د ډاکټر ماه رنګ بلوڅ پرضد د پوځ خلاف د خلکو د راپارولو په تور مقدمه درج شوې ده

په بلوچستان کې د جبري بې درکیو اؤ غیرعدالتي وژنو پرضد پلازمېنه اسلام اباد کې په احتجاج د بوختو بلوڅانو د مشرې ډاکټرې ماه رنګ بلوڅ پرضد د سیند صوبې په خېرپور سیمه کې مقدمه درج کړل شوې ده.

دا مقدمه چې د خېر پور په وډا ماچهیو پولیس تاڼه کې د پولیسو د یو افسر یا سب انسپکټر په مدعیت کې د زیارت - پنجشنبې په ورځ درج شوې ده، پکې په ماه رنګ بلوڅ د ملک، پوځ اؤ ملکي ادارو پرضد د خلکو د راپارولو اؤ کرکو خورولو تورونه لګول شوي دي.

تر دې وړاندې هم وخت په وخت پاکستان کې د بشري حقونو لپاره په غږ پورته کولو د یو شمیر سیاسي اؤ مدني ټولنې د فعالینو اؤ مشرانو پرضد د ملک اؤ پوځ پرضد د کرکو خورولو په تورونو مقدمې درج کړل شوي اؤ هغوي زندانونو ته اچول شوي دي.

ډاکټره ماه رنګ بلوچ د تېرې یوې میاشتې نه د زیاتې مودې راهسې بلوچستان کې د خلکو د جبري بې درکیو اؤ د عدالت تر شا د وژنو پرضد اسلام اباد کې په احتجاج د بوختو بلوڅ مېرمنو اؤ ځوانانو مشري کوي.

هغه پخپلو څرګندونو کې پرله پسې غوښتنې کوي چې د ملګرو ملتونو د حقیقتونو د موندنې یوه کمیټي دې رابلل شي اؤ دغه کمیټي دې بلوچستان کې د جبري بې درکیو ،د عدالت تر شا د وژنو اؤ د بشري حقونو د سرغړونو بې پلوه پلټنې وکړي.

د ګل- دوشنبې په ورځ په لاهور کې مطبوعاتو سره په خبرو کې نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ د بلوڅ مظارهره چیانو سره شوي چلند په حواله خبرې کړې او ويلي یې وو، په بلوچ مظهرچيانو شوې تشدد مهمه پېښه نه ده شوې او څوک چې د احتجاج په نوم د ترهګرو ملاتړ کوي، هغوي بايد د دغو وسلاوالو ډلو د ليکو سره يو ځای شي.

د بلوڅ پرلت مشرې ماه رنګ بلوڅ د وزير اعظم د بيان په غبرګون کې وي او اې ډيوه سره په خبرو کې ويلي:

"مونږ وايو چې دې رياست کې جبري لادرکو ته جواز لټول کيږي او هم دا روان دي، د پاکستان په قانون کې په زوره د خلکو لادرکه کول يو غېر آيني عمل دی، د پاکستان وزير اعظم د جبري لا درکو سنګينه ستونزه د ترهګرۍ سره تړلې ده او دا د دې خبرې اعتراف دی چې خلک رياستي ادارو په زوره لا درکه کړي دي".

په اسلام آباد کې سياستوال وايي د داسې تورونو لړۍ په پاکستان کې له پخوا راهسې را روانه ده چې مقصد يي د خپلو جايزو حقونو لپاره مبارزه کوونکو د خپلې مبارزې څخه په شا کول دي.

د عوامي ورکرز پارټۍ عصمت شاهجان وايي، "د مثال په توګه سوشلسټان به يي د کفارو په نوم يادول، قام پرست به يي غدار ګرځول او د ښځو د حقونو مبارزينو ته يي بې حيا وويل، او پخ دې طريقه رياست په اولس کې د خلکو جرړې کټ کوي، او د وزير اعظم د دې اوسني بيان مقصد د بشري حقونو او جبري لادرکو خلاف مبارزه کوونکو ته چې کوم ملاتړ ترلاسه کيږي ، په هغې نيغ په نيغه ګوذار دی".

په بلوچستان او د هيواد په نورو سيمو کې د جبري لا درکو ستونزه د لا درکه تنانو خپل خپلوانو او رياست ترمينځ د تاو تريخوالي لويه وجه ګڼل کيږي.

په زوره د خلکو د بې درکه کېدو اؤ له عدالت پرته وژونو پرضد په اسلام آباد کې احتجاج کوونکي د بلوچ يکجهتي کمېټۍ منتظمینو ویلې دي که چرې ریاست د دوی غوښتنې ونه منلې د ملګرو ملتونو د دفتر مخامخ به احتجاجي ناسته پېل کړي، وایي حکومت ورسره په مذاکراتو کې سنجیده نه دی.

د جنورۍ په درېیمه په اسلام آباد کې د خبري کانفرنس په وخت د بلوچ یکجهتي کمېټۍ مشرې ماه رنګ بلوچ ویلي وؤ ، د څلوېښتو ورځو نه زیات وخت راهیسې دوی احتجاج پېل کړی او د دولسو ورځو نه په اسلام آباد کې د خپلو غوښتنو د پوره کېدو د پاره ناست دي خو حکومت تر اوسه له دوی سره څه قسمه مذاکرات نه دي کړي:

"زمونږ د تحریک درېیم پړاو کې به په اسلام آباد کې زمونږ احتجاجي ناسته روانه وي، د بلوچستان په شمول به ګرد هیواد کې هم احتجاج کوو اؤ که ریاست زمونږ غوښتنې ونه منللې خپله احتجاجي ناسته به د ملګرو ملتونو دفتر مخامخ کوو ځکه چې اسلام آباد پریس کلب مخامخ د پولیسو لخوا اوس هم مونږ ته خطر دی".

د پاکستان حکومت بلوچ مظاهرچیانو سره د مذاکراتو د پاره درې کسیزه کمېټۍ هم جوړه کړې ده اؤ حکومت وایي دې کميټۍ د مظاهرچیانو سره مذاکرات کړي دي خو بلوچ احتجاج کوونکي دا دعوې ردوي.