امير خان متقي: د مولانا فضل الرحمان د افغانستان سفر به ښه نتايج ولري

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د بهرنيو چارو وزير امیر خان متقي ویلي، افغانستان او پاکستان تاريخي، اسلامي، کلتوري او اقتصادي اړيکې لري، د مولانا فضل الرحمان د افغانستان په سفر کې به په اړونده موضوعاتو خبرې کيږي. "تر څو په دې برخه کې کار وشي چې په راتلونکې کې د پاکستان او افغانستان اړيکې مثبتې وي".

د پاکستان د سیاسي مذهبي ګوند جمعیت علما اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان پرون د یکشنبې- اتوار په ورځ (اوومه جنورۍ) افغانستان ته رسېدلی دی.

مولانا فضل الرحمان ته د دې سفر بلنه په افغانستان کې واکمنو طالبانو ورکړې او هغه ويلي د پاکستان ریاست هم د خپل دریځ او غوښتنو نه خبر کړی دی او په دې سفر کې به افغان طالبانو سره د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په معامله هم وغږیږي.

امیر خان متقي د مولانا فضل الرحمان د افغانستان د سفر باب مطبوعاتو سره خبرو کې ويلي، "مونږ امېد لرو چې د دوی (مولانا فضل الرحمان) دا سفر به ښه نتايج ولري، د افغانستان اسلامي امارت د ټولو ګاونډيانو په حق کې ښه نيت لري".

متقي زياته کړې، "پاکستان او افغانستان چې په خپل مابېن کې کوم مسايل لري، که هغه ګيلې وي هغه که اقتصادي او امنيتې مسايل وي په ټولو به خبرې کيږي، مسايلو ته به حل راووځي، او غور به کيږي چې څنګه اړيکې ورغول شي".

د نوموړي په خبره، "د افغانستان غلط تصوير وړاندې کيږي".

جمعيت علما اسلام ګوند په اېکس (ټویټر) ويلي، مولانا فضل الرحمان په سفر کې د طالبانو د مرستيال وزيراعظم مولوي عبدالکبير سره ليدلي، او ويلي یې دي، "مسلې د خبرو اترو د لارې هوارول غواړي، دواړو ملکونو له په مختلفو برخو کې په خپلمنځني مرستو خبرې کول پکار دي".

نوموړي ويلي، د پاکستان او افغانستان ګټې شريکې دي.

په بيان کې ویل شوي، په افغانستان کې د واکمنو طالبانو مرستيال وزيراعظم مولوي عبدالکبير ویلي، د مولانا فضل الرحمان "د کابل سفر به د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکو پياوړي کولو او غلط فهميانو لرې کولو کې کارګر ثابت شي".

هغه زياته کړې، "د ټولو ګاونډيانو بالخصوص د پاکستان سره د احترام په بنياد ښې اړیکې غواړي، د افغانستان خاوره به د چا پرضد کارېدو اجازت ور نه کړي، د مطبوعاتو د دعو او پروپېګنډو په ځای په حقايقو خبره کول غوره دي".

مولانا فضل الرحمان د کابل سفر په داسې وخت کې کړی چې په دې وروستیو کې پاکستان کې د ټي ټي پي د بریدونو په سر د کابل او اسلام اباد اړیکې تاوجنې شوي او پاکستان پرله پسې تورونه لګوي چې افغان طالبانو پخپله خاوره کې پاکستان مخالفو د ټي ټي پي وسله والو ته خوندي ځالې ورکړې دي او هغوي له هغه ځایه پاکستان کې د ترهګرۍ پلانونه جوړوي.

افغان طالب چارواکي د پاکستان دا تورونه ردوي او وایي دوي د پاکستان په ګډون د هیڅ یو هیواد په ګډون خپله خاوره کارول کېدو ته نه ورکوي.

مولانا فضل الرحمان د ټي ټي پي په معامله طالبانو سره د خبرو کولو په اړه ويلي، د دې خبرې احتمال شته چې د هغو سره په دې موضوع خبره وکړي.

خو د دواړو لخوا د پرونو ليدنو په حواله بيانونو کې د ټي ټي پي په باب څه نه دي ويل شوي.

د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان (چې دا وخت په جېل کې دی) په حکومت کې د استخباراتي ادارې (آی اېس آی) د مشر جنرل فېض حميد د مشرۍ لاندې د ټي ټي پي سره په کال 2021م کې په کابل کې مذاکرات پېل شوي او د پاکستان نه څو پلاوي په دغه لړ کې کابل ته تللي وو خو د کال 2022م په نومبر کې ټي ټي پي د پاکستان د حکومت سره کړې ډز بندي ختمه کړې او بريدونه يې پېل کړي وو.

د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ د تېر کال 2023م د نومبر په میاشت کې له ټي ټي پي سره د مذاکراتو په اړه ويلي وو، له ټي ټي پي سره "د مذاکراتو نه قطعاً انکار نه کوو، خو که هغه د رياست (پاکستان) سره سنجيده مذاکرات کوي نو لومړی به هغوی په غېر مشروط ډول وسله غورځوي. د هغې وروسته به بیا مذاکرات کیږي که د هغو خيال وي چې د ټوپک په زور به یې حکومت په مذاکراتو مجبوره کړي نو دا غلط فهمي دې لرې کړي".

د 2021م کال د اګست په مياشت کې د طالبانو په افغانستان واکمنېدو وروسته مولانا فضل الرحمان په لومړي ځل د افغانستان سفر کړی دی.

نوموړی په وروستی ځل په کال 2013م کې د کابل په سفر تللی او هلته یې د هغه وخت د ولسمشر حامد کرزي او نورو دولتي مشرانو سره مهمې لېدنې کړې وې.

د خالي یا شنبې په ورځ اسلام اباد کې خبریالانو سره د خبرو په مهال مولانا فضل الرحمان ویلي، هغه ته د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده په منظورۍ سره تېره میاشت د طالبانو حکومت د کابل دسفر بلنه ورکړې او هغه به په دې سفر کې کندهار ته هم لاړ شي او هلته به د طالبانو مشر هبت الله اخند زاده سره وویني.