د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا په ناارامه سيمه شمالي وزیرستان ضلعه کې په يوه چاودنه کې د اېف سي ځواک دوه عسکر وژل شوي دي. تحریک طالبان پاکستان په چاودنه کې د دوه پوځي اهلکارو وژلو دعوه کړې ده.
د رپورټونو ترمخه دغه پېښه تېره ورځ ناوخته د شمالي وزیرستان په شوال علاقه کې شوې ده.
د پاکستان پوځ په رسمي ډول د پېښې په اړه څه نه دي ویلي، خو په ټولنيزو رسنيو (اېکس) د پېښې ویل شوي دي.
د ايګل آی په نوم اېکس پاڼه چې د پوځ په حواله پوسټونه کوي، ويلي يې دي، "فاروق خټک او حيات الله بم ناکاره کوونکي په شوال کې په چاودنه کې وژل شوي دي. دوی د علاقې د پاکولو په عملياتو بوخت وو او ماين پرې چاودلی دی".
تحریک طالبان پاکستان دعوه کړې، د رزمک په ناول ژۍ کې یې د پوځ په ګشتي پارټۍ ماين چاودنه کړې او دوه اهلکار یې وژلي دي.
شوال د افغانستان سره پولې ته نزدې د شمالي وزيرستان علاقه ده.
هم پرون د شمالي وزیرستان په میرعلي علاقه کې يوه چاودنه کې درې کم عمره ماشومان وژل شوي وو.
د تېر کال ستمبر په میاشت کې پرله پسې دوه ورځې دوه پېښې شوې وې، په شوال سيمه کې په يوه ماين چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او د 25 پورې نور ژوبل شوي وو.
له دغې يوه ورځ وړاندې د شمالي وزيرستان په ګړيوم تحصيل کې په يو کور مارټر ګوله غورځېدلې وه، څلور ماشومان او مور يې پکې وژل شوي وو.
په درېمه جنورۍ د شمالي وزیرستان د مرکز ميرانشا سره نزدې په تپي علاقه کې د ملي جمهوري غورځنګ د مشر محسن داوړ په ګاډي ډزې شوې خو هغه پکې روغ وتلی وو.
په دويمه جنورۍ د پاکستان پوځ دعوه کړې وه په شمالي وزيرستان کې یې د ترهګرو سره نښته شوې او د يو ځانمرګي په ګډون یې څلور ترهګر وژلي وو.
هم په دویمه جنورۍ د شمالي وزیرستان په ميرعلي کې په ډزو د وژل شوو شپږو کسان مړي ترلاسه شوي وو.
پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو نظر ساتونکې څيړنيزې غېر حکومتي ادارې پاکستان انسټيتیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکورټي سټډیز (پيکس) ويلي پاکستان کې په کال ۲۰۲۳م د ترهګرۍ په پيښو کې ۶۹ فيصدي اضافه ليدل شوې او د ترهګرۍ په نتيجه کې د خلکو د وژنو شرحه تر ۸۱ فيصدي پورې لوړه شوې ده.
د پاکستان پوځ څو واري د وسله والو ډلو پرضد په پراخه کچه عملیات کړي دي او څو واري یې دا دعوې هم کړې دي چې د ترهګرو ملا یې ماته کړې ده خو د غېر دولتي ادارو رپورټونه او پاکستان وايي، په کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پاکستان کې ترهګري یو ځل بیا سېوا شوې ده.
د پاکستان پوځي او حکومتي چارواکي وایي ټي ټي پي په افغانستان کې پناه ځایونه او د فعالیت ازادي لري او دغه ډله د افغانستان څخه په پاکستان کې حملې ترتیبوي.
د افغانستان واکمن طالبان دا خبره ردوي، وايي طالبان په پاکستان کې د امن ذمه واري نه لري او پاکستان دې د خپلې ناکامۍ پړه په طالبانو نه پورې کوي.