په پاکستان کې زياتره سیاسي ګوندونه وايي، امنيتي حالات دومره ډېر نه دي خراب، انتخابات دې په ټاکلې وخت په اتمه فرورۍ 2024م باندې وشي.
پاکستان پيپلز ګوند، عوامي نيشنل پارټي، نيشنل پارټي او ملي جمهوري غورځنګ وايي، امنيتي صورتحال د کال 2007م او 2013م هومره نه دي خراب چې انتخابات ځنډول کيږي.
جمعيت علمااسلام ف او پښتونخوا ملي عوامي ګوند وايي د امنيت او يخ موسم له امله انتخابات دوه میاشتې ځنډېدل پکار دي او دا پرېکړه دې الېکشن کمېشن وکړي.
د سېنېټ قرارداد او الیکشن کمیشن غبرګون
پرون په پينځمه جنورۍ د پاکستان برني اېوان سېنیټ کې، په اتمه فرورۍ ملک کې د کېدونکو عامو انتخاباتو د ملتوي کولو قرارداد منظور کړل شوی، غوښتنه شوې چې په ملک کې امنیت ښه نه دی ځکه راتلونکي انتخابات دې ملتوي کړل شي.
نن د شنبې- خالي په ورځ په سېنېټ کې یو بل قرارداد وړاندې شوی چې وایي ټاکنې دې په ټاکلي وخت وشي.
پاکستاني رسنيو ويلي، د سېنېټ لخوا د جمعې په ورځ منظور شوي دغه قرارداد ته په غبرګون کې د پاکستان د انتخاباتو کمیشن ویلي چې پاکستان کې به ټولټاکنې په خپل وخت [اتمه فرورۍ] کیږي.
پاکستان پيپلز ګوند
د پاکستان پيپلز ګوند مرکزي سيکرټري اطلاعات فېصل کريم کنډي وايي، پاکستان پيپلز پارټي کلک دريځ لري چې انتخابات دې په اتمه فرورۍ وشي.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، "د 2007م، 2013م او 2018م د انتخاباتو په مهال هم حالات داسې وو حالات بدل شوي نه دي، او که د امنیت له امله انتخابات وروسته کول کيږي نو دا حالات به کله ښه کيږي، څوک یې وخت ورکولی شي؟".
هغه تور ولګوو، "د جمعيت علما اسلام ف او مسلم ليګ ن ګوند خواهش دی چې الېکشن دې ملتوي شي خو پاکستان پيپلز پارټۍ نه غواړي چې الېکشن دې ملتوي شي".
مسلم ليګ ن
مسلم ليګ ن ګوند په اېکس (پخواني ټويټر) ويلي، "د مسلم ليګ ن ګوند دوټوک فېصله ده چې په اتمه فرورۍ 2024م دې عام انتخابات وي".
خو په خېبرپښتونخوا کې د ياد ګوند يو مشر ارباب حضرحیات وي او اې ډيوه ته وايي، "تراوسه پورې خو داسې ښکاري چې څوک هم الېکشن ته تیار نه دي، په خېبرپښتونخوا کې د امنیت حالات ښه نه دي، بل يخني ډېره زياته شوې ده په غرييزه علاقو کې، ځکه انتخاباتو ته ماحول سازګار نه دی".
جمعیت علمااسلام ف
د جمعيت علمااسلام ف ګوند د خېبرپښتونخوا مشر مولانا عطاالرحمان وايي، په خېبرپښتونخوا کې ماحول هغسې نه دی چې څنګه پکار دی، په جنوبي ضلعو کې هره ورځ د ناامنۍ پېښې کيږي.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "مونږه دا غواړو چې حالات دې ټيک شي او ماحول دې جوړ شي د هغې دپاره که په وقتي توګه د حالاتو سمولو دپاره الېکشن ملتوي کيږي نو زمونږ په هغې اعتراض نشته خومستقل په داسې حالاتو کې به عوامو ته مشکلات وي څنګه به راووځي، مونږ په ټانک او خواوشا سيمو کې د ماسپښين نه وروسته نه شو راوتلی".
هغه وویل، پينځه شپږ ورځې وړاندې د مولانا فضل الرحمان په ګاډو ډزې شوي دي، "فی الحال صورت حال دا دی چې دلته الېکشن کمپاين چلولو کې مشکلات دي، عام ماحول د الېکشن دپاره نه دی برابر".
