په شوال سيمه کې په يوه ماين چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او د 25 پورې نور ژوبل شوي وو.

له دغې يوه ورځ وړاندې د شمالي وزيرستان په ګړيوم تحصيل کې په يو کور مارټر ګوله غورځېدلې وه، څلور ماشومان او مور يې پکې وژل شوي وو.

له دغې وړاندې د جون په مياشت کې د دته خېل تحصیل په چنار سیمه کې په يوه چاودنه کې یو کم عمره ماشوم وژل شوی وو.

د قبایلي ضلعو او په ځانګړي ډول د وزیرستان خلک ځمکني ماينونه او چاودنې یې لويه ستونزه بولي.

له دغې پېښې وړاندې د بر جنوبي وزیرستان په مکین سیمه کې دوه خویندې په ماین په چاودنه کې وژل شوې وې.

په جنوبي وزيرستان کې په تېرو کلونو کې د ماین چاودنو ښکار شوو کسانو په اسلام اباد کې احتجاج کړی او د حکومت څخه یې غوښتي د مځکني ماین چاودنو ښکار شوو کسانو لپاره دې د مرستو اعلان وکړي.

د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل احمد شریف چودري تېر کال د اپرېل په 25مه خبري غونډې ته ويلي وو، د قبايلي علاقو 65 فيصده برخه د بارودي سورنګانو څخه پاکه کړی شوې او 98000 نه زيات ماينونه او بمونه ترلاسه کړی شوي او ناکاره کړی شوي دی.