امنیتي سرچینې وایي له افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان ضلع کې د هدفي وژنې په یوه بله پېښه کې د یو سرکاري سکول یو استاذ د نامعلومه وسله والو په برید کې وژل شوی دی.
د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او اې ډيوه ته ویلي دا پېښه د خالي- شنبې په ورځ د شمالي وزیرستان د میرعلي تحصیل په حیدرخېل سیمه کې مخې ته راغلې ده.
سرچینې وایي دغلته نامعلومو وسله والو د سکول په یو استاذ حافظ یوسف ډزې کړي اؤ هغه یې وژلی دی.
وژل شوی استاذ د حیدرخېل سیمې استوګن ښودل شوی اؤ پولیس وایي خپلوانو یې ورته ویلي چې هغه د هیچا سره شخصي دښمني نه لرله.
د شمالي وزیرستان د پولیسو د ضلعي مشر یا ډي پي او روخانزیب خان د دفتر یو چارواکي وي او ای ډیوه ته ویلي له پېښې وروسته برید کوونکي له سیمې تېښتیدلي اؤ پولیسو د نامعلومه وسله والو پرضد د پېښې مقدمه درج کړې اؤ پلټنې یې پیل کړې دي.
تر دې پېښې څو ورځې وړاندې په شمالي وزیرستان کې د جینکو یو سکول نامعلومو کسانو سوځولی ؤ اؤ بیا په دویمه جنورۍ د میرعلي د موسکي سیمې څخه د شپږو نایانو مړي موندل شوي وؤ چې تعلق یې د پنجاب سره ښودل شوی ؤ اؤ په میرعلي کې یې روزګار کولو.
پولیسو ویلي وؤ چې دغه شپږ واړه کسبګر نامعلومو وسله والو له تښتولو وروسته وژلي اؤ بیا یې ورله مړي په پټو کې غورځولي وؤ.
د شمالي وزیرستان د میرعلي سیمې استوګن اؤ د ترهګرۍ په فعالیتونو ژور نظر لرونکی خبریال ناصر داوړ وایي شمالي وزیرستان کې هره ورځ د هدفي وژنو اؤ ناامنۍ دغسې پېښې مخې ته راځي.
وي او اې ډیوه سره خبرو کې ښاغلی ناصر داوړ وایي، شمالي وزیرستان اوس په بشپړ ډول د طالبانو لاس ته ورغلی دی اؤ دسیمې عام خلک هم حیران اؤ پرېشانه دي اؤ هڅه کوي چې له سیمې اوځي.
د نوموړي په وینا ، په شمالي وزیرستان کې په نزدې ورځو کې د جینکو د سکول سوځول کیدو نه وروسته د شپږو مزدور کاره نایانو وژنه،بیا په محسن داوړ شوی برید اؤ اوس د سکول د استاذ هدفي وژنه ښیي چې له ضرب عضب عملیات وروسته اوس په شمالي وزیرستان کې یوه توره شپه بیا پېل شوې ده چې د رڼا هیڅ څرک پکې نه ښکاري.
هغه وایي چې د ناامنۍ د تازه چټک شوي بهیر نه وروسته له سیمې زیاتو خلکو کډې کړي اؤ د صوبې بیلابیلو برخو ته کوچېدلي دي ،
هغه وایي څوک په شمالي وزیرستان کې کاروبار کولو ته تیار نه دي "هلته څوک انویسټران نشته اؤ چې انویسټران نه وي نو نه هلته امن راتلی شي اؤ نه څوک د خوشحالۍ مخ لیدلی شي، شمالي وزیرستان ټول په ټوله اوس د امنیتي ځواکونو،سرکاري خلکو اؤ عامو خلکو لپاره هم اوس د مرګ یو کوهی جوړ شوی دی"
د خبریال ناصر داوړ وایي په شمالي اؤ جنوبي وزیرستان دواړو کې عامو خلکو ته ژوند ګران شوی دی اؤ په دغو سیمو کې په سړکونو ، ښارونو اؤ کلیو کې د حکومت عملداري صفر فیصدي ته راغلې ده