د امریکې د بهرنیو چارو وزارت وايي طالبانو په افغانستان کې د ترهګرۍ په ضد مبارزه کې ژمنې کړې دي او باید پر خپلو ژمنو ودرېږي. طالبانو لا د هغه تازه څرګندونو ته جواب نه دی ویلی، خو مخکې یې د بهرنیو ترهګرو ډلو په ضد د اقداماتو دعوې کړې دي.
د دغه وزارت ویاند مېتیو میلر د چارشنبې- شورو په ورځ د معمول خبري غونډې ته د وینا په وخت په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د موجودیت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:
"موږ په دوامداره ډول طالبانو ته څرګندوو چې د ترهګرۍ په ضد مبارزه کې یې ژمنه کړې او هیله لرو چې خپلې ژمنې تر سره کړي".
د دوحې تړون د 2020م کال د فرورۍ په 29مه د طالبانو او امریکې ترمنځ لاسلیک شوی وو، د تړون په بنیاد طالبانو ویلي چې له ترهګرو ډلو سره به خپلې اړیکې پرې کوي او هېچاته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو په ضد وکاروي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مېتیو میلر خبرداری ورکړ چې د امریکا پوځ د حالاتو د څارلو او د ترهګرۍ فعالیتونو ته د ځواب ویلو وړتیا لري. هغه وویل که څه هم امریکا نوره په افغانستان کې موجوده نه ده خو وایي:
"موږ د 2022م کال د جولای په میاشت کې د القاعده ډلې د مشر په وژلو سره خپله [وړتیا] وښوده او د امریکا د حفاظت لپاره به هغه ته ورته اقداماتو ته دوام ورکوو".
تر دې مخکې د امریکا د ملي امنیت پخواني مشاور جان بولټن له وي او اې سره په ځانګړه مرکې کې ویلي وو، د القاعده ترهګره ډله په افغانستان کې د بیا جوړېدو او هماهنګۍ په حال کې ده.
بولټن په افغانستان کې د ترهګرۍ د زیاتېدو په اړه د ملګرو ملتونو رپوټ ته په اشارې وویل چې د دغه حالت وړاندوینه شوې وه.هغه وویل:
"القاعده په ډېرو برخو کې تقریباً د طالبانو په یوه برخه بدله شوې ده او همدغه راز د بیا جوړېدو په حال کې ده چې یو ځل بیا له افغانستانه دباندې له ترهګرو سره راکړه ورکړه وکړي. "
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تجزیې او ارزونې کمېټۍ د خپل تېرکال په رپوټ کې ویلي وو، ترهګرې ډلې په افغانستان کې تر پخوا ډېره ازادي لري او په افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ ګواښونه په زیاتېدو دي.
د افغانستان د مخکیني حکومت چارواکو دعوه کوله چې د طالبانو تر راتګ مخکې په افغانستان کې 22 ترهګرې ډلې فعالې وې چې د ځینو کارپوهانو په وینا د 2021م کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان د هغوی لپاره په ارام ځای بدل شوی دی.
خو د طالبانو حکومت په افغانستان کې د القاعدې او نورو ترهګرو ډلو موجودیت او فعالیت په کلکه ردوي. طالبان دا هم وايي چې د دوحې تړون ته ژمن دي.
د تېر کال په لومړیو کې د ګډ امنیتي تړون تنظیم (سي ایس ټي او) په نوم پوځي اتحاد- چې روس یې مشري کوي- وویل چې په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې د غړو شمېر 6,500 ته رسېدلی او اکثره د بدخشان، کندوز او تخار په ولایتونو کې دي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي هم په وروستیو کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د داعش خراسان ډله تر ډېره په افغانستان کې مېشته ده او په دوامداره ډول افغانانو او سیمې ته خطرونه پېښوي.
پاکستان هم دعوه کوي چې د پاکستاني طالبانو د تحریک غړي په افغانستان کې دي او له هغه ځایه په پاکستان کې د بریدونو پلانونه جوړوي.
خو طالبانو دا رپوټونه رد کړي دي او مشرانو یې په وار وار دا خبره کړې ده چې هیڅ یوې ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې له افغانستانه د نورو په ضد فعالیت وکړي او د داعش په ګډون د ترهګرو ډلو ځپلو ته ژمن دي.
یادونه:- د رپوټ زیات مواد له وي او اې اشنا اخیستل شوي دي.