عوامي نېشنل ګوند
د عوامي نيشنل ګوند مرکزي وياند زاهد خان وايي، "حالات د 2013م او 2018م نه زيات خراب نه دي، زه په دير کې لګیا يم کمپاين کوم، په 2013م کې مونږ جنازې اوچتولې خو الېکشن کېدو، د مولانا جواز سم نه دی، عوامي نيشنل پارټي انتخابات غواړي، د سېنېټ د قرارداد هیڅ حیثیت نشته، الېکشن دې په اتمه فرورۍ وشي".
نېشنل پارټي
د بلوچستان صوبې پخوانی وزيراعلا او نيشنل پارټۍ مشر عبدالمالک بلوڅ وايي، "په ډېرو بدو وختونو کې انتخابات شوي دي اوس خو حالات دومره خراب نه دي، ځای په ځای ناامني شته خو دومره نه ده چې انتخابات دې وځنډول شي، په سېنېټ کې وړاندې شوی قرارداد د جمهوریت خلاف سازش دی".
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، "مونږ د دوو مياشتو راهسې کمپاين کوو انتخابات ځنډېدل نه دي پکار".
پښتونخوا ملي عوامي ګوند
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان صوبې مشر قهار ودان وايي، په مجموعي ډول حالات سم نه دي، په بلوچستان صوبه کې په ځانګړي ډول بلوڅ سيمه کې حالات سم نه دي او موسم هم يخ دی.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، "که الېکشن کمېشن په خپله اووايي چې په دوو صوبو کې امن وامان خراب دی نو دا به ښه وي، په داسې حالاتو کې که الېکشن دوه میاشتې وروسته شي، نو دا حالات به هم سم شي، په بلوچستان او خېبرپښتونخوا کې به موسم هم ښه شي".
نوموړي زياته کړه، "امنيت هم خراب دی او موسم هم سم نه دی او د امنیت دپاره بايد اقدامات وشي".
ملي جمهوري غورځنګ
د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ چې څو ورځې وړاندې پرې په شمالي وزيرستان کې ډزې هم شوي، وايي "که حالات هر څنګه وي د الېکشن ځنډول دې جواز جوړ نه شي د امنيتي حالاتو مسله د نن ورځې خبره نه ده".
وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، "دا کوم حالات چې روان دي مونږ ته ښکاري چې دا په ارادې سره قصدا داسې کولی شي، مونږ په هر ډول حالاتو کې امن غواړو او امن ورکول د رياست زمه واري ده چې امنیت په ځای کړي".
پاکستان تحریک انصاف ګوند او جماعت اسلامي هم په اتمه فرورۍ د انتخاباتو کولو غوښتنه کړې ده.
د خېبرپښتونخوا الېکشن کمېشن
وي او اې ډيوه په ځانګړي ډول خېبرپښتونخوا د امنیت په حواله د چارواکو سره د رابطې هڅه کړې خو ځواب ورته نه دی ترلاسه شوی.
خو د خېبرپښتونخوا د الېکشن کمېشن يو لوړ پوړي چارواکي د نوم ښه ښکاره کولو په شرط وي او اې ډيوه ته ویلي، هغه سیاسي ګوندونه چې خطرې لري هغو ته د امنیت برابرولو پوره هڅې کوي، الېکشن کېمشن د انتظامي او امنیتي چارواکو سره په رابطه کې دی چې دغو خلکو ته امنيت ورکړي، په انتخاباتو کې امنیت په ځای کول د صوبايي حکومت او ضلعي انتظاميو ده، الېکشن کمېشن غواړي چې پاک، پرامنه او بې پلوه انتخابات وکړي.
مرکزي نګران حکومت
د پاکستان د نګران حکومت د اطلاعاتو وزیر مرتضا سولنګي پرون په سېنېټ کې د انتخاباتو د ځنډولو د قرارداد پاس کېدو وروسته مطبوعاتو سره په خبرو کې ویلي، د وزیراعظم يا کابينې لخوا د انتخاباتو وروسته کولو کوم حکم نشته.
هغه ويلي، "په قرارداد کې چې کومې مسلې په ګوته کړی شوي هغه حقيقي دي خو د پاکستان په پارلیماني سياست او انتخاباتو په تاريخ کې دا مسلې وړاندې هم پاتې شوي، امنیت ورکول، موسم او نورو مسلو خیال ساتل د حکومت زمه واري ده".