د پاکستان سېنیټ د عامو انتخاباتو ځنډولو قرارداد منظور کړی 

د پاکستان سېنیټ نه ملک کې په اتمه فرورۍ د کېدونکو انتخاباتو د ملتوي کولو قرارداد منظور کړل شوی اؤ په دې قرارداد کې غوښتنه شوې ده چې په ملک کې امنیت ښه نه دی ځکه نو راتلونکي انتخابات دې ملتوي کړل شي.

د سینیټ لخوا منظور شوي دغه قرارداد ته خپل غبرګون کې د پاکستان د انتخاباتو کمیشن ویلي چې پاکستان کې به ټولټاکنې پخپل وخت [اتمه فرورۍ] کیږي اؤ د سېنیټ قرارداد به د ټاکنو په نېټه هیڅ اغېز ونه کړي.

الیکشن کمیشن پخپل بیان کې ویلي چې د سپریم کورټ له امر پرته هیڅ رقم احکامات د الیکشن مهالوېش نه شي اغېزمنولی.

دا قرارداد د جمعې په ورځ سنېټر دلاور خان په داسې حال کې ایوان ته وړاندې کړی چې د سېنیټ په غونډه کې یوازې دوولس غړي موجود وؤ.

سنېټر دلاور خان تر دې وړاندې تېر کال د نومبر په میاشت کې سېنیټ ته د پوځي عدالتونو په حق کې هم قرارداد وړاندې کړی ؤ چې هغه قراداد هم سېنیټ په اکثریت سره منظور کړی ؤ.

نن چې کله د انتخاباتو ملتوي کولو په اړه سنېټر دلاور د سېنیټ غونډې ته قرارداد وړاندې کولو نو د هغې لپاره رولز وځنډول شول اؤ نوموړي ته په داسې حال کې د قرارداد وړاندې کولو اجازت ورکړل شو چې په ایوان کې یوازې دوولس غړي موجود وؤ.

د قرارداد په متن کې ویل شوي چې دا مهال په بلوچستان اؤ خېبر پښتونخوا صوبو کې د امنیت وضعه خرابه ده اؤ پر مولانا فضل الرحمان اؤ محسن داوړ بریدونه شوي دي.

په قرارداد کې ویل شوي د انتخاباتو نه وړاندې د عوامي نیشنل ګوند صوبایي صدر ایمل ولي خان اؤ نورو سیاسي مشرانو ته هم ګواښونه شوي ځکه نو پکار ده چې د الیکشن نه وړاندې یو سازګار ماحول یا چاپېریال رامنځته کړل شي.

قرارداد کې ویل شوي چې خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان کې د ترهګرۍ پېښې دوامداره ده اؤ د صحت محکمې یو وارې بیا هیواد کې د کرونا وبا خوریدو اشارې هم کړې دي.

د قرارداد له مخې دا مهال وړو صوبو کې د الیکشن کمپاین پرمخ وړلو ته فضاء سازګاره نه ده اؤ ټولو ګوندونو ته د یو شان فرصتونو ترلاسه کېدو په خاطر باید الیکشن کمیشن د اتمې فرورۍ عامې ټاکنې وځنډوي اؤ چې کله ټولټاکنو ته لاره هواره شي بیا دې د الیکشن نوی مهال ویش یا شیډول خپور کړي.

سینیټ ددغه قرارداد منظوري د رایو په اکثریت سره ورکړې ده خو د مسلم لیګ (ن) ګوند سینیټر افنان الله د قرارداد مخالفت کړی دی.

پاکستاني رسنۍ وایي چې د پیپلز ګوند سینیټر بهره مند تنګي هم بیا ددغه قرارداد په حق کې خپله رایې ورکړې ده.سینیټر دلاور خان چې په مارچ 2018 م کې د خېبر پښتونخوا صوبې څخه د ټیکنو کریټ په څوکۍ په ازاد ډول د سینیټ غړی منتخب شوی ، د پاکستان پوځ اؤ اسټیبلشمنټ ته زیات نزدې ګڼل کیږي اؤ هغه تر دې وړاندې تېر کال د نومبر په میاشت کې هیواد کې د پوځي محکمې په پلوۍ قرارداد هم په داسې حال کې د سینیټ غونډې نه منظرور کړی ؤ چې په په غونډه کې ډير کم غړي موجود وؤ.

د پاکستان الیکشن کمیشن په اتمه فرورۍ ګرد هیواد کې د عامو ټاکنو اعلان کړی خو ځېنې څېړونکي ددې ټاکنو په انعقاد شکونه لري اؤ وایي د ټاکنو نه وړاندې هیواد کې د امنیت وضعه خرابېدل اؤ سیاسي مشرانو ته ګواښونه د انتخاباتو د ځنډولو بهانې دي.

د عوامي نیشنل ګوند د خېبر پښتونخوا صوبې مشر ایمل ولي خان تېره ورځ پخپل یو بیان کې ویلي چې که د انتخاباتو ځنډولو لپاره د امنیت بهانې لټول کیږي خو بیا د تېرو څلوېښتو کالو راهسې په ملک کې د امنیت وضعه ښه نه ده پاتې شوې.

ایمل ولي خان ویلي تر دې وړاندې هم ترهګریز بریدونه هم کېدل اؤ انتخابات هم کېدل ، ښه به دا وي چې دا ځل هم د انتخاباتو عمل سرته ورسول شي اؤ ولس ته موقعه ورکړل شي چې پخپلو رایو خپل حقیقي استازي پارلیمان ته ولیږي